د ځمکی ورځ Earth Day

تر دې دمه د دی مطلب د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۴/۲۲

د ځمکی ورځ Earth Day

نن د ځمکی ورځ ده، زموږ په لوی کهکشان کې هغه یواځنی غونډاری چې زموږ ژوند ورباندې ممکن دی. له نیکه مرغه چی دبشریت د کلیزو پرپاڼو دغه ورځ هم ثبت او ټول بشریت د زمکې دساتنی ارزښت ته رابولی. کله چی موږ د خپلی زمکې د یواځنی غونډاری په هکله خبرې کوو، نو خامخا د (باربارا وارد) نوم رایادیږی. داههغه اقتصاد پوهه وه چی د ځمکې، چاپیریال او چاپیریال مسایلو په اړه یی لیکنی کړی دي.  هغې د اقتصاد او چاپیریال، د پایداره پرمختګ او دبیوزلۍ د له منځه وړلوپه برخه کې ژور علمی کار وکړ، د ځمکی اقتصاد یی تشریح کړ، له زمکی یې دبشریت په خیراستفاده وښوده او زموږ د دغه ګډ کور د راتلونکی په اړه یې اندیښنه وښوده. په ۱۹۶۶م. کال کې یې د خپلې وینا په ترڅ کې د یواځې یوې زمکې ( Only one Earth) اصطلاح په غوره کولو سره د نړۍ دسیاست پوهانو، اقتصادپوهانو او لنډه دا چې د ټولو نړیوالو او د ځمکې دکُرې د اوسیدونکو پام چاپیریالی ستونزو او معقولو اقتصادی تدابیرو ته راواړاو.  خدای ړکړی چی ډیر ژر هغه ګواښونه رفع او دفع شی، کوم چی دې وروستیو کې زموږ د ژوند دغه ګډ کورته متوجه شوی. دا ګواښونه، ذروی جګړی، د زمکی ککړتیا او دی ته نور تهدیدونه دی، امید دی چی بشردوست ځواکونه دی ته اهمیت ورکړی.

زمکه بیلابیل مفاهیم لری، لکه : ټوله زمکه(زموږسیاره)، وطن، هیواد، کرونده،دزمکی مخ، یوه ساحه، محل، ځای، خاوره، ground, soil, ،earth او land . افغانستان ته یې د یوه زراعتی هیواد په توګه؛ د تولید دیوی منبع توګه مفهوم مهم دی.  داچې د بیوزلی او لوږی له ستونزی سره مخ دی، نو په دې کې زمکی یو مفهوم( land) دی ، په دی مفهوم سره زمکه  په اقتصاد کې يو مهم توليدي عامل دى چې په ثابت مقدار سره موجوده ده، خو له بده مرغه موږ د دغه ثابت مقدار په استعمال او ارزښت نه پوهیږو . دا يو  درې بُعدي مفهوم دى چې د ځمکې سطح ، ژورتيا او اړخونه احتوا کوي.  په دې کې د کرنې ځمکه  ( خاوره )  معادن ، جغرافياوي ځانګړتياوې ، ځمکه  يو شمېر طبيعي شتمني لکه اوبه، بوټي او داسې نور لري.دزمکی اقتصاد( land Economics) د اقتصاد د علم هغه برخه ده چې ځمکه دتوليد يو عامل او غير منقوله (  نه لېږدېدونکې) شتمني بولي او دغه شتمني د ځمکې هغه ساحه  را اخلي  چې په  هغې د مالکيت حق موجود وي او استفاده ورڅخه کېږي. يا په بله دنيا د ځمکې اقتصاد د ځمکې ټول طبیعي او د انسان  په لاس جوړ شوي هغه منابع دي، چې په هغو باندې د ځمکې سطح   کنترول لري، لکه حاصل ورکوونکې خاورې، دا وبو منابع ، ودانۍ، کرونده ،  کان ځنګل، وحشي ژوي اونور چې هريو يې په ځمکې پورې تړلي او هريو يې د ځمکې ارزښت اوچتولاى او کمولاى شي. په همدې خاطر اوس د(The Highest and Best Use of Land) موضوع ارزښت پیدا کړی دی.

