د پایداره پرمختیا نړیوال اهداف

۲۰۲۱/۰۹/۳۰

پوهاند محمد بشیر دودیال

د پایداره یا دوام لرونکی پرمختیا نړیوال اهداف

Sustainable Development Goals (SDGs) or Global Goals

دوه زرم کال؛ په ټوله نړۍ کې له دبدلونو سره یوځای و، که ډیر خوشبین ونه اوسو او اجازه راکړئ چې په یوه محتاط قلم یې ولیکم، نو ویلا شو چې دغه بدلونونه  (بـد) وو. ډیرې بدې سیاسی ناخوالې؛ لکه: دعراق، سوریې، لیبیا، روندا، سوډان او ډیروو نور هیوادو غمیزې. د یوه داسې اقتصادی بحران د نښو ښکاره کیدل چې په ۲۰۰۸ کال کې یې  نېښ د امریکا تر اقتصاده ورسید…. د کرونا وبا… دمهاجروغمیزې… په یو شمیر هیوادو کې د غذایی مصئونیت دنشت ویره… د میانمار روهنګیا غمیزه، دنایجریا د تراژیدی غځیدل، د فلسطینیانو دبیشمیره قربانیو په اوبو لاهو کیدل او دبیت المقدس خواشنیونکی برخلیک، دنړۍ سره کتاب ته د ژویو او بوټو د څو ورایټیګانواو جینیسونو ورتګ،  سونامیګانې او په امریکا باندی د څو توپانو راتلل، دنړۍ ګوټ ګوټ کې په زرګونه هیکټاره ځنګل سوځیدنه، دسارایی کیدو پراختیا، دقطبی کنګلونو ویلی کیدل، سمندرونو کې د پلاستیک د ټاپوګانو جوړیدل او دې ته ورته نور زیانونه یې بیلګې دي.

همدې دوه زرم کال کې د بشریت لویې کورنۍ دلومړیتوبونو له مخې د زریزی اهداف(MDGs) وټاکل، دهغو د ارزونی لپاره یې پنځلس کاله وخت په پام کی ونیو، په ۲۰۱۵م.  کال یی یو تحلیل وکړ اودې پسې یې د موجودو ستونزو دهواری لپاره د دوام لرونکی پرمخیتا د اهدافو(SDGs) تر عنوان لاندې دمهمو تدابیرو سپارښت وکړ. د اټکل له مخې به دغه اهداف تر ۲۰۳۰کال پورې تحقق ومومي. که له علمی او عینی نظره وګورو، دغه اهداف هر هیواد ته، خو په تیره افغانستان ته لازیات  مهم دي.  افغانستان یو جګړه ځپلی هیواد دی، بیوزلی، مهاجرتونه، سیاسی پاشلتیا، ملی نفاق، بیسوادی، افراطیت او خرافات، د طبیعی آفاتو اووچکالی ګواښونه زموږ تر ټولو لوی ګواښونه دي.

له افغانستانه بهر؛ دنړۍ په کچه د اقلیم ستونزه د ټول بشرییت اود هر انسان او هر ژوندی موجود او زموږ دیواځې یوې زمکی( Only one earth) اندیښنه ده، چې د علاج لپاره یې پایداره پرمختیا( Sustainable development) وښودل شوه.

ساینسپوهان او علمی مراکز په دې اندیښنه کې دي چې که چیری د اقلیم دبدلون مخنیوی ونشی، د زمکې د غونډاري هوا به کال په کال نوره هم  توده شی او دا  به د انسانانو ستونزی لا زیاتی او بیوزلی او لوږه به هم زیاته شي. د دې مخنیوی په دې پورې اړه لری چی صنعتی فعالیتونه باید کنترول او په یو شمیر فعالیتونو کی د افراط مخه ونیول شی او د اقتصاد یوه عادلانه نظم ته ور ګډ شو.

