د حکومت کولو پخوانی خیال

تر دې دمه د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۳/۰۲

د حکومت کولو پخوانی خیال  

د نولسمې پیړۍ په وروستیو کی امیر عبدالرحمان د اوسنی افغانستان دبڼسټ ډبره کیښوده او په ډیر شدت سره یی سیمه ایزې ملوک الطوایفۍ و زپلې او د هیواد په مشخصه جغرافیه باندی یی خپل تسلط قایم کړ. د محلی خانانو هغه تسلط یی له منځه یوړ چی هر یوه د خپل نفوذ په ساحه کی حکمرانې کوله او خپل زور یی چلاوه. هغه  د پخوانیو پاچاهانو په څیر چی کله مرکزی قوت حاکم کړ، او ولسونه یی خپل رعیت جوړ او تابیعت ته مجبور کړل، بیا یی نو چاته دا حق نه ورکاوه چی د حکومت په چارو کی یا مداخله و کاندی او یا ورته د چارو سمبالښت او سمښت د پاره مشوره ورکړی. د رعیت په توګه د خلکو وظیفه دا وه چی بی له له شکایت او اعتراض نه د شاهی فرمان اطاعت و کړی او ویی منې. 

د امیر عبدالرحمان نه وروسته چی د هغه زوی حبیبالله خان پاچاهۍ ته ورسیده، هغه هم د خپل پلار په څیر حتی د هغه نه ور زیات د ملت د حقوقو نه سرغړونه کوله او درباریی له وینځو او غلامانو نه ډک و. خو کله چی د امیر حبیب الله د مړینی نه وروسته د هغه زوی شهزاده امان الله خان پاچا شو، نو د هیواد د سیاسی استقلال له حصول نه وروسته یی د یوه مترقی افغانستان د جوړیدو په خیال کی شو. هغه دهیواد د چارو د ښه تنظیم د پاره ځنی  انتظام نامی یا (اساسی اصول) را منځ ته کړل، خو د هغه د واکمنې دوره هم د بیلو عواملو له امله چی ځنی محقیقین د هغه د واکمنۍ په سقوط کی د وخت د انګریز د دولت د سایس اصلی عوامل بولی او ځنی بیا د ا نګریز د دسیسو نه زیات د هغه خپل عاجل او بی وخته تصمیم ، بی له دی چی د هیواد او خپلو ولسونو ذهنی شرایط په پام کی ونیسی د داسی تغیراتو  رامنځ ته کیدو ته، اقدام کول د هغه د سقوط اصلی عامل بولی. هرڅه چی وو، خو د هغه د واکمنۍ لنډه او د پرمختګ د پاره دوره هم ختمه شوه، د حبیب الله کلکانی په دوره د ویلو د پاره څه اړتیا ممکن نه وی. تر هغه وروسته د محمدنادر خان د پاچاهی په لنډه دوره کی ممکن د حکومت کولو د پاره په څه نوو طریقو کار شوی وی خو بیاهم د تیرو پاچاهیو په څیر په فرمانونو روانه دوره وه، د هغه د زوی محمد ظاهر شاه په لومړیو کی د سردار هاشم خان چی د هیواد صدراعظم و د مطلق العنانی او شدیدی دکتاتوری دوره شمیرله کیږی او د ملی عناصرو له منځه تللو سره هم ملګری دوره وه. تر هغه وروسته د هغه بل ورور شاه محمود خان چی نسبت هاشم خان ته د نرم مزاج خاوند و ولسونو ته په حکومتی چارو کی څه نیمګړی حقوق ورکړل شو، خو کله چی د هغه نه وروسته د هغه وراره سردار محمد داود خان د صدرات چاری په لاس کی ونیولی، د هیواد د پرمختګ د پاره د تعلیم اوزده کړی په برخه کی هم د نارینه و او هم د ښځینه و د پاره ګټور کارونه سرته ورسیدل، د هغه د صدارت لس کلنه دوره هم په داسی بڼه پای ته ورسیده چی د محمد ظاهر شاه سره چی پاچا و، د ده د کاکا زوی او د خور خاوند و، مناسبات په بد بینۍ  بدل شول، خو د سردار داود تر استعفا وروسته دوره چی د دمو کراسې د دوری په نوم یادیږی، افغانستان د منتخبی ملی شورا او د منتخب حکومت لرونکی شو، افغانستان د اساسی قانون او تر هغه لاندی د نورو قوانینو په چوکات کی د ولسونو حقوقو ته پاملرنه وشوه، د مطبوعاتو آزادی منځ ته راغله، خلکو ته د نظر د اظهار حق ور کړل شو او په آزادانه توګه د حکومت په نیمګړتیاو باندی انتقاد رواج شو او په حکومتی چارو کی خلکو ته هم د