افغانستان یوپرمختیایی او جګړه ځپلی هیواد دی، نوځکه یې اقتصادی وضعیت ډیر ښه ندی. دا د اقتصاد پوهانو مسئولیت دی چی ناوړه اقتصادی حالت ورغوی او هیواد د پرمخیتا په لوری رهبری کړي. د دې مقصد لپاره تر ټولو لومړنی ضرورت پوهه ده. په پوهې سره غوره اقتصادی پلانونه او انکشافی ستراتیژیګانی جوړیدای شی. د پوهی او اوچت ظرفیت په واسطه بشری نیرو او طبیعی منابع په کار لویږی او ټولنه د رفاه او هوساینی خواته بیولای شو. دلته هدف له محدودو منابعو څخه د پراخو او زياتو احتياجاتو پوره کول او د منابعو ښه تخصيص کول او په نښه کول دي.

طبیعی منبع هر هغه څه ته وایی چی مونږ ته ګټوره او په موجوده شرایطو کی لاسته راشی او لاسبری ور باندی ممکن وی. کیدای شی د خامو موادو او په نا مرتب شکل وی، یا تولیدی عامل وی او د پروسس په واسطه ارزش پیدا کړی یا هم مستقیما مصرف شی، چې په دې کې ترټولو مخکی زمکه راځي.  دا د بشر په لاس نه ده جوړ شوی بلکه په طبیعی بڼه د خپل پیدایښت په سیمه کی ملکیت ګڼل کیږی،چې د اوسیدو د محل ترڅنګ، د تولید یو عامل دی. پرزمکه باندی د نورو اقتصادی او حیاتی فعالیتونو ترڅنګ موږ کښت کوو. کښت او کرنه ټول هغه فعالیتونه او مدیریتی اجرأت چی په کروندو کی د کرنیزو محصولاتو د تولید او د ځمکی له زیرمو او د اقلیم له شرایطو په ګټه اخیستی سره د ونو- بوټو او څارویو د روزنی په خاطر ترسره کیږی. دلته بیولوژیکی او اقلیمی عوامل یو بل سره ترکیب کیږی او د انسان د کار په مرسته غذایی توکی چمتو کیږی.

اوس بشریت دزمکې د ډیر قیمتی او حیاتی ارزښت له مخې، دی ته اړم دی چی ثبات لرونکی کرنی (sustainable agriculture )ته پام واړوی دا هغه کرنه ده چې د کرنیزو محصولاتو د تولید هغه طریقې چې په هغو سره اوسنی نسل ته حاصل ترلاسه، خو راتلونکی نسلونه بی برخې نشی. په دغه ډول کرنه کې د ژوند د چاپیریال، اقتصادی، ټولنیز، حقوقی او سیاسی بیلابیل اړخونه رعایت کیږي. په دغه ډول کرنه کې ځمکې څخه استفاده اکثر حد کې او د خاورینوسرچینو ساتنه ډاډمنه وي. دا احتیاط له پیړیو راهیسی رواج شو: په ۱۷ او ۱۸ مه پیړی کی ریکاردو، لیبیګ، مایر او ډورینګ د ځمکی اهمیت او اقتصاد وښود، په ۱۸۹۲ کی د امریکی ویسکانس په پوهنتون کی ریچارد تی د طبیعی منبع او ځمکی د جایداد په هکله یو سیمینار ارایه کړ. دشلمی پیړی په لمړی نیمایی کی طبیعی منابع د امریکی په پوهنتونونو کی د یو اکادمیک دسپلین په توګه تبارز وموند. وروسته بیا رالی بارلو زمکې په اړه ډیر غوره نظریات ورکړل ا دا سلسله روانه وه، بشریت د ۱۹۷۰ م. کال څخه وروسته د کلیزو په پاڼو باندی یوه ورځ (د اپریل ۲۲مه) د ځمکی د ورځی په نوم ونوموله. د دغی نظریی مخکښ ګایلورد نلسن و. د دغې ورځې لمانځنه په دې موخه کیږی چی بشریت چاپیریال ساتنی، د خاوری ارزښت او د ځمکی استعمال ته ځیر کړي.

