که اختر وي؟

تر دې دمه د دی مطلب د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۵/۰۱

که اختر وي؟

وي اختر دی مبارک، ملت دي ښاد وي
لوی واړه دی زمونږ، ټول آباد آباد وي
د  یو والی په زنځـیر دی سره بنـد وي 
د بیلتون په آس سپاره دي ټول برباد وی
دروازی دی ښونځیو وي  ورته  بیرته 
د وطن بچي دي زده کړې ته  آزاد وي
مات دی نه شي د دښـمن په ګــذارونـو 
د افغـان زلـمی دی مټ لکه پـولاد وي
چی انسان ته د انسان په سترګه  ګورې
که هرڅوک وي، دا انسان دی زنده باد وي
پرون بیـا په وینو سـور شـو زمونږ کلی
ناست تر څو به راته لاره  کی صیاد وي
دعا وکـړې چی اختـر بی وینـو تیـر شی 
کلـیوال دی هـم  دُعاوو کی درتـه یـاد وي
 

اپریل/۲۸/۲۰۲۰ 
اوه وشتمه روژه 
کِنګسټن کاناډا