خبردار!
د لوستونکو شمیره : 0
خبردار!
پـرونـۍ مـیــنه په کــرکې شـــوه بـدله
یارویشـتلی يار په زړه دی په څو ځله
تیر وتنه له هرچا کیږی کوم وخت کی
تا به هـم کړې وي نور ګَـرَمـوی څله؟
د غـرور په نیلي سـور کلی کی کرځی
دا کار ښـه دی چی یی ته کوی پاګله؟
ته د کوم کمال خاوند یی چی نور نه دي
ته چی نه وی دا جـونـګـړه چا ســاتـلـه؟
چی ذلـت د نورو غـواړی ذلیـل کـیږی
ځان دی و سـاته له دی حا لـت پخـپـله
کوم هدف چی حاصلیږی په نیـکۍ کی
په نـفـرت نه راِځـی لاس ته زما ګـلـه!
دغه لار ځـی جـهـنُـم ته خــبردار شـه
و به نه رسـی په دې لار تـر کــابـلـه
کړه په میـنه کلیوال د ځان مـلګـري
درنَــوَی، څـلـه پـه زور د نـفــرتـلـه؟
دسمبر/۲۰۲۱/۰۵
ایجکس – کاناډا