شربت ګُلې ته په ایټالیې کې پناه ورکړله سوه

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۱/۱۱/۲۷
ژباړن: سیدال هومان

© songchangbing/Imaginechina/AP

د ایټالیا د حکومت د مطبوعاتی دفتر د یوې خبرپاڼې له  مخې، د ایټالیې  لومړي وزیر ماریو درَګي ، هغی  نجلۍ ته څې انځور یی په ۱۹۸۵ کال کې  د نشنل جیوګرافیک د مجلې  پر پوښ خپور سوئ وو  او وروسته مشهوره سوه، د کډوالې مرتبه ورکړه.

© د  ۲۰۱۶ کال په دغه انځور کې یو پاکستانئ کتاب پلورونکئ د نشنل جیوګرافیک هغه ټوک ښیی
څې د شربت ګلې په انځور ښکل سوئ دئ.
ب. ک. بنګښ/ اسوشیتد پرس

د  شربت ګلې ډیر ښکلئ انځور په ۱۹۸۴ کال کی، څې دا پښتنه یتیمه د دولسو کلو وه د افغانستان او پاکستان په پوله دکډوالو په یو کمپ کی اخستل سوئ وو او یو کال وروسته خپور سو. گُله څو لسیزی وروسته څې چا د هغې نوم نه پیژاند وموندل سوه څې په پاکستان کې یی ژوند کاوه.

ګلُه  څې اوس   د  څلویښتو كلونو  په وروستیو كې  ده،  د ایټالیې د لومړی وزیر د دفتر له راپور سره سم، روم ته راغلی ده..

د ښاغلي درَګي د دفتر خبر پاڼه وایی څې:”عکاس ستیف مک کیوری  Steve McCurry دې خیر یوسی څي  د ۱۹۸۵ کال نه یو کال مخ کې یی د دغې ډیرې ځوانی نجلی انځور د نشنل جیوګرافیک د مجلې د پوښ دپاره د پیښور د کډوالو په کمپ کې واخیست او “شربت گلی” نړیوال شهرت تر لاسه کړ. ان تر هغه ځایه  څې د افغانستان د تأریخ په دغه پړاو کي هغه د کړاونو او ستونځو  او  د  هر څه څې د افغانستان خلکو ګالل، په سمبول واوښته.”

©د شربت ګلې دغه انځور د ۲۰۱۶ کال د نومبر په میاشت کې د افغانستان په کابل کې اخستل شوئ شوی دئ

اعلامیه نور بیا وایی:” د تیر اګست د پیښو نه وروسته[د طالبانو راتګ،س.ه]، د مدنی ټولنو او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د فعالو غیر انتفاعي ټولنو د غوښتنو په پایله ، د شربت ګُلې درخواست څي د خپل ټاټوبی د پریښودلو لپاره یی کومک  غوښتئ وو، را ورسید او صدر اعظم،  په خپل مسئولیت، ایټالیی ته د هغې د راوستلو بند او بست د یو پراخ پروګرام په ترځ کې تر سره کړ  څې  د دولت د پلان سره سم  د افغانو  اتباعو  د ایستلو  او د هغوی د منلو او  ادغام د محدوداتو په چوکاټ کې  دئ.

سی ان ان د ایټالیا له حکومت څخه پوښتنه کړې چې ایا د  ګُلې کورنۍ ته هم د کډوالۍ اجازه ورکړل شوې که نه؟ خو تر اوسه یې ځواب نه دی اوریدلی.

په ۲۰۱۶ کې  مک کیوری د عکس په هکله  سی ان ان ته داسې کیسه وکړه:” زه پوهیدم  څې هغی یو ه بیسارې ښکلا او غیش ویشتونکئ نظر لري.  خو زموږ شاوخوا د خلکو ګڼه ګوڼې وې، دوړې شاوخوا تاو شوې وې، او دا د ډیجیټل د کمرو نه  وړاندې وه او تاسو هیڅکله نه پوهیږئ چې د فلم سره به څه پیښ شی.

مک  کیوری وویل چې د فلم له پریولو وروسته .  هغه پوه شو. چې انځور ځانګړی دی.

هغه زیاته کړه : ” ، کله څې ما دا انځور د نیشنل جیوگرافیک ایډیټر ته ور وښود، هغه په دوو پښوټوپ کړ او چیغه یې کړه چې”دا  د مجلې  راتلونکی پوښ دی. “

(یادونه: “کله څې په ۲۰۱۴ کال کې شربت ګله په پاکستان کې را څرګنده سوه ځان یی  هغه مهال پټ کړ څې پاکستانی  مقاماتو پر هغی د جعلی پاکستانی تذکری د پیریدلو اتهام ولګاوه او هغی ته یی د اخراج امر ورکړ . شربت ګله په الوتکی کې کابل ته ولاړه او د جمهوری ریاست په ارګ کی د جمهور رئیس له خوا ورته د یوی میلمستیا په ترځ کی د یو نوي آپارتمان کلی ورکړل سوه. س.ه. )