مسئول

د دغه شعر د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۱/۱۱/۱۷
انجنیر سلطان جان کلیوال

مسئول

که زه ډیر یـم، لـږ خو ته هـم ملامت یی 
دا څلويښـت کاله، اخـته په شـرارت یی
خلک مخ ته ځی، ته شـاته کشوی مونږ
ولی دومره لوی دښـمن د دي ملت یی؟
زړه دی کرکې نه ډک کړی سرله بوسو
جـوړد قـهر، له غضب او له دهشت يي
یو بادارنه شوی آزاد، بل ته ګونډه شوی
نازل شـوی په خپـل کور، لکه آفــت یی
بی له تانه هم، ژوندی د اسلام دین دی
فکر مـکړه چی حافــظ، د ټول اُمـت یی
په خپل لاس نړۍ، د ځان دښمنه نکړی
ته هـم غـړی د لوی کور، دانسانیت یی
وطـنوال دی لکه ته، ټول انسـانان دی
په عـزت د نـورو، خـپله با عـزت یی
کلیوال دی نړیـوالـو ته  په سـوال دي
اوس چی مشریی، مسؤل يي دحالت یی.

اکتوبر/۱۴/۲۰۲۱ 
تورنتو – کاناډا