غصه

تر دې دمه د دی مطلب د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۴/۱۲

را لوی چی شی غُصه کی، نو زړیږی په غصه کی 
خـبره ســمه ســمه وی، ورانیـــږی په غُـصــه کی
کـرلې چی په زړه کی  کـومه مـیـنه در ته مور ده 
دا مـینه دی هـم زړه نه، خارجــیږی په غـصـه کی
پـرته کـرکه ســینه کی، که قـابـو نه شـی په وخت 
جـوړیږی ورنه بـم او بیا چاودیږی په غـصـه کی
غُـصـو ده تـبـاه کــړی، دا دنـیــا پـه څــو کـــرت 
نـن هـم لـکه پـرون، بیا تبــاه کیــږی په غصه کی
غـصـه زهـرې مـیوه ده، پـیــدا کــیږی له حـســد  
هم زړه او هم ماغزه، زهرجن کیږی په غصه کی
«لا حــول ولا قـوة»، ښــه درمــل دی د غــصې 
په غیر له دي درمل، سـړی غرقـیږی په غصه کی
روان کـه یـی جـانـانه!  د غـــصــې پـه کـــږه لار 
ملـګـری  کلیـوال  دی، پردی کـیږی په غصه کی 

دســمبر/۲۶/۲۰۲۱
 ایجکس- تورنتو – کاناډا