د اختر ورځې

تر دې دمه د دی مطلب د لوستونکو شمیره : 0

انجنیر عبدالوکیل متین
۲۰۲۲/۰۵/۰۱

د اختر ورځې

تیریږي رپ د سترګو کی کلونه ځي راځي
ماتم او ښادی نه غواړي وختونه ځي راځي
اختر مو مبارک شه ورونو خویندو افغانانو
درشل ته د هر یو مې سلامونه ځي راځي
خالی یې غیږه نشوه له تنکو تنکو ځوانانو
دې خاوری د احمد ته غیرتونه ځي راځي
د چـا له پټه سـره د حیـا پوړنۍ کـوز شو
د چـا بې پتې غاړې ته هـارونه ځي داځي
په اوښکو کې لمدې کړلی نکریزې کوڼډې ناوې
د وخت مبارکۍ ته سره لاسونه ځي راځي
اختر کی رانه ورک شولې زما ورکه لالیه!
وستل ته دې همزولی سره ګلونه ځي راځي
اختر دی مبارک وی د هغوی چې يې مزار ته
تسبیح د تړمو اوښکو د رودونو ځي راځي
شرنګا د زولنو به آخر ټول کاندې را ویښ
کوڅو ته دې ویدو چې ځنځیرونه  ځي راځي
ځئ ټول په یو وحدت شو په خاطر د شهیدانو
بیا پریږدئ رقیبان چی پری غمونه ځي راځي
هر ځل چی نسیم راشي معطر وی په عطرونوو
وطن د متین زړه ته می عطرونه  ځي راځي