رادیو

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۱/۱۱/۲۳
پوهاند محمد بشیر دودیال

رادیو

له هغه وخته چې زموږ کلي ته یو زوړ پنجالی موټر تګ- راتګ پیل کړ، د هغه په رارسیدو به ماشومان د هغه شاوخوا ورټول شول، ځینی به ورڅخه وېرېدل، ځینو به له لیرې ورته کتل، ښځې به په بامو وختلې او په حیرت به تللې وې. له دې سره یو ځای ورو ورو د کلي په ډېرانو کې دپلاستیک ټوټه، یو نیم د وسپنې قوطی، ښیښه یی مات بوتل یا د کاغذ ټوټې پیدا شوې، نو دا ټول  زموږ کلي کې لومړنی  “عصري او ښاري مصنوعات “وو چې کلیوالو ته څه چې آن چرګانو، پیشوګانو او سپیو ته هم عجیب ښکارېدل. کله به چې د کلی چرګانو ډېران کې خلپلې کولې او په پښو به یې یونیم پلاستیک یا ښیښه ولګیده، کټ کټ کټاس نارو به یې کلی په سرواخیست. ورو ورو چرګان او د کلي خلک له دې شیانو سره بلد شول. ماشومان هم دې شیانو سره بلد شول، یو نیم به یو مات بوتل راپورته کړ دهغه په غاړه به یې تار وتاړه، له هغه به یې غوا جوړه او پرزمکه به یې کشوله. بل ماشوم به که کومه د وسپنې ټوټه یا کاغذی قوطی وموند، نو یوبل سره به په جنګ شول هرچا به چې ترلاسه کړ ویل به یې دا زمابکس دی کور کې یې ږدم. کلیوالو ډېر څه نه و لیدلی او نه یې پېژندل. دوی به خپل ډیر ضروري شیان د کلی  له یوه ابتدایی دوکان څخه رانیول، یابه لسو-شلو ورځو کې یو قوال یابنجاره راغی څادر به یې د یوې کلا سیوري ته وغوړاو؛ رخت- مخت، تارو ستن، انګشتانه، مرۍ، رانجه مانجه، سلایی او نور بلاوبتر به یې رابرسېره کړل، ښځې به ورټولې وې. دا ساعت به کله کله راغی او د کلی په ښځو او ماشومانو به جوړ اختر و.  زموږ دکلی اوقي هټیوال به اونۍ کې یوه ورځ ښار ته ته او تیل، مالګه، ګوړه او اورلګیت به یې راوړل. صابون کلیوالوپه خپله جوړول. ښوره به یې د کوم مړ شوی څاروی وازګی سره ګډه او هغه لشتیک به یې پکې واچول چې له کوچیانو یی اخیستی و، بیا به یې یوڅه ایره هم ورسره کړه او اور به  یې ورلاندې کړ، یو شی به ورڅخه جوړ شو، چې دوی دصابون کار ورڅخه اخیست.خو عجیبه ده چې پوره د صابون کار یی ورکاو. زه اوس هم حیران یم چې دا به څه ترکیب و؟

په کلي کې چا پرته له همدې یوه موټر څخه  نور وسایل لکه ټرکټور یا سایکل یابل څخه نه وو لیدلي. ورو ورو هغه پخوانۍ دتیلو ډیوې هم بدلې شوې او الکینونه راغلل. په بل ګام کې یو دوو کسانو ساعت هم په لاس باندې تاړه چې خلک به ورته حیران وو. زموږ یو دوو کلیوالو به د برېښنا او اشتوپ کیسې کولې، نور به ورته حیران وو. میراجان چې اشتوپ لیدلی و، نو ویل به یی:

  • هلکه اشتوپ لوګی نه کوي، نه بوټي او لرګي غواړي بس آسانه؛ کوټه کې یې هم لګولای شی اورلګیت ورته که بربربر لمبې درته کوي! توبه زوی یې مړ کې عجیبه زمانه شوه!