په دې لړ کی بل اقدام، د ملتونو هغه مهمه غونډه  وه چی د ۱۹۹۲ م. کال د جون په میاشت کی د برازیل

په ریو د ژنیرو ښار کی د چاپیریال او پرمختیا د مسایلو په اړه د earth summit  ترعنوان لاندې

دنړۍ د ټولو هیوادو دپوهانو په ګډون متخصصینو او چاپیریال پیژندونکو او توافق تر سره شوه چې

د ځمکی له ورځې سره نږدی اړیکه لري.

په  اقتصاد کې ځمکه د پانګې، کار او مدیریت تر څنګ یو مهم تولیدی عامل دی، په تیره بیا د افغانستان په شان یوه داسې هیواد ته  چې له یوې خوا یې کرنه مهم مسلط  اقتتصادی سکتور او له بلې  خوا کرنی ته مساعدې زمکې ډیرې  لږ دی، دغه عامل حیاتی او ستراتیژیک اهمیت لري. په تیرو وختونو کې د بی کفایته حکومتونو، فساد، بی ظرفیته ادارو او معقولې پالیسۍ د نه لرلو له امله ډیرې غوره او کرنیزی خاوری له منځه تللی، یا سمه استفاده ور څخه نده شوې، یا هم تر نامناسب استعمال لاندې راغلی او یا هم خاوره له لاسه وتلي ده. حیرانوونکی خبره ده چې لا اوس هم د زمکو نهه ډوله استعمال نه دی تعریف اوتفکیک شوی او د هر استعمال حدود ندی ښودل شوي.  دغه ااستعمالونه دای دي:

commercial & industrial sites, posture & grazing lands, Residential land, crop lands, forest land, mineral land, recreation land,
ځمکه په ثابت مقدار سره موجوده ده چې په اندازه کې یې زیاتوالی هیڅ امکان نه لري،. په همدې خاطر دنړۍ په ټولو هیوادو کی په دې برخه کی ډیر محتاطانه پلانونه تطبیقیږی او د زمکو پالیسی د حکومتونو  د کار یوه مهه برخه جوړوی.  افغانان وایی چې موږ ته خپله خاوره ګرانه ده، خو واقعیتونه دا خبره نه تاییدوی، دوی هر کال ډیره زیاته اندازه ( په زرګونو ټنه) خاوره له لاسه ورکوی او په ساتنه او دفاع یې نه پوهیږی، له بلې خوا خاوری او زمکی ته تدبیر هم نه لری. تر دې هم خواشینوونکی خبره  داده چې علمی بحثونو سره یې هم نااشنا یاستو او د کرنی وزارت، شهر سازی، اداره مستقل اراضي، چاپیریال ساتنې اداره  او نور د ځمکې او خاورو په هکله لازم مطالعات، پلانونه او د راتلونکې اټکلوونه نه لري.

په افغانستان کې د ۶۵ میلیون هکتاره ځمکی څخه یوازی ۸ میلیون هکتار ځمکه ( یا نږدی ۱۲ سلنه ) د کرنې وړ ده. دې ته ( arable land) وایي.  نورې زیاتره سیمی غرونه او یا دښتي تشکیلوی. افغانستان په ټولیزه توګه وچ- سارایی اقلیم لری . زیاتره سیمې په یو کال کې په منځنۍ توګه د ۴۰۰ ملی مترو څخه لږ د باران اوبه تر لاسه کوي،  نو ځکه کرنه د خړوبولو په ذریعه کیږي او د اوبو لګول د کرنی اصلی عنصر دی، د کرنیزوزمکو خړوبولو ته مصرفیږي.   د کورنیو جګړو څخه مخکی په هیواد کې د درې میلیونه هکتارو ځمکو د خړوبولو توان موجود و، اوس صرف دوه میلیونه هکتاره ځمکه تراوبو لاندی ده، یعنې آبي کښت ساحه کمه شوې، خو زیاته شوې نه ده، حال دا چې نفوس دوه برابره شوی دی !