د اقلیمی بدلون ستونزی عامل پرمخحتللو صنعتی هیوادو کی دی، له بده مرغه یو شمیر هیوادونو دی مسئلی ته اهمیت ورنکړ، مثلاً د امریکې متحده ایالاتو د ډونالد ټرامپ پرمهال په څرګند ډول د پاریس د اقلیمی کنفرانس له پریکړو سرغړونه وکړه. د پاریس کنفرانس د اقلیمی مسایلو په اړه ډیرې ښې پریکړی کړې وې، بل ځل په دی مقصد ځه موده وړاندې د سکاتلند د ګلاسکو په ښارکې داقلیمی مسایلو په هکله  د( COP 26)کنفرانس دایر شو، همدارنګه نړیوال مجبور شول چی دا ځل په ډیره لوړه کچه؛یعنی د م.م. په عمومی اسمبله کی دا موضوع مطرح کړي. د اقتصاد او ساینسی نورو څانګو پوهانو دهیوادو لپاره پرمختیا داسې وښوده:

پورتنۍ دوه نړیوالی غونډې د دوام لرونکی پرمختیا او د هغې د اهدافو په اړه دي

دوام لرونکی اقتصادی پرمختیا هغه ده چې په هغې کې اوسنۍ اړتیاوې پوره، خو د خپلو اړتیاوو لپاره د راتلونکو نسلونو توانایی او له منابعو استفاده ګواښ سره مخامخ نشي. په دې بهیرکې  له مناسبی تکنالوژۍ، د نوی کیدونکو سرچینو بیا نوی کولو، ریسایکل کولو اوحمایې څخه پکی کار اخیستل کیږی او چاپیریال ته فاضله مواد غورځول او د ایکوسیستم زیانمن کیدل پکی اقل حد کی وي. په دې شرایطو کې د انسان د ژوند کیفیت د ساتل کیدو وړ وي.

کله چې په ۲۰۰۰م. کال کې بشریت د زریزی اهداف (MDGs ) وټاکل، د چاپیریال مسایل، دبیوزلی کمول او متوازنه پرمختیا یی مهم اهداف وو. د دغه سند د اجرا لپاره د ۱۹۳ شاوخوا څخه زیاتوهیوادونو کار وکړ چې موده یې تر۲۰۱۵م. کال پورې وه،  وروسته تر دې کال څخه په دغو اجرااتو باندې یوه نقادانه کره کتنه وشوه. دغې کتنې  پسې وروسته تر ۲۰۳۰م. کال پورې SDGs د بشریت مخې ته د ګډ هدف په توګه کیښودل شو. نو SDGs څه ته وايي؟

SDGs یا د ثبات لرونکې او دوامداره پرمختیا اهداف (Sustainable Development Goals) د هغو اهدافو یوه مجموعه ده چې په راتلونکې پورې اړه پیدا کوي. دغه موخې  د م.م. له خوا ښودل شوي دي. کله چې د زریزی داهدافو وخت په۲۰۱۵م. کال کې پای ته ورسید، په هغو باندې یوه کتنه وشوه ، ولیدل شول چې دچاپیریال ستونزې  لا هم لویه مسئله ده، چې د حل لپاره یې باید یو شمیر تدابیر غوره شی، نوځکه ( SDGs) په ګډه ومنل شول. دا ۱۷ اصلی اود هغو لپاره ۱۶۹نور ځانګړي لاندني اهداف دی.


د دغو بدو بدلونو څخه د ژغونې، د وچکالیو او صحرایی کیدود امکان د کمیدو، په ځنګلونو کې د اور لګیدلو مخنیوی، د اقلیم معتدل ساتنې، د هوا، اوبو او خاورې پاکوالي او د بیوزلۍ د ختمولو په موخه د دوام لرونکی پرمختیا (۱۷)اهداف وټاکل شول چې په لاندې ډول دي:

۱.له بیوزلی تشه نړۍ(No Poverty) : هر ډول بیوزلی(فقر) په هر ځای کې چې وي، باید پای ته ورسول شي؛

۲.بې لوږې نړۍ(Zero Hunger): لوږه باید ختمه او غذایی مصئونیت او سالمی تغذیی ته ورسیږو او ثبات لرونکی کرنه  پرمخ بوځو؛