***

منی و.  وروسته تر ډېرې مودې مې پلار ښار ته ولاړ. دوه- درې ورځې تیرې شوې. زما پلار ښارکې څو دوستان لرل، په یوه کاروبار کې ورسره شریک شوی و. کله به مې چې پلار وروسته تر څو څو ورځو ښار ته ته، زما د نیکه به اندئښنه وه، تر ډیره به یې ورپسې دُعاوې کولې. پلار مې درې ورځې وروسته له ښار څخه راستون شو.  له تېلو، مالګې، ګوړې، یودرجن پیالو او یوه نوي مسې دیګی سره یوځای یې دوه د صندقونو په شان درانه پيټي هم راوړل. کله یې چې دا ټول په کلا رادننه کړل، نو د مازیګر د لمانځه وخت و، لومړی یې لمونځ وکړ. زما ډېره بیړه وه چې وګورم چې پلار څه راوړي دی. کله یې چې سلام وګرځاو، پلار ډېر ستړی ښکارېد. دعا یې وکړه او جاینماز یې ټول کړ. موږ ډیر خوشحاله وو، دوه سترګې مو غوټو اوپېټو ته نیولې وې. هرکله به چې پلار له ښار څخه راته موږ ته به یي پتاسې یا نُقل راوړل. دا ډول میوه د کلی هټۍ کې هډو وه نه. موږ ماشومان د پتاسو، نُقلواو نخودو په تمه وو، خو پلار ډېر بی تفاوته و. کله یې چې دمه لږ جوړه شوه، نو د غوټو په پرانیستو یې پیل وکړ. مور مې هم ډیره خوشحاله ښکارېده. پلارلومړی د تېلو ټیم رامخې ته کړ، مور مې ژر اوچت کړ او د اوړو له خټین کندو سره یې کیښود. بیا یې د ډبرې په شان غټه مالګه د میچنې خواسره کېښوده چې سبا  مې مور  هغه میچن کړي، داسې څه نورې غوټې موټې هم وې، خو موږ دغه دوو صندقونو ته کتل چې دا به څه وي؟ په دې کې مې پلار په ډېر احتیاط د هغو په پرانیستو پیل وکړ. مور مې په اریانتیا و پوښتل:

دا څه دي؟

پلار مې خوشحاله انداز کې په کلانکارۍ ځواب ورکړ:

  • دا راډیو ده !

راډیو؟

  • هو!

زموږ خولې له تعجبه خلاصې پاتې وې. پلار مې یو ځل بیا ځان جوړ کړ او په ډېر اتیات یې د یوه کارتن سر خلاص کړ، دهغه له منځه یې نوې رادیو را وکښله. باډۍ یې توره او مخه یی سپینه ځلېده. دوه ګوټکونه او شپړ غاښونه یې لرل. پاس خواته  یې یوڅراغ درلود، ماګڼله چې دا یې سترګه ده موږ ته ګوري. ورپسې یې دوهم صندوق پرانیست، هغه نو ډېر دروند و. هغه کې یوه لویه څلور کونجه بطرۍ وه. په یوه اړخ کې یې څلور کوچني سوري لرل. پلار مې د راډیو مزی ورسره ونښلاو، یوبل اوږد سیم یې د بام ژۍ پوری وتاړه او د هغه سرپورې یې دوه – درې متره جالۍ ډوله آنټن غوټه کړ. راډیو یې چالانه کړه. زموږ خولې له خوشحالۍ او اریانتیا خلاصې پاتې وې.

په هغه سبا ټولو کلیوالو زموږ کورته اریان اریان کتل. دبام پر سر دوه-درې متره آنټن له لری ښکاره کېد. دشپې ډېرو کلیوالو زموږ د راډیو غږ اورېدلی و. د خلکو مبارکي هم هېره وه، خو موږ ته یې اریان اریان کتل، دوی حیران و چې راډیو کوم زمکنی شی دی چې مبارکی یی وویل شی؟؟ ځینې ښځې به راغلې د سُنډې چکن شوي دسمال څنډه به یې پورته کړه رادیو به یی کتله، دوی به مې مورته ویل چې یوسات هغه ورته وغږوي، خو راډیو به د ورځې نه چالانېده او نه مې مور دهغې په چالانولو پوهېده.  میاشت تېره شوه. د کلي نارینه هم په دې ارمان و چې راډیو وویني. بله ورځ زموږ کور کې لاندی وشو. ټول کلیوال مو را میلمانه کړل. خلکو په درناوي زما پلار سره روغبړ کاو، یو نیم به د لاندي مبارکي ورکوله او د مېلمنو کوټه کې کیناستل. کله چې ماښام ډوډۍ وخوړل شوه، پلار مې د ښار کیسې شرو کړی. اول یی وویل:

  • په جاده کار روان دی، غلام مامدخان ویلی چی په یوه کال کی به جاده جوړه شی…

کلیوال حیران وو چې جاده څه ده او چې جوړه شی، خلک به څه پې کوي؟ خو هیچا پوښتنه نه کوله چې جاده څه شی دی؟ دا وخت می پلار لاس اوږد کړ او په تاخچه کې ایښودل شوې راډیو څخه یې دسمال پورته کړ او هغه یې چالانه کړه. کلیوال هک- پک وو. راډیو د ویتنام د جګړې خبرونه اورول. پلار مې په دې خبر ډېر غمجن ښکارېد. هغه ړومبنۍ خوښي یې هېره کړه. کلیوال ټول چُپ وو. لږ ورسته یې رادیو غلی کړه. کلیوالو چې زما دپلار خپګان ولید، نو ویی پوښتل:

حاجی صیب دا یې څه وویل؟

  • په ییتنام کې جنګ دی.  ییتنام نیمه دونیا ده. هلته ډېر مخلوق قتل شو، جګړه لا روانه ده… ییتنام کې غټې غټې ګولۍ ویشتل کیږی بمونه یې بولي… ییتنام … یتنام…

کلیوال هم خپه شول چی ولی د خدای مخلوق قتل کیږی؟ د لاندي خوشحالی هیره شوه. یو چا وپوښتل:

دا ییتنام کې خلک ولې جګړه کوي؟  دوی څه بلا وهلي؟

پلار مې ورو وویل:

  • بس هسې روزګشتګی. بلا چې نازله شی همداسې وي !  نیم مخلوق تباه شو، هسې خوشې…. هلته یوه لویه کربلا جوړه شوی… ییتنام…روزګشتګی ….

او خلکو توبه ایستله؛ خدای (ج) دې په چا داسې بده روځ نه راولي…

په هغه سبا په کلي کې هرچا زموږ د راډیو په هکله خبرې کولی، ټول دې نوي شي ته حیران وو. پلار به مې پرلاره، پیتاوي، جومات، د میلمنو کوټه او هرځای کې د ویتنام د جګړې خبرونه خلکو ته ویل او خلکو به له دې بدې ورځې توبې ایستلې. هرماښام به زموږ نږدې ګاونډی غوږ غوږ و چې زموږ د راډیو غږ واوري. پلار به مې دشپې هم راډیو اوریده او سهار به چې کله له لمانځه راستون شو، نود راډیو قرائت ته به غوږ و. کله به چې د راډیو قرائت خلاص شو، نو بیا به یې خپلې تسپې را کښلې او ترځنډه به یې وظیفه کوله. دکلی  هلکانو به ماته په حسرت کتل. په دې توګه دوه اونۍ نورې هم ټېرې شوې چې زما د مور د ترورزي د واده سرشته ونیول شوه. دهغوی کور زموږ سره په ګاونډ کی و، یوازې یو دیوال ترمنځ و.  مور می د ښځینه کارونو واکداره وه د زوم د کور له ښځګلې سره همدا زما مور وه ځکه هغې همدا یو ترورزی درلود. واده ته ډیرې ښځې راغلی وې. نارینه د کلي میداني کې ټول وو. د ډم له دیګونو څخه لوګي ختل، د ماښام د ډوډی  تیاري نیول کیده، په انګړ کې لوی لوی ټغرونه هوار شوی وو او شاوخوا یې نالۍ پرتې وې. مشری ښځی پر نالیو ناستی وی او پیغلو چمبه وهله،  دوه دریو ګډا کوله، یو څو نورو بدلې ویلې او رنګارنګ سروکي او ټیکۍ یې پکې اچولې، درنګ درونګ و. د ښځو غږ زوږ و. دې کی یوې کلیوالې زما مورته وویل چی یه خورې! هغه راډيو دی مجلس ته راوړه  کنه. مور مې په ډیر غرور ورته وویل: بده خو دې ونه ویله. او له دې سره په منډه کور ته لاړه. پلار می همدا ګړۍ له میلمنو څخه راستون شوی و چی مور مې د رادیو ورته وویل. پلار می زړه نازړه ښکارېد، خو د مور د ټینګار له کبله یې ورته وویل چی سمه ده رادیو یوسه خو چی څوک ګوتې پرې ونه وهي! مور مې د واده د کور په انګړ کې په غوړیدلو ټغرونو یو غټ بالښت کیښود رادیو یې پری کیښودله د کلی د ډم نوی ځلمکی زوی چی د کلی د کورونو (محرم) ګڼل کیده د ښځو منځ کې د رادیو یو من درنه بطرۍ په خواریو خواریو راوړله او ایښودل شوی بالښت  سره یې کیښوده، بیا یې د دیوال له سره دآنټن مزی راواړاو. مور مې رادیو چالانه کړه د ښځو وار نه و، هرې یوې د بلی نه ځان مخکی کاو. رادیو خوږه سندره بلله:

د منګی غاړه یی شنه لمن یی سپینه   …   بل په غاړه یی ځنګیږی تاویزونه که نه  … دمنګي…

د نالیو پر سر ناستی سپین سرې ښځې هم را وړاندې شوې وې. ټولې د رادیو څخه چاپیرې وې. رادیو د ښځو منځ کی په یو نوی بالښت ایښودل شوی وه، خوا ته یي غټه بطری ایښي وه پیغلو خپلې چمبی پريښې وې اوټولو د رادیو سندری ته غوږ نیولی و.

      د منګی غاړه یی شنه لمن یی …

مور می چی لا پخوا د واده واکداره وه اوس بالکل هسکه غاړه ګرځیده او رادیو ته یی په خاص غرور کتل، آن دا چې یوې نیمی ښځې ته یې د اتیات او پام کوه اخطار هم ورکاوه. شور زوږ په زیاتیدو وو، خوشحالي وه په اوچت غږ خبرې او خنداګانې وې، مور مې ډیره بوخته وه د میلمنو ښځو پالنه د ناوی د کالیو برابرول، د لوښو پاکول، چای برابرول او هر څه ور تر غاړی وو … همدا وخت وو چی د یوې پیغلې پښه د رادیو په مزي پورې ونښتله او رادیو یې د بالښت له سره په بل مخ واړوله. مزی د بطری څخه ووت چوپ چوپتیا شوه، ټول غلی شول. شورزوږ آرام شو لکه چی لویه ټکه لویدلي وي. مور می په بیړه راغله ځان یی راورساوه له وارخطایی او خپګانه یی لاسونه ریږدیدل چی دا وخت می پلار د دیوال له هاخوا غږ وکړ:

ــ راولیږی رادیو راولیږی  !

هی خدای مو … !

کله چې د کلي د ډم ځلمکي زوی رادیو او دهغی درنه بطری اوچتوله ټول واده په لوی غم بدل شوی و مور مې په خاموشۍ پاڅیده او په خپګان د ډم زوی پسې د کور خوا ته روانه شوه کله چی کور ته ورسیدلو پلار می ډیر په غوسه وو. د ډم د زوی تر مخ یی زما مور وترټله  او ټوله ملامتی یی پرې واچوله. د ډم زوی ته یی هم ښکنځلی وکړی، رادیو یې بیرته د اوبدل شوی دستمال شاته کیښوده او مور ته مې وویل چی نور د واده والا کور ته لاړه نه شی. مور مې د خپل ایک یواځني د تره زوی واده ته لاړه نه، موږ ټول د پلار له ویرې غلي وو.