ضرورت

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۱/۱۱/۲۸
انجنیر سلطان جان کلیوال

ضرورت

ســتړی کـړی دی حالـت یـم ، یـو بـدلـون ته ضـرورت دی
شـوه د عشق کیسه بی خونده، بل مضمون ته ضرورت دی

خـصــلـتــونه بـدل شــــوی، مـشــران ژاړي هــدیـرو کـــی
چی خــرڅ نه شـي په پـردیـو، دي پښـتون ته ضرورت دی

پــه خـنـــدا خـنـــدا چـی دارتــه ، وي روان د حـــق د پـاره
د منصــورغوندی بل مست تـه، بل مجنون ته ضرورت دی

چی کــږې لارې ســیده کــړي، د پیـړیـو کــوږ کـاروان  ته
یـــو لارښـود ته ضرورت دی، یـو سـمون ته ضرورت دی

د آدم «ع»  لـــه زمـــانې نـــه، د نیــکۍ او بــدۍ جــنــګ دی
چــی کـړې بیلې دا لـښـکـرې ، یـو بیـلتـون ته ضرورت دی

یــا چــی دا دښــمنـې ډلـې، ســره کــیــږدی حــق ته غـــاړه
یــو ښــونځی ته ضـرورت دی، پوهــنتون ته ضـرورت دی

کلــیـوال  چـی انسـان جـوړشـــي او شـــي بیــل له ځـــناورو
یــو (قـلـم)  تــه ضـرورت دی، (کتـابتـون) ته ضرورت دی

نومبر/۲۴/۲۰۲۱

ایجکس – تورنتو – کاناډا