باید هیره نشي چې د درې برخو څخه دوه برخی خوراکی مواد په سیده توګه  او یوه بله برخه یې په ناسیده توګه له کرنیزې ځمکی څخه تر لاسه کیږی. دا محصولات د ژوند کولو د پاره په اساسی توګه مختلف ډولونه دی؛ لکه: باغداری، دغلو-دانو تولید، سابه، دمالداری لپاره علوفه، الیاف او نور. په افغانستان کې د دغو ټولو تولید ناکافی دی،  نو ځکه زموږ خوراکي توکي له بهر څخه وارد یږی. د غلې کمښت نوره نړۍ کې  هم محسوسیږي، ویره ده چې څوکاله وروسته به هیڅ هیواد زموږ مومنو اومسلمانو وطنوالو ته یو کپ ډوډۍ  او یو پاو غله هم ورنکړي، ځکه هر هیواد به په خپل غم کې وي او افغانان د ترحم او زړه سوي داسې څه نه لري چې نړۍ دې ورسره مرسته وکړي.

د کرنیزو زمکو مطالعه ښيي چې د هیواد اکثریت کروندې کوچنۍ دی (۶۰سلنه کروندې، صرف له یو  هکتار څخه نیولی تر پنځه هکتارو پوری دي. چی ۹۰ سلنه زراعتی زمکه جوړوي) . له دې امله د بزګرانو زیاتره کورنۍ کولای شی د خپلی اړتیا وړ غله  وکري، خو څو وروسستیو کلونو کې دزمکو مافیا او قاچاقبرو دغه زمکې یا په زور یا په نیمه بیه دوی څخه رانیولی،  د کوچنیو کروندو خاوندانو د مجبوریت له مخې خپلې کروندې په مافیا وپلورلې. مافیا دغه شنه ساحه او کرنیزی زمکې په نورو  استعمالونو له کاره و ایستې . د حاکمیتونو په تاریخی بهیر کې د حامدکرزی په نوم د حاکمیت دوره کې چې فساد تر ټولو زیات شوی و، کرنیزې ځمکې هم له استفادې ووتې.  د هیواد په کچه ، د غلو کالنۍ اندازه د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۱ کلونو تر منځ ۳،۷  تر ۵،۶ میلیون متریک ټنه پوری رسیده. لکه چی ارزیابی شوی، د غنمو تولید او مصرف د نورو محصولاتو په سر کی دی. د افغانستان خلک غنم په ټولو خوراکونو کی زیات استعمالوی  (هر وګړی په اوسط ډول په کال کې  ۱۶۰ کیلوګرامه غنم مصرفوی) چی د نړۍ په سطح  لوړمقداردی، حال داچې نورو هیواو کې د غنمو ترڅنګ لبنیات، سابه، میوه اوغوښه هم ډیر مصرفیږی. په افغانستان کی د غنمو اوړه ۵۷ سلنه کالوری د ټولو خوراکی توکو له جملی  تشکیلوي(د انرژۍ مهمه سرچینه). دا په داسې حال کې چې د غذایی مصوئونیت او غذايي حاکمیت په هکله کوم شاخصونه او مطالعات نشته. د کورنیو جګړو څخه مخکی ، افغانستان د غلو په تولید کی په ځان د ډاډه کیدو په حال کې و،  یو څو کلونو کی یی حتا غنم بهر ته هم لیږل . مګر نن ورځ د نفوسو بی اندازی زیاتیدلو، او د ځمکو  کمښت، په کرنیزو محصولاتو کی کمي،  او همدارنګه د کښت وړ ځمکو کی کموالی راتلل ، دا هیواد مجبور کړ چې هرکال  ۱،۲ میلیون متریک ټنه غنم وارد کړي.