مداخلی قانونی  حق ورکړ شو. دا دوره هم ډیره اوږده پاتی نه شوه او د نژدی لسوکالو وروسته د یوی نظامی کودتا په نتیجه د شاهی کورنۍ د غړی او پخوانی صدراعظم سردار محمد داود په مشرې په ۱۳۵۲ کال د سرطان د میاشتی په ۲۶ نیټه، دا دوره هم پای ته ورسیده او د مطلق العنانۍ بله نوی دوره د جمهوریت تر نامه لاندی پیل شوه. د جمهوریت د دوری د  اجرأتو ګټه یا تاوان لا ملت ته نه و څرکند شوی چی د شوروی پلوه چپی قوتونو له لوری په ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور په ۷ یو بله خونړۍ کودتا د افغانستان د خلکو د دیموکراتیک ګوند په مشرۍ تر سره شوه، اوبیا د بل وار د پاره د شخصی دیکتاتورۍ ځای ګروپې دیکتاتورۍ ونیوه، دموکراسی لغوه شوه، اساسی قانون له منځه لاړه، ملی ارزښتونه او ملی هویتونه لکه ملی بیرغ، پاسپورت، د  تابیعت تذکره او ځنوی نور لوی اوواړه د ملی هویت اجزاوی زیانمنې او تبدیلی شوی او په هر څه باندی د انټرنشلیزم ټاپی ولګول شوی، د قوانینو ځای بیا د هماغو زړو پاچاهانو فرمانونو ونیوه او ملت د هر فرمان په منلو بی له دلیل او منطق څخه مکلف و ګڼل شو. که څه هم د داکتر نجیب الله د واکمنۍ په وخت کی ډیر څیزونه بیرته را احیا شول خو وخت له وخته تیرو څه ګټه یی و نه رسوله. د نجیب د سقوط نه وروسته د جهادی تنظیمونو داسی دوره منځ ته راغله چی هرڅه له منځه ولاړل او ټول هیواد د جهادی تنظیمونو د خپل منځی جګړو په اور کی داسی و سوځیده چی حتی د پخوانیو آبادیو ټول بنیادونه و نړیدل،  اردو له منځه ولاړه او د هیواد ټوله ملی شتمنی په شخصی شتمنیو بدله شوه.
په دوی پسی طالبان د یوه نوی قوت په څیر راپیداشول، دمجاهدینو کمپله یی ورټوله کړه، د هیواد په شمال کی د دوی په مقابل کی د ځینو جهادی تنظیمو مقاومت لا روان و، خو طالبانو په داسی حکومت کولو پیل وکه چی د دنیا په هيڅ هیواد کی مثال شتون نه درلود، ښځې په مطلقه توګه د تعلیم او ټولنیزو کارو نه منع حتی بی له نارینه د کور نه دراوتلو نه محرومی شوی، د هلکانو مکتبونه هم ټول په دینی مدرسوبدل شو، ټول پخوانی قوانین ملغی او یواځی د حنفی فقی اصول د تطبیق وړ و ګرځیدل، د هیواد ټول کنترول د امرمعروف او نهی منکر په اداری پوری و تړل شول، د لاسونو پری کول، د سنګسار او رجم قوانین جاری شول، تصویر اخستل، موسیقی اوریدل، د رادیو او تلویزیون کارول ، د اوږدو ږیرو پریښودل او دی ته ورته نور ټول شیان یا منع او یا حتمی شول. امیر المؤمنین جوړ شو او هرڅه د هغه د فرمان له مخی تر سره کیدل.
دوی هم ډیر پاتی نه شول د سپتمبر د (۱۱) نيټی واقعه په امریکا کی د دی سبب شوه چی امریکا د دوی زعامت را نسکور کاندی اوپه ځای د خپلی خوښی اداره په افغانستان کی مسلطه کاندی، دی اداری سره نړيوالو په ملیاردونو ډالر مرسته وکړه خو یو داسی کار هم ونه شو چی د هیواد ملی اقتصاد او پرمختګ ته ګټه ورسوی، د فساد د پاره د شپږو لارو نه دروازی بیرته شوی او مرسته شوی پیسې ممکن له (۹۰٪) څخه زیاتی د چارواکو شخصی جیبونو ته تللی وی. دی دوری شل کال دوام وکه، قوانین جوړ شول خو یو هم تطبیق نه شو، جمهور رئیسانو فرمانه صادرول خو یو هم نه منل کیده، د دولت هر کارمند له ولسمشرنه تر چپړاسی پوری ټولو د قانون نه سرغړونه کوله او مطلقه انارشی په هیواد مسلطه شوه. له شلو کالو وروسته امریکا ځانته د قطر د مذاکراتو په نتیجه کی د پښو سپکولو لاره خلاصه کړه، او له هیواده په شرموونکی توګه ووتله او طالبان یی بیرته په افغانستان مسلط کړل.

