د اپه گانیت «افغانیت» ثبوت

د لوستونکو شمیره : 1733

۲۰۲۱/۱۲/۲۰
پوهاند محمد بشیر دودیال

د اپه گانیت « افغانیت » ثبوت
(یوه لنډه تاریخی کیسه)

 موږ (د آرین پښت) هیڅکله په ځان نوم نه دی ایښی؛ دا نور دي چې د دغه پښت میړانې ته ګوته په غاښ او بیا یې ورته « آپه ګان » ستر میړني ولس نوم ورکړی او بیا د عربو او عجمو په خوله دغو افغانانو د خپل افغانیت ثبوت په ریښتیا هم ورکړی!

په ۱۸۳۹م.  کې سره له دې چې د هندوستان (د سرو مرغۍ ) د انګریز په ولکه کی وه، خو د آسیا په زړه کې لا د آزادۍ او بهادرۍ وینه په جوش وه او انګریز په دې پوهېد  چې دغه زړه ټولې آسیا او په تېره هندوستان ته د آزادي ژوند وربخښي. دوی ته په دې هکله د افغان- انګلیس د لومړۍ جګړې ناکام یرغل هم د عبرت درس و، نو په دې کال یې په بربنډه توګه زموږ پر وطن یو ځل بیا د بلوسېدو هڅی پيل کړی. دوی تر ۱۸۴۱م. پورې په راز راز پلمو غوښتل زموږ باتور ولس ښکېل کړي. په پای کې؛ سره له دې چې انګریزانو افغانی ملی مشران، دولتی مخورین او لارښوونکي په هر لوري خواره واره کړل، مګر  ولس په خپل نوښت د تاریخ په سلګونو ګُمنامه قهرمانان او سپاهیان مخته کړل او د انګریز د ایستلو هوډ یې ترسره کړ.

***

… تیر منی و، د لوړو چنارونو پاڼې ژیړې اوښتی وې، لکه د بنګالي پیغلو په شان چی د ګډا ژيړ اتلسونه یې اغوستي وي او نرۍ نرۍ وږمې یوه شیبه په کرار نه پریښودې. لکه د هر مني په شان د کابل د سین اوبه خړې اوښتی وې. لکه چی د سین غاړو ( د موج خیزی ) موسم ته تیاري نیوله؟!

د سین دوو خواوو ته د ذولفقار کلا، ظریف خان کلا، چنداول، باغ قاضی، تخته پُل … په خپلو لوړو برجونو، تیرکش لرونکو دیوالونو او سنج لرونکو بلیو سره د تاریخ د عظمت او د خواجه صفا د ابهت د نښې په توګه په خپل زړه کې پټ توپان درلود.

د ماښام لړه په خورېدو وه چی عبدالله خان اڅکزی، امین الله خان نایب لوګري، امام بِردی ازبک او دوست محمد غلجائی د باغ نواب سیمې کې د نورو ملی او ولسی مشرانو د راټولیدو په تمه ناست وو. له نږدې جومات څخه د « الله اکبر» او ورپسی لږ څه هاخوا د څو کسو دګامونو غږ د دوی خبرې و وشلولې. دوی سمدستي د لمانځه په نیت پاڅېدل. دغه څو نوي کسان چې راورسیدل؛ دوی آغا حسین  قزلباش، عبدالعزیز سلیمانخیل او میر آفتاب عاشقانی عارفانی وو. دوی په څو صفونو کې اقامت وکړ او د لمانځه څخه وروسته یې د الله (جل جلاله) دربار ته د سولې او پر انګریز باندې د بري د دُعا لاسونه اوچت کړل.

د شپی په پخیدو سره څه د پاسه اویا تنو د مبارزینو او ننګیالیو مشران را ټول او له انګریز څخه د هیواد د پاکې خاورې د آزادۍ نقشه یې جوړه کړی وه. د دوی لومړنی کار دا و چې انګلیس مکناټن ته یې ګواښلیک وسپاره، همدا و چی په دوه- درې ورځو کې د ښار هټی وتړل شوی، د پُلخشتی جومات کې د غزا اعلان وشو، ټولو ښاریانو د پرنګیانو د شړلو ملا وتړله. د ژمي لومړۍ واوره لکه د پاغوندو د پنډوسکو په شان ورو ورو د ځمکې پر مخ خپل سپین څادر غوړاوه چې انګریزی لښکر په بالا حصار کې د ویرې یخنۍ نیولی و. ننګیالیو په لږو ورځو کې یو بشپړ ولسي لښکر جوړ کړ. په بالا حصار کې د پرتو پرنګي جنرالانو واڼې وتښتېدې. لوی پرنګی مکناټن په منډه له بالا حصار څخه شیر پور ته وتښتېد، هلته خپلې لویې چوڼۍ ته ورغی، کله چې ننګیالي په دې وپوهیدل چی انګریزان د مقاومت نیت لري، نو پر هغوی یې ناتار پیل کړ. جنرال چارلس او جنرال برنس ووژل شول، دجنرال کمپیل د لښکر اوه سوه تنه په یوه ورځ کې له منځه ولاړل او په خپله کمپیل ژوندی ونیول شو او له نیول کیدو سره سم یې د اسلام کلمه پر ژبه جاری کړه،   بریګیډ یرشلتن هم د تېښتې لار غوره کړله …

میړنیو ننګیالیو د دښمن د ناموس د بچ پاتې کېدو لپاره هغوی ته خبر داری ورکړ چې خپل ماشومان او تور سرې په امن او امان له بالا حصار څخه وباسي.