په دې وروستیو کې د ځمکې کمښت د زمکې اوانسان د انډول (Man – land ratio) اصطلاح رامنځته کړې ده.  دغه نسبت دا ښيي چې په هر مربع کیلومتر کې د انسانانو شمیر مخ په زیاتیدو دی.

که چیرې کرنیزه زمکه ښه مدیرت نشی، د لوږې ویره شته.  همدا اوس یو شمیر خلک د غذا د کمښت له امله ځوریږی او په سوی تغذی باندی اخته دی. د نورو عواملو تر څنګ په افغانستان کې د سیلاوونو له امله هم زمکه  او خاوره تر تهدید لاندی ده.  د دې ترڅنګ د نړۍ په کچه هم دکرنیزو زمکو د کمښت ستونزه پیدا شوی ده، مثلاً :  د FAO د راپور پر اساس د خوړو ۹۹.۷٪ برخه د ځمکې د غونډاري  له خاورینی برخی څخه لاس ته راځی او د ۰.۳ څخه لږ خواړه د سمندرونو څخه لاس ته راځی. د دی کُری د ۱۳ بیلیونه هکتاره ځمکی څخه ۱۱٪ کرنیزی ځمکی، ۲۷٪ چمنی، ۳۲٪ ځنګلی، ۹٪ ښاری او پاته ۲۱٪ خاوره یی د مختلفو عواملو (لکه غرونه، شګی، ډیری ګرمی او سړو) له امله د کر لپاره مناسبی نه دی بلل شوی. په ۱۹۶۰ میلادی کی چی د نړی ټول نفوس درې بیلیونه و، نو هر وګړی ته په منځنی ډول نیم هکتار مځکه رسیدله، خو اوس چی نفوس دوه چنده شوی دی او اقتصادی فعالیتونه لکه د فابریکو، نقلیه وسایلو، کورونو، نویو ښارونو او مارکیټونو جوړول او دی ته ورته نور فعالیتونه هم پرخه شوي، چی زیاته برخه یی په کرنیزو زمکو ترسره شوي دي. د دغو چارو بی  سنجشه اجرااتو په کرنیزو زمکو او تازه او شنه چاپیریال منفی اغیز کړی، د فی نفر زمکی اندازه یې کمه کړی چی اوسط یی ۰.۲۳ هکتاره ته راټیټ او د خوړو تولید کی یې کموالی راوستلی. خو دا اوسط  په هر هیوادونو کې فرق کوی لکه امریکا کی د هر وګړی په سر ۰.۴ هکتاره ځمکه رسیږی او چین کی چی ۲۵ کال مخکی ۰.۱۱ هکتاره زمکه هر وګړي ته سیدله، اوس و ۰.۰۸ هکتاره ته راکښته سوی، چی دا حالت د انديښنی وړ دی. افغانستان کې تر ټولو غټه بدبختی  دا ده چې د رهایشی، صنعتی، تفریحی، خدماتی استعمال لپاره پوره زمکې شته، خو د بې سنجشه استعمال لاندې راوستو له کبله یې په کرنیزو تولیداتو او شنه ساحه منفی اغیزه کړی ده.

زموږ هیواد کې د ټولې نړۍ په پرتله د خوراکي توکو تولید کم دی. د امریکا متحده ایالات په کلنی ډول د هر امریکایی وګړی لپاره ۱۴۸۰ کیلو ګرامه خواړه تولید وی او چین چې زیات نفوس لري، هم  خپل هر وګړی ته په کال کې د ۷۸۵ کیلو ګرامه خواړه تولیده وی، افغانستان دې برخه کې ثقه ارقام نه لری، خو ویلای شو چی  مقدار  یې ډیر کم دی.