۳.دپام وړ روغتیا (Good Health and Well-being): په نړۍ کې باید سالم ژوند تضمین شي او د ټولو خلکو لپاره ، هر چا ته، په هر عمر کې، روغتیا ورپه برخه شي؛

۴.د زده کړې کیفیت(Quality Education): دټولو لپاره باید د کیفیت لرونکې زده کړې مساوي فرصت برابرشي؛

۵.جنسیتی برابري(Gender Equality): باید ټولې نجونې او ښځې وړتیا او پیاوړتیا ترلاسه او جنسیتی برابری ته ورسیږو؛

۶.روغتیا او پاکې اوبه(Clean Water and Sanitation):  ټولو ته، په هر ځای کې باید پاکې دڅښلو اوبه مهیا شي، ترڅو د ټولو روغتیا ډاډمنه شي؛

۷.ارزانه او نوې کیدونکی انرژي(Affordable and Clean Energy): مصئونه،ارزانه، ډاډمنې، پاییدونکی انرژۍ باندې د ټولو لاسبری؛

۸.کار او ښه اقتصاد(Decent Work and Economic Growth): ثبات لرونکی او پایداره اقتصادی وده؛

۹.غوره زیربنا او نوښتونه(Industry, Innovation and Infrastructure): دیوې ټینګې بیخبنا جوړول، د پایښت لرونکی صنعت رامنځته کول او د نوښتونو لرل؛

۱۰.دنابرابری او بیعدالتیو له منځه وړل(Reducing Inequality): په هیوادونو کې او د هیوادونو ترمنځ د نابرابری له منځه وړل؛

۱۱.ټینګ او پایښت لرونکی ښارونه اوټولنه(Sustainable Cities and Communities): دبشریت د اوسیدو ځایونه، ښارونه اومحلات باید امن او ثبات لرونکی شي؛

۱۲.له سرچینو څخه مسئولانه(ډاډمنه) ګټه اخیستنه() Responsible Consumption and Production): دپایښت لرونکی مصرف تضمین او د تولید لپاره دمصارفو مسئولانه طرح؛

۱۳.د اقلیم په هکله اقدامات(Climate Action): د اقلیم دمنفی بدلون او له دې امله دناوړه عوارضو په وړاندې بیړنی اقدامات؛

۱۴.پایښت لرونکی سمندرونه(دسمندری ژویو بقا Life Below Water): د ثبات لرونکی پرمختیا د ډاډمن کیدو په خاطر باید د سیندونو او سمندرونو څخه د دوام لرونکی پرمخیتا له اصولو سره سم ګټه واخیستل شي؛

۱۵.له ځمکې څخه  پایښت لرونکی استفاده(Life on Land) : دخاورې له ایکوسیستمونوڅخه باثباته استفاده او د هغو نور هم ښه کول، دځنګلونوپایدار استعمال، له سارایی کیدوسره مبارزه، دخاورو د ویجاړیدو محنیوی، دژوند دتنوع ساتنه؛

۱۶.سوله او عدالت(Peace, Justice, and Strong Institutions): په سوله ییزه فضا کې دټولنو دترقی لپاره هڅې، د پایښت لرونکې  پرمختیا عامول، ټولو ته عدالت، په ټولو سطوحو کې د کارنده، باور وړ او ځواب ویونکو موسساتو رامنځته کول؛

۱۷.دپایښت لرونکی او باثباته پرمخیتا په چاره کې دټولو برخه اخیستنه(Partnerships for the Goals): د پایښت لرونکې اودوام لرونکې پرمختیا لپاره نړیواله همکاري.

افغانستان له(۱۴) هدف څخه استنثنادی، ځکه چې سمندر نلري، خو نورو ټولو برخو کې تر ستونی پورې مشکلاتو کې ډوب دی.  د (SDGs) موخه دا ده چې د اقتصادی پرمختګ ترڅنګ، باید چاپیریال او د طبیعت شتمنۍ زیانمنې نشي، طبیعی زیرمې باید، پرته د هغو د بې کیفیته کیدو څخه راتلوونکی نسل ته د یوه امانت په توګه وسپارل شي. په تیره بیا د نه نوی کیدونکو سرچینو ثبات باید ډاډمن شي او ټولنیز وضعیت اصلاح شي.

