بهانې دي غرونه غرونه

تر دې دمه د دی مطلب د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۴/۲۲

بهانې دي غرونه غرونه

راکـوئ  تازه زخـمونه  څـنګه جـوړ شـم
لس اغـزی او دوه ګلونه  څنګه جوړ شم
په یخـنې کی خـو تودوخـې  ته اړتیـاوی 
وروئ واورې یـخــونه څنـګه جـوړ شم
چی ګـرمې، مې ډډې سیزې یـخ ته اړیم
را خواره کړئ نوراورونه څنګه جوړشم
زنـګـوئ  می په ټـالـونـو کی د  زلـــفـو
غوڅوې چی یی لـړونه  څـنګه جوړ شم
درولی دي  یـم  صـف د  قــربانـۍ  کـی
هـم چیچې راته غـاښـونه څنـګه جوړ شم
کلـیـوال یـمه سـاده  ژونـدی  پـه  مــیـنه
لګوی رنګ رنګ تـورونه څنګه جوړشم
هـر اخـلاص  تعــبـیروی  په  بـلـه  لاره
بهـانې دي غرونه غرونه څنګه جوړ شم

فبروری ۲۲، ۲۰۲۲
تورنتو – کاناډا