افغانستان کې د خاوری تخریب یوه بله ستونزه ده چې دا عملیه د پخوا په څیر په څو ځله ډیره سوی ده او هر کال ملیونونه هکتاره کرنیزی زمکی د کر او تولید څخه راګرځوی اود بارانونو، سیلابونو او بادونو په وسیله   له حاصل څخه لویږی او ځینی زمکی بیا د ضعیفه کرنیز مدیریت( د زیم د نه ایستلو په سبب د خاورو مالګین او سوډیمی کیدلو او یا هم زمکو ته د ناوړه ترکیباتو او خراپو کرنیزو عملیو او دی ته ورته نوری عملیو) په سبب د کښت څخه وځی او یا هم کال په کال یی حاصل کی کموالی راځي

پرمختیایي هېوادونه او له دې جملی؛ افغانستان باید د اقتصادي ودې مرکزونه اوسي، ځکه د زرغونې ودې (Green Growth ) عملي کېدل دلته له طبیعي منابعو (ځمکې او اوبو) څخه ممکن دي.  د طبیعي منابعو دا ګټور استعمال د وګړو د ژوند کچه لوړوي او د  اقتصاد د بهبود سبب ګرځي.

زرغونه وده green growth یعنی له طبیعی منابعو، خصووصاً ځمکې څخه ښه استفاده . د زرغونې ودې لپاره زموږ په هېواد کې تقریبا ټول شرایط برابر دي. د افغانستان کرنیزوالی او پرمختیایي توب دا خبره نوره هم قوي کوي.

که موږ له فضا څخه د افغانستان نقشه وګورو؛ زموږ نیکونو له زرګونو کلونو  را دې خوا د سیندونو ترغاړو کرنې او مالداري  ته انکشاف ورکړی، له هغه راهیسی زموږ هر کار او اقدام همدا د سیند ترغاړو او په شنو کرنیزو ځمکو کې دی، ښارونه، سړکونه، مارکیټونه، عسکری میدانونه، … ټول په همدې محدوده ساحه کی ترسره کوو، د نیکونو په لاسو موجوړې کړی کروندی او ویالې ویجاړې او زراعتی زمکې مو له منځه یووړې،  خو له سیند او شنې ساحې یو څو ګامه هاخوا په زرګونه هکټاره ځمکه بی  استفادی پاتې ده. په تیره بیا دغه بې استفادی زمکه د ترانسپورت، خدماتی استعمال، رهایشی، صنعتی، ښاري او نورو استعمالونو لپاره ښه منانسبه ده چی په هغوسره هم ددغو زمکو ارزش اوچتیږی، تر استعمال لاندې راځي او هم شنه ساحه په خپل حال پاتې کیږی.

د ځمکې د مسایلو بشپړ سمون یو مهم ضرورت دی،  اوس چې  د ځمکو خپلواکه اداره چې په 2010 م. کال کې جوړه شوه د ځمکو د ادارې او مدیریت د مسئولیت د بنسټ په توګه باید دغو مسایلو ته متوجه شي. له جګړو مخکی زموږ چارواکو مسئولانه چلند کاو، خو اوس کال په کال شنه ساحه تر یرغل لاندی ده او دزمکو لپاره علمی تدابیر نشته. له زمکی سره یوځای د اوبو منع هم مهمه اوزمکی سره تړلی ده.

د افغانستان د سیندونو له اوبو صرف ۳۰٪ څخه استفاده کیږی نوری ۷۰٪ یا له هیواده بهر وځی یا په شګو کی جذبیږی. که چیری دهر هکتار لپاره په کال کی ۱۰۰۰۰مکعب متره اوبه کافی وی نو په دغو اوبو ۵۵ میلیون هکتاره ځمکه خړوبیدای شی او دبریښنا دواسنی اندازی ۹۰ ځله بریښنا تولیدیدای شی !!