اوس چی ورو ورو طالبان په هیواد کی بی له دی چی نړیوال ورسره سیاسی تعلقات و لری خپل حاکمیت تقویه کوی او سره له دی چی پوره واک ته لا هم نه دی رسیدلی ورو ورو یی د ډیرو غړو په سرونو کی د حکومت کولو پخوانی خیالات را ګرځی، کله په خلکو سرونه خرئي، کله د ږیرو اخطارونه ورکوی، حجاب خو حتمی خبره ده، موسیقی اوریدل، بند دی، د ملی بیرغ په وړاندی شدید عکس العمل څرګندوی او داسی په لسکونو نور کارونه.
خو زه د یوه داسی افغان په توګه چی د استبداد د هری بڼی سره په هر مقیاس چی وی او د هرچا له لوری چی وی مخالف یم او کرکه ورنه لرم، دې ښاغلو ته دومره وایم چی اوس نه نولسمه پیړۍ ده، نه شلمه پیړۍ او نه هم ستاسو د زعامت د لومړی دوران شپی ورځې دی چی تاسو به هر څه کول څوک نه خبریدل. اوس د انتر نټ دنیا ده، چی تاسو ور باندی هیڅ ډول کنترول نه لری، اوس د دنیا نه یو وړوکی کلی جوړ شویدې،  د هری کوڅې، د هرکور او حتی د هر نغري نه په ډیر کم وخت کی ټول جهان خبریدلی شی، او ستاسی هیڅ استبدادی عمل د چانه پټ او په پرده کی نه پاتی کیږی. نو زیار وکاږی چی د خپل وطن ټول ولسونه، د هیواد ټول نفوس نارینه او ښځینه د هسی انسانی ، اسلامی او افغانی اساساتو له مخی د ځان سره ملګری او را خپل کړی چی هم مو د نظام په تقویی کی در سره مرستندوی شی، هم د وطن په آبادۍ کی د ر سره غټه برخه واخلی، هم مو خپل خدای ته غاړه خلاصه وی او هم نړیوال په دی و پوهوې چی تاسو د عدالت، انصاف او د نورو انسانانو د نیک مرغې، هوساینې او دوستې سره نه یواځی داچی مشکل نه لری بلکی همدا مو  لوی هدف او ستره آرزو ده. باید وپوهیږی چی هر عمل عکس العمل لری که د خپلو خلکو سره د شدت، استبداد، زور زیاتی او خشونت نه کار واخلې ، نو څنګه دا تمه لرلی شی چی بیا دی هم تاسو ته درناوی او احترم ولری. نوی دنیا ده د نوی دنیا سره ځانونه اشنا کړی او د زړو خوبونو نه را ووځې، زمونږ خو تش وینا ده ، عمل په تاسو اړه لری. نوره مو خوښه ، خو ړوند هم یوکرت امسا ورکوی. د ړوندو له دنیا نه د بینا انسانان دنیا ته راشی او دبیا د پاره ځانونه د نورو د کرکې وړ مه ګرزوئ
. پای.‎