د روغې هیله 

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۱/۱۲/۰۷
انجنیر سلطان جان کلیوال

د روغې هیله 

زړه کی می سل رنګه ګیلې دی خو کولی نه شم 

وایم چی هرڅه به زغمــمه، خو زغـمـلی نه شم

ځکه می خولې ته څه خـبری ګـډې وډې راشـی 

بیـا پری خــپه یــمه خــو تـلـلې سـتـنـولې نه شم

زما په زړه خـو ته پوهيــږی چی کـیــنه نه لـری 

زه سـتا په څیر کرکه کـینه زړه کی ساتلی نه شم

پرون تیرشـویدی په ټیر کی ژونـدون کله کیـږی 

زه نن کی ژونـد کـوم پرون ته ســتـنـیدلی نه شم

تا زه بـخـښــلی وم پرون او ما وي ته بـخـښــلـی 

زه ســتا په څــیر خپـلو عـدو نه تـیریـدلی نه شم

که په ما سل ظلمونه سرپه سرشی، هم دی وشئ 

خـو زه یـو ځـل هـم په بل چا ظالـم کیـدلی نه شم

ما او تا دواړو رب ته ايښـی د تسـلیم ســجده ده 

که ته مـنکر نه یی ، زه هـم مـنـکـریـدلی نه شم

راځه چی روِغــه سـره وکړو کلـیوال شو سـره 

ځو به په ګــډه مـخ ته دواړه ځانتـه تلـلی نه شم

دسمبر/۴/ ۲۰۲۱

تورنتو – کاناډا