که چیرې دقت وکړو، نو واضح به شی چې زموږ نیکونو د سیندونو په امتداد د ژوند ساحې غوره کړی او په همدی ساحو کې یې کر-کیلې ته انکشاف ورکړی و، ددوی دمعیشیت وسیله کرنه او مالداری وه، کروندی، باغونه او څاوری یې روزل او ژوند ته یې دوام ورکاو. کله چې ژوند عصری، نور بیلابیل ساحات پراخه او نفوس  ډیر شو، نو د سړکونو، مارکیټونو، اداری ودانیو، خدماتی ساحو، سپورتی اوتفریحی ساحو ته هم ضرورت احساس شو. له بده مرغه دغه ډول تاسسات ټول په پخوانیو کروندو یعنی شنه ساحی کی ایجاد او  پخوانی باغونه اوکروندی تر یرغل لاندی راغلل او زراعتی استعمال په دې نورو استعمالونو بدل  له بلې خوا فاسدو شتمنو د ودانیو او ښارګوټو د جوړولو په ړموخه د کوچینو ځمکوالو کروندی ترلاسه کړې، کوچنیو بزګرانو د اقتصادی مجبوریت له مخې خپل باغونه او کرنیزی ځمکی په دوی باندې  وپلورلی، نتیجه یی ډیره بده راووتله او غیر زراعتی ساحات همداسی بی نقشی اوبی  استفادی پاتې شوې. د کندز زراعتی حاصلخیزه ځمکې نوری د شاړکیدو په حال کی دي، د شمالی ښایسته او حاصل ورکوونکی  قیمتی باغوونه هرهر ورځ له منځه ځي، د کندهار ماله جات تر څو کلو مخکې دانګورو باغونه وو، خو اوس یې بڼه ډیره خرابه ده، ننګرهار یووخت همیشه بهار و، خو اوس یې شنه ساحه او فارمونه له منځه تللی او ټولو کې کورونه، سرایونه، دموټرو اډې، د موټرو بارګنونه او نور جوړ شوی، حال داچې لږ وړاندی پریمانه دښتې بی استفادی پاتې دي،  هره ورځ کروندی او باغونه ړنګ او د نورو استعمالونو لپاره تخصیص مومی… که دا سلسله دوام وکړی، راتلونکی نسل ته لویې ستونزې پیښیږی.  داو اوس موږ باغونه او کروندی او شنه هر ورځ له منځه وړو، بیدیا او شاړې ځمکی لا هماغسی بی استفادی دي، نو ځکه اقلیم ورځ په ورځ خراب، بیکاری زیاته، داخلی کرنیز محصولات کم شول، محسوس ارزشونه(ښایسته شین چاپیریال) له منځه ولاړ، پخوانی بزګر وزګار او ددوی  د معیشت وسیله حیف  او میل  او په کرنیزو زمکو هغه تجملی بیخایه ودانی ، هوټلونه، میدانونه، د ناقانونه وسله والو د اوسیدو محلات، د لوکسو غیر قانونی موټرو تمځایونه او داسې نور جوړ کړل، چې هیڅ عایداتی او مفید اړخ نلری. دولتی ادارو هم روښانه پالیسی او دورنما پلانونه نه لرل، اوس زموږ یو وزارت هم دخپلی ودانی مخی ته کم له کمه یو دوه هکتاره شنه ساحه نلری، یو روغتون هم ازاده فضا نه لری، دپوهنتونو او ښوونځیو ازاده فضا هم له منځه تللی چی دنړۍ هیڅ هیوادکې دا ډول وضعیت نه لیدل کیږی. نورو هیوادو کی آن در غرونو لنو کې زینه یی کروندی( bench terrace)  جوړوی. دا هغه کروندی چی د تیږو د بارو په جوړولو سره طبقه په طبقه جوړی شوی وی. او دسیندونو غاړی هم تراسبندی کوی، تراس بندی له یوی خوا د غرونو له لمنو او غونډیو څخه د کرنی لپاره د استفادی امکان برابروی، له بلی خوا د خاورو د له منځه تګ او شړیدو مخه نیسی. دغه ډول تراس بندی پخوا د لغمان ولایت، کونړ، خوست او نورستان کی کیده، خو اوس نشته. د سیلاو د خاوری د رسوب له امله د لویو سیندونو تر غاړی جوړ شوی تراسونه یی هم یوه بیلګه ده. بل پرابلم دخاروی مینځل کیدل (erosion) دي، کله چی د باد، باران یا سیلاو له امله د یوې سیمې خاورې ومینځل شي. دلته د خاوری بحرانی ویجاړیدل (catastrophic erosion) ډیر زیات دی.  دا ډیر ګړندی حد اوبحرانی تخریب دی چې په یوه کال کی له یو هکتار ځمکی څخه له ۲۰۰ مکعب مترو څخه زیاته خاوره مینځل کیږی.دا په خپل وار د debarred سبب کرځي.

