متلونه

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۲/۰۸
پوهاند محمد بشیر دودیال

متلونه (ضر ب المثل (proverb))
د متل پېژندنه او هغه ته ورته نور اصطلاحات

لکه څرنګه چې یو شمېر مفاهیم لکه متل، سیندګی، عامیانه فرهنګ، فولکلور، شفاهي ادبیات، عامیانه ادبیات، امثال او حکم، وجیزې او د لویانو خبرې یو بل سره ډېر نژدې دي او ځينې وخت یو بل سره په مترادف ډول استعمالیږی، البته متلونه بیا خپله د فوکلور اوشفاهی یا ولسی ادب برخه ده،  نو لازمه ده چې دا هره یوه په جلا جلا توګه تعریف کړو تر څو هره یوه په ښه ډول وپېژندل شي.

متل یا ضرب المثل:

د عربی ژبې له مثل څخه اخیستل شوی ده. په عربي کې د مثل، یمثل، مثولا – له ریښې سره رابطه لری  چې معنا یې ورته والی، دمثال واقع کیدو او بیلګه واقع کیدل، د یو شي مشابهت له بل سره. په قاموسونو(سیندګیو) کې څو نورې معناوې هم ورته لیکل شوي لکه: برهان او دلیل، مطلق دلیل، خبره، حدیث، پند او اندرز، نښه، صفت، قصه او داستان، ضربالمثل، تمثیلي داستان، سرمشق او له عبرته ډک سرګذشت.

متلونه هغه لنډی ویناوی دی چی  ډیری  نامتو، وزن لرونکی، له پند او نصیحت څخه ډکی، د حکیمانه مضمون لرونکی او د ولسی تجربو زیږنده وی او تشبه، استعاره، کنایه او د کلماتو روان والی، د معناګانو روڼوالی، ساده ګی او په خلکو کی یی عاموالی اوشهرت عمومی ځانګړتیا وی  او خلک  یی بی بدلونه یا په لږبدلون  استعمالوی.  لنډه دا چی:  متل هغه لنډه او مشهوره خبره ده چی  یو  حالت یا یو کار  له هغه  سره تشبه کیدای شی  او زیاتره وخت  په  ولسی  ادب کې له نصیحت څخه  ډکه بڼه لری  چی د عوامو دذهن  محصول او ددوی  د ژوند  عادی  تجربی دی.

داسې هم ویلای شو: متل هغه ډیره  ویل شوې او منل شوې خبره ده چې په هغې سره  دوهم حالت لومړی حالت ته، یعنې هغه حالت ته چې په دې وروستیو کې پيښ شوی وي او له هغه سره ورته والی ولري، او په متل ویلو سره تشبه شي.

په بله وینا: متل هغه لنډې  او زیاتره وخت موزونی جملې او خبرې دي چې په هغو کې حکیمانه مضامین او تشبېهات راغلي وي او د الفاظو د روان والي، د معنا د روڼوالي او د جوړښت د ښکلا له مخې په عوامو کې ډېرې مشهوره شوي وي او هغه دپېړیو پېړیو په بهیر کې، پرته له بدلون څخه او یا هم په ډېر لږ بدلون سره په خپلو ورځنیو خبرو – اترو کې په کار وړي. په دې سره یو څوک غواړي د خپلی مدعا لپاره دلیل او مصداق پیدا کړي یا موضوع په آسان او لنډ ډول مقابل لوری ته وښيي.

د فوکلور څیړونکی  متل ته د ګڼو وګړو د پوهې او عقل پایله او د  ولس منځ کې مشهوره شوی  نادره خبره بولي او د متل ولسی اړخ ته ډیر ارزښت ورکوي. د ولسی ادبیاتوځینی څیړونکی یې د پراخه پرګنود حکمت او فلسفې یوه برخه یا د یوې ټولنې د فکر زېږنده او د هوښیارو او تجربه لرونکو خلکو  نادره خبره بولي.

ټولنپوهان وايي: متل د لرغوني فلسفې نړېدلی او غورځېدلی ودانۍ ده، چې د هغې په کنډوالو کې حکمتونه موندل کیږي او دغه زرینې ویناوې د خپل لنډوالی او د معنا د روښانه والي او د تلفظ د آسانۍ په خاطر لاهم ژوندی او لا هم هېرې شوی نه دی. زموږ د متلونو موضوعات ډیر دي؛ له سوداګری نیولی، دجومات تر مسایلو، زده کړه، تولنیز روابط، مړی- ژوندی، کر- کیلی او ګڼ شمیر نورو ساحاتو کی زیات شمیر ځانګړی متلونه لرو، چی دا زموږ د خلکو د احساساتو، افکارو، دود – دستور، عقایدو او انګېرنو یوه بشپړه هنداره ده. دیوه ملت د متلونو پېژندنه لکه د هغه ملت د فرهنګ او کړو- وړو د پېژندنې په شان ده.

