د وطنې غمیزی د حل د پاره یوه لنډه لار

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۱/۱۱/۲۳
انجنیر سلطان جان کلیوال

د وطنې غمیزی د حل د پاره یوه لنډه لار

داچی د طالبانو اسلامی تحریک اوس د افغانستان د جغرافیی واک په لاس کی لری یو حقیقت دی باید و منل شی. نړیوالو د طالبانو د دولت د پیژندنی د پاره ځنی شرایط وضع کړیدی او په اغلب ګمان به همدا شرطونه د ځینو سیاسی ملحوظاتو سره یو ځای د دی سبب شوی وی چی تر اوسه حتی هغو هیوادونو چی د طالبانو سره د مبارزی په وخت کی هرډول مرستې کولی او د طالبانو د مبارزی د بری د پاره یی د امریکا او دناټو د نظامی ډلی د ماتولو په منظور د طالبانو کلکه ملګرتیا کوله ، لا تر اوسه د طالبانو د دولت د په رسمیت پیژندلو نه د وضعه شوو شرطونو له منلو پرته، دی ته نه دي چمتو شوی چی د دوی دولت په رسمیت وپیژنې. مونږ ولیدل چی په تیرو دری میاشتو کی د افغانستان د معضلی په اړه په سیمه او منطقه کی په بیلو بیلو هیوادونو کی ناستی وشوی ، کنفرانسونه جوړ شول او په ټولو کی په دی لاندی خبرو په یو ډول سره موافقی وشولی:

۱ – طالبان باید همه شمول دولت جوړ کاندی.

۲ – د ښځو حقوق باید تامین کاندی.

۳ – د رسنیو آزادې او مدنی فعالانو حقوق ومنی.

۴ – او همداسی ځنی نور لوی او واړه شرطونه.

په دی ټولو شرطونو کی د همه شمول دولت د جوړیدو ستونزه ستره او زیاته جنجالی ده ځکه:

    طالبان وایی چی مونږ دا شرطونه پوره کړیدی. دولت مو همه شمول دی ځکه چی زمونږ په دولتی اداره کی د ټولو افغان قومونو استازی په هره برخه کی او مقاماتو کی برخه لری. خو ځنی وطنی سیاستوال او تقریباً ټول نړیوال دا دولت ځکه همه شمول نه بولی او ادعا کوی چی دا ټول  بیلو بیلو قومونو ته منسوب کسان د طالبانو د ډلی فکری ملګری دی، د همه شمول دولت د جوړیدو نه مطلب دادی چی په دولتی لوړو پوستونو کی باید د بیلو بیلو سیاسی افکارو او لارو لرونکی مسلکی او کار پوه کسانو ته برخه ورکړله شی.

که چیری ددې ټولو ستونزو د حل د پاره چی هم د افغانانو او هم د نړیوالو غوښتنو ته د مناسب ځواب
( که بهانې جوړول مطلب نه وی) ورکولو نیت موجود وی، نو که په دی وړاندیزونو باندی کار او غور وشی، غنی او هر اړخیزه شی، د دی باور شته  چی هم به یو مشروع  دولت جوړ شی او هم به د نړیوالو تشویشونه رفعه او له منځه ولاړ شی:

بسم الله الرحمن الرحیم.

اول – د دولت نوم دی د افغانستان اسلامی دولت ( دولت اسلامی افغانستان) کيښودل شی.

دویم – د دولت قضایه قوه دی د حنفی فقې اود اړتیا په صورت کی د جعفری فقې په اصولو جوړه او د عملی کیدو زمینه دی د دواړو فقو د پوهانو په تقرر سره برابره شی.

دریم – ترهغی چی د سالمو عمومی ټاکنو د پاره زمینه برابریږی د ملی شورا وظایف دی د یوی موقتی شورا له خوا چی اعضای په دینی او فقهی احکامو بلد علما، پوه او منلی قومی مشران، حقوق پوهان او په ملی او نړیوالو مسایلو اګاه سیاسیون او ملی کدرونه وی، پر مخ یوړل شی.