دوام لرونکی با ثباته پرمختیا هغه عملیه  ده چې دبشري ټولنې لپاره یوه په زړه پورې راتلونکې تضمینوي.  په دغه ډول عملیه کې د سرچینو په کار وړل، دچاپیریال پاکي اوښکلا، یووالی او حیاتی تنوع ته زیان نه رسیږي، کوم تخریبي اثر نلری او اقلیم  کې منفی بدلون نه راځي، خو د انسان اړتیاوې پوره او د منابعو مدیریت کې پنځو اساسی غوښتنو ته ځواب وایي، هغه دا دي :

د پرمختیا او ساتنې یو بل سره تلفیق (غاړه غړۍ کول)، دانسان د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کول، ټولنیز عدالت، فرهنګی تنوع او خود مختاری او د ایکولوژیکی یووالي ساتنه.

د SDGs په رعایت سره به بشریت دچاپیریال شتمنیو ته نه یواځې زیان ونه رسوي، بلکې چاپیریال به بډای هم شي. ملاتړ او ثبات یې په لاندې ډګرونوکې حتمی دی:

الف) په طبیعی منابعو (سرچینو) کې پایښت اوثبات؛

ب  ) سیاسی ثبات؛

ج  ) ټولنیز ملاتړ اوثبات؛

د   ) اقتصادی پایداری.

موږ په دې باندې ډیر خپه یو،  چې نه مو پرمخیتا وکړه ، نه مو له خپلو سرچینو ګټه پورته کړه، نه متراکم صنعت لرو او نه مو د ډیرو اقتصادی فعالیتو له کبله ککړتیا رامنځته کړی، بلکې لازاتی مو منابع ( ځنګلونه، حیات وحش، اوبه، کانونه او خاوره…) پردیو راته لوټ او تالا کړی او نوم مو هم بد دی، هم وږي یاستواو هم موچاپیریال او منابع د بې خبري او دپردیو د لاسوهنو له کبله خوندي ندی.  شاید دپښوپل( Foot Print) کې له موږ څخه بده ارزونه وشی او ځواب یې ونشو ویلای. له  بیخبری او دهغی نه اجرا به موږ نړۍ ته ډیر بدوي خلک معرفی کړي، نو بهتره ده له همدې اوسه ورته تدابیر ولرو.

دا سمه ده چې موږ طبیعی سرچینو ته ضرورت لرو، خو له هغو څخه د ډیرې ګړندۍ، بی پلانه او تشدیدی استفادې پرځای باید هغه په معقول ډول مدیریت او د اوږدې مودې لپاره ورڅخه کار واخلو، له قاچاق او صیاع څخه یی مخنیوی وکړو او اقتصاد مو ورباندی جوړ کړو. په دې توګه اوس محیطي، اقتصادی او اجتماعی نظریات یو بل سره پیوند شوي دي. څیړونکو د دوام لرونکی پرمختیا ملاتړ او ثبات په لاندې ډګرونوکې حتمی وباله:

یوبل سره د اجتماعي، اقتصادی، سیاسی او محیطی ډګرونو اتفاقی پایښت باندې تمرکز، د چاپیریال ساتنې پالیسیو کې د بریالیتوب راز دی. دوام لرونکی پرمختیا او دوام لرونکی اخلاقیات د بشریت هغه له پیرزوینې او لورینې ډک فکر دی چې انسان ته د اشرف المخلوقات حیثیت ورکوی اوځمکه(earth/planet) انسان ته د لږ موندل کیدونکو سرچینو او نعمتونو بخښونکی ګڼی او دی ته ژمن وی چی باید هغی ته نه جبران کیدونکی زیان ونه رسیږی. دا چې دبشر راتلونکو نسلونو ته پاملرنه یو اخلاقی معیار ګرځیدلی، په خپله د دې موضوع اهمیت جوتوي.

د افغانستان د ښکلي طبیعت درې ښکلې منظرې او زموږ د پتمن او خواریکښ ولس کار او زیار