د افغانانو دغه حرکت انګریزان او دهغوی تور سرې هک پک کړل. هغوی او د هغوی تور سرو چی پخوا هم د افغانانو د ناموسداري، همت او میړانې خبرونه اوریدلي وو، اوس یقینی شول چې دغه باتور قوم په خپلو خصلتونو کې د دنیا ممتاز قوم دی. هغوی پوهېدل چې افغانان د ترُحم او زغم لرونکي خلک دي. مګر که زور ورسره وچلول شي، نو بیا ځمکه په دښمن سور اور ګرځوي! او دې خبرې میرمن سیل د چورتونو په دریاب لاهو کړی وه …

د میرمن سیل د سترګو تنابونه له بالا حصار څخه تر شیواکیو، زنده بانانو او بینیحصار پورې غځیدلی وو او په دې کې به یې کله کله د ننګیالیو د ( الله اکبر) غږونه تر غوږ شول. سیل که څه هم انګریزه وه او د خپل پوځ د تیري او بې شمیره ظلمونو شاهده وه، مګر بیا هم یو داسې اثر پرې غورځیدلی وو چې هکه پکه پاتې وه. د هغې سترګې د ساپیو د غرونو پر څوکو، شاخ برمته  او شیر دروازه پریوتې وې او د افغان ملت برَم او شوکت ورته همداسې هسک برېښـېد. درې ورځې وروسته بالا حصار ته خبر راغی چې د انګریزانو قشلې په سیاه سنګ کې ماته خوړلې ده. په همدې مازیګر انګریزي جنرالان خبر شول چې افغانانو قندهار او غزنی کې هم انګلیسیانو ته خبر داری ورکړی، چی د دوی پاکه خاوره پریږدي او د افغانانو آزادي او استقلال په رسمیت و پیژني. مکناټن ته بله لار پاتی نه شوه دا یې ومنله چی  ننګیالیو سره خبرو ته حاضر شي.

د ۱۸۴۱م.  کال د دسمبر په درویشتمه ورځ چې د کابل پر غرونو د واورې سپینه بړستن خوره وه، د پرنګي لوی لښکر دهغو له سوونو  توپونو او وسلو سره په سره تبۍ ناست و. تر دې وخته پورې انګریزانو توده جګړه کې څوڅو ځله ماتې خوړلې وه، خو یواځې د سیاسی نیرنګونو او پستو خبرو په زور یې لا پښـې په کابل کې ټینګې کړی وې. د ننګیالیو مشران د محمد اکبر خان په لارښوونه له مکناټن سره د لیدلو په خاطر په بی بی مهرو کې د هغود چوڼیو پر لور وخوځیدل. له مکناټن سره د هغوی خبرې د اوسنۍ اماني لیسې او راډیو- تلویزیون تر منځ سیمه کې وشوې. انګریزانو په ښکاره یو څه ویل، مګر په پټه یې غوښتل چې د پنجاب څخه دوی ته نوی مرستندوی لښکر راورسیږي او یو ځل بیا د افغانی ننګیالیو د توري په وړاندې خپل توپونه او زغرې و آزمایي. انګریزانو د ځنډ او خنډ په مقصد راز راز پلمې لټولې. د دسمبر په څوارلسمه نیټه یې افغانی مشرانو ته ویلی وو چې موږ غواړو زموږ نهه زریز ایسار شوی لښکر او دانګریزي جنرالانو کورنۍ له بالا حصار څخه بي بي مهرو ته ولاړ شي. میړنیو مشرانو د هغوی دغه نتواتې ومنله. سردار سلطان احمد خان ته دنده وسپارل شوه چی دغه لښکر او په هغو کې انګریزۍ  تور سرې د کابل د ننګیالیو د تورو له ګوزار څخه په امن – امان تر بی بی مهرو ورسوي، خو کله چې افغانان د انګلیس په دغو حیلو او نیرنګونو و پوهېدل، نو له پنجاب څخه د نوي لښکر تر را رسېدو او د دوباره صف آرایي تر مخه یې هغوی د تورې په زور له وطن څخه ایستلو ته اړ کړل.  د ۱۸۴۲ د جنوری په شپږمه ټول هیواد کې د آزادۍ غوښتونکو قیامونو د انګلیسانو اوولس نیم زره کسیز لښکر او په سلګونو درانه توپونه او ټوپک اړ کړل چې کابل پریږدي.

 وروسته بیا میکنزي او لارنس ولیکل: «میړنیو افغانانو د انګلیس تور سرې او بوډاګان په پت او درنښت وساتل …» او کومه ماشومه نجلۍ چې د خورد کابل په لاره کې د انګریزانو له کورنیو څخه پاتی شوې وه، هغه مبارزینو د نواب محمد زمان خان کور ته وسپارله. نواب صاحب هغه د خپلې لور په شان وساتله او بیرته یې انګلیسانو ته ورستنه کړه.

په دې توګه ریښتینو او میړنیو افغانانو تل د خپل « آپه ګانیت » ثبوت ورکړی، نورو منلی، اعتراف یې پرې کړی او د ویاړ نومونه یې پرې ایښي دي.  دجنرال میکنزی او لارنس د لیکلي تاریخ یوه کیسه په همدغو ټکیو لیکل شوی ده.