درنښت

۲۰۲۱/۱۰/۱۰

انجنیر سلطان جان کلیوال

درنښت

څوک چی نه لـری بل چـاته احتــرام

وي هغوی ته په یو رنګ حلال حرام

پروا نشــته که جاهـل په کږو سروي

خو عـالـم ســره نه ښــایی کــوږ کلام

«مطلب یو دی په کعبه او بتخانه کښی» 

خـو، معنــی کښی تفـاوت لـری اسـلام

خاموشې ده تـر فضـولې وینـا غــوره 

ډیر توپیـر لری ســهار ســره ماښــام

هوښــيار نکه بی د لیــله ګـوت نیــو نه 

خپـلو کـړو ته لــری ډیـر له نـورو پام

احساسات او تـفکر سـره جـوړ نه دی 

چی غالب شی احساسات عـقل شی خام

مُـقـتـدیان به در پسـي صفـونه جـوړکا 

که ته شـــی ورته  له نـورو ښــه امـام

کـرکه، کـرکه زیږوی او میـنه ، میــنه 

د هـر کار وي  کلــیواله  خپـل انـجـام

اکتوبر ۲۰۲۱