څلورم – د دولت زعیم دی د طالبانو د ډلی نه وی او دوه یا در معاونین دی د نورو قومونولکه د تاجک قوم ،د هزاره قوم ، ازبیک قوم او نورو څخه هسی غیر طالب  اشخاص وی چی د تیر دولت د فسق او فساد په دستګاه کی کار نه وی کړی او د ملی شتمنیو په چور او چپاول باندی نه وی متهم.

پنځم – د حکومت کابینه دی داسی جوړه شی چی:

الف – د مالیی، دفاع، داخله چارو، حج او اوقافو، معلولینو او معیبینو او نور د ټولنیزو چارو پوری مربوط وزارتونه دی د طالبانو د تحریک وی. د دی وزاراتو د معیینانو چوکۍ دی غیر طالب هسی اشخاصو ته چی صادق، وطندوست او په فساد ککړ نه وی، په اداری امورو پوره بلدیت ولری، د هر ډول سیاسی نظر خاوند چی وی خو د ملی ګټو تامین ته ژمن وی ورکړل شی. په امنیتی وزارتونو کی دی وطندوست او مسلکی لوړ رتبه او د ټیټو رتبو مسلکی منصبداران په وظایفو و ګمارل شی.

ب ـ ټول مسلکی وزارتونه لکه، د عامی روغتیا، کرهڼه او مالداری، معارف، لوړو تحصیلاتو، پلان جوړولو، خارجی چارو، کانو د پلټنی، صنایعو، سوداګرې، کلتور او فرهنګ او نور دی غیر طالب هغو اشخاصو ته چی په فساد ککړ نه وی، ملی شتمنې نه وی چور کړی، وطندوست او په مربوطه برخه کی د پوهی او تجربی خاوند وی د سیاسی نظر د په پام کی نیولو پرته ورکړل شی. د مسلکی وزارتونو مرستیالان او د ادارو مدیران دی له هغو ځوانو مسلکی کدرونو نه و ټاکل شی په مربوطه برخو کی یی لوړی زده کړی کړی وی.

ج – د ټولو ولایتونو والیان دی د هماغه افغان قوم چی په نوموړی ولایت کی اکثریت وی په دی شرط و ټاکل شی چی مفسد اشخاص نه وی، غل او د ملی شتمنیو  غاصب نه وی، د نیک نوم او لازمی پوهی خاوند وی د سیاسی نظر د په پام کی نیولو نه پرته مقرر شی. مرستالان دی دی بل قوم نه او همدارنګه د بیلو ادارو مسؤلین دی هم د مسلکی پوهی په اساس بی د قومی ترکیب څخه په کارو ګمارل شی.

د ـ د نجونو او هلکانو د پاره دی په ټول افغانستان کی تعلیمی مرکزونه او ښونځی پرانستل شی. ښځینه ټولو ښونکو او نورو دولتی کارکوونکو ته دی بیرته د کار کولو اجازه ورکړله شی. د رسنیو آزادی دی تضمین شی، د صحرایی محاکمو جوړل ول دی په ټول هیواد کی غیر قانونی اعلان شی. د دولت مشر دی ملت ته د دولت راتلونکی کړنلاره اعلان کاندی او ټولی نړۍ ته دی اطمنان ورکاندی چی د افغانستان خاوره به د هيڅ بل دولت او هیواد په ضد او تاوان و نه کاروله شی.

د دی کارونو د سرته رسولو نه وروسته دی د ملګرو ملتو د اداری نه وغواړی چی په دوی باندی د امریکا د دولت له خوا ټول لګیدلی بندیزونه  لری شی او د نړۍ هیوادونه دی د دوی د (اسلامی دولت) نوی اداره په رسمیت و پیژنی او نړیوالی دیپلوماتیکی اړیکی دی ورسره ټینګی کاندی.

ممکن دا لنډه طرحه به د ښی او معقولی غنا وروسته طالبانو ته د ملي مشروعیت او نړیوال مشروعیت د حاصلولو په لاره کی ډیره مرسته وکاندی. نوره یی خوښه چی د ځان سره مرسته کوی او که هم د ځان او هم د ملت سره دښمنی ورته ښه ښکاری. پای. و ما علینا الالبلاغ.