نورې نړۍ خپله کرنه په صنعتی کرنه(  industrial agriculture) اړولی چې دزمکی ارزښت پکی ساتل کیږی، په جاپان کی آن د ودانیو پر سر شولی کی اود سمندر پرمخ یی مصنوعی پټي جوړکړي. بل د ځمکی تلفیقی استعمال(  integrated agriculture) دی. داهغه کرکیله ده چی له زمکی څخه د اصلی تولید تر څنګ نوری موخی هم وی، لکه د یوی سیمی د خلکو لپاره د استخدام د فرصتونو برابرول، علمی تحقیق ترسره کول، د عاید زیاتول، د چاپیریال بډای کول، د ښایسته منظرو جوړول او د نویو ورایټیو معرفی کول، خو په نهایت کی دزمکو ښه استعمال دی.

ل اقدام دزمکې سمون (land reclamation) دی، چې موخه ورڅخه د ښه او اقتصادی استعمال په خاطر د ځمکی د توانمندی اوچتول دی. کولای شو چی د ځمکی د ځینو ځانګړتیاوو په بدلون سره ځمکه د استعمال لپاره اصلاح کړو لکه زهکشی کول، د ځمکی د تیږو ټولول، د لوړو ژورو هوارول او نور تخنیکی کارونه.

متاسفانه په افغانستان د ځمکې مقداری او هم غیر مقداری ارزشونه(محسوسې اونامحسوسې ګټې)  او د ځمکې داستعمال موثریت له منځه ولاړ. باید داسې روښانه، علماً سنجول شوې او پلانیزه پالیسی ولرو چې دخمکې استعمال ته معقول او علمی شکل ورکړو، تر څو دغه مهمه طبیعی منبع چی په مقدار کې یې هیڅ زیاتوالی امکان نه لري، له لاسه ورنکړو، بلکې سمه استفاده ورڅخه وکړو. موږکولای شود یوې معقولې پالیسی په لرلو سره هم زراعتی ځمکې په خپل ښه او دعظمی حد استعمال او ګټورتوب کې راولو او هم د خمکې نور استعمالونه پراخه او موثر شي. نو لاندی ټکی رعایتول ضرور دی:

  • کرنیز تولیدات، دباغونو احداث(دهارتیکلچر وده)، شین ماحول او د ژوند تنوع  حفظ کول.
  • له ځمکی غوره، اعظمی او اقتصادی استفاده کول،
  • د  کښت ترڅنګ دځمکی نور اته ډوله استعمال په خپلو ځایونو تر کار لاند راوستل  او د ښارونوناانډوله پرمختیا او د نفوسو د اسکان ستونزه حل کول،
  • عامه ملکیتونه ساتل، ټولینز عدالت او ثبات تامینول، بیوزلی  کمول او د استخدام ښه فرصتونه ایجادول او له دی سره  یوځای د هیواد د یوې بلې طبیعی مهمی منبع (اوبو) د استفادې موثریت اوچتول.

راځئ د خپلو طبیعی منابعو په ارزښت پوه او د هغو علمی، معقول او پلانیزه استعمال ته پام وکړو. زمکه د تولید مهم عامل او د ټول بشریت ګډ کور یی وګڼو. خاوره باید له لاسه ورنکړو، ککړه یې نکړو او د زمکو په مناسب استعمال ځان خبرکړو.