   متل ته په آلماني ژبه (spichworter)، په یونانی کی ورته( paroemia)،  په مجارستانی ژبه ورته (kozmondas)، په لاتینی ورته (proverbiur) او په انګلیسی  کی ورته (proverb)، په جاپانی کی ورته (koto-waza، په ترکي کې ورته ( atalarosozu) ، په سویډني ژبه کی ورته (srdospark) ، په آسپانیایي کی ورته lefrall او د ختیز ګرجستان په ژبه ورته (qudoza ) وایي.

یوې لنډې وینا ته هغه وخت متل وایو چې دغه درې ځانګړتیاوې ولري: لنډیز ، د معنا سموالی او غوره تشبیه. یا: په لفظ کې ایجاز، کلکوالی، د معنا سموالی، غوره تشبیه او پخه کنایه.  په عوامو کې یې  شهرت او مقبولیت بله ځانګړنه ده.

 امثال او حکم او متل سره یې توپیر

دا هغه له پند او حکمت څخه ډکې  لنډی د روښانه معنا لرونکی خبرې دي چې  د خلکو په منځ کی ډیری رواج دی او هره یوه یی له عبرت څخه ډکه خبره وی، خو د متل په پرتله لږ څه تفصیلی دي او تقریباً د یوې لنډې کیسی بڼه لري.  په دی توګه امثال او حکم  د متلونو یو بل تعبیر کیدای شی . دې ته فوکلوریستان د متل په اندازه اهمیت ورکوي او په ولسی – شفاهی ادب کې یې شمیري.

متل پیژندنه او څیړنه  ژوره فرهنګی او تاریخی  موضوع ده،   د هغی  څیړنه  د یوی نوی  ساحی په توګه هم تر بحث لاندی  راتلای شی، چی  تر اوسه پوری موږ  د افغانی متلونو موضوعی  مسایل نه دي څیړلی.

ډیرو ژبو؛ بیا په دري، ازبکی او پښتو کې ډیر متلونه شریک دی، دلته یې یو څو بیلګې راوړو:

 دیوالونه هم غوږونه لري = دیوالها موش داره، موشها ګوش داره..

زه ساده ،ته حرام زاده. = مه ساده تو حرامزاده.

بد بوټی بلا نه وهی = بده بده بلا نمیزنه. …

پیاز دې وي په نیاز دې وي = نان و پیاز، به پیشانی باز.

دوه پاچایان په یو تخت نه راځي = دو شیر دریک قفس  جای نمیشه.

د غریب غاښ په حلوا کې ماتېږي  =  دندان بی طالع در حلوا میشکنه

ړوند یو وار امسا ورکو = کور فقط یکبار عصایش را ګم میکند.

كه غر هر څومره لور دي خو به سر ئ لار لري = کوه هم ده سر خود راه داره

دغه ګز دغه میدان .

 خرهغه خو کته یې بدله ده .= خر همو خر است، پالانش عوض شده..

یو انار او سل بیمار = یک کشمش صد قلندر…

۸۹ـ هم خرما او هم ثوابه.

 همدا دیګ او همدا شلغم  = امو دیګ ، ام شلغم

از ګپ ګپ میخزه = له خبرو خبرې پیدا کیږی.

عجیبه ده چې آن یو شمیربهرنیو ژبو کې ځینی متلونه یو بل سره ورته والی لری. په چینایی ژبه کې ډیر داسې متلونه شته، چې زموږ په دري  او پښتو ژبو کې کټ مټ  معناوی لری او همداسې په انګلیسی کې. مثلاً په انګلیسی ژبه کی یو متل دی چی وایی:

Much coin, much care!

ددی  معنا  داده چی څومره پیسی لری، هومره محتاط  وی، خو  په پښتو، ازبکی،  او دری کی موږ  داسی متل نه لرو، نو ددی  معادل متل  دا سی  غوره کولای شو چی:

(برف هر کس به اندازی بامش)

د هرچا واوره د هغه د بام په اندزه ده.

ګڼ  شمیر  متلونه زموږ د تاریخی  هیواد  د ټولو وروڼو قومونو ګډ  مال ګرځیدلی دی او  ټول په یوشان سره د خپلی دغی فرهنګی پانګی  د عالی  منځپانګی په اړه ویاړ کوی.   دا چی  د هری  ژبی  شفاهی  ادب  یا د شفاهی ادب  یوه برخه څیړل کیږی، نو په حقیقت  کی د افغانستان  ملی – ګډو  افتخاراتو ته  د خدمت په لاره کی یو ګام اوچتیږی. پخوا د وخت د اطلاعاتو او کلتور وزارت  او دعلومو اکاډمی د فوکلور او شفاهی ادب؛ او بیا په دې کې د متلونو او لنډیو برخه کې د قدر وړ کارونه کړي وو،  متاسفانه اوس زموږ د کلتور دغه ژوره شتمی یا هیره ده، یا ورته  پام نه کیږی. حال دا چې متلونه، بیا شفاهی ادب، زموږ دملی هڅووب او آن د ټول  بشریت د بډای فرهنګ یوه برخه ده  او وی به.