دا افغان ولس به کله مسلمانیږی؟

۲۰۲۱/۰۹/۲۴

انجنیر سلطان جان کلیوال

دا افغان ولس به کله مسلمانیږی؟

سردار محمد داوود خان د خپل کاکا په زوی او اوښي محمد ظاهرشاه  باندی کودتا وکړه او هغه یی د قدرت نه معزول او د هیواد واک یی په خپل لاس کی ونیوه، کله چی یی د حکومت کابینه اعلان کړه، نو د اعلان سره سم په هیواد کی موجود د اسلامی غورځنګ مشرانو په کابینه کی د ځینو وزیرانو شتون سم و نه ګاڼه او هغه یی د پخوانی شوروی اتحاد جاسوسان او یا  کمونستان و بلل. د  همدی درک سره سم د اسلامی تحریک ځنی مشران لکه استاد برهان الدین ربانی، انجنیر ګلبدین حکمتیار، احمدشاه مسعود او نور د هیواد نه و وتل او پاکستان ته د مخالیفینو په څیر و لاړل او ځڼی غړی یی د همدی مخالفت له کبله بندیان او تر اشد مجازات لاندی هم راغلل، لکه انجنیر حبیب الرحمان چی په اعدام محکوم شو.

دی اسلام پالو ډلو د توان په اندازه د پاکستان د دولت په مرسته د سردار محمد داوود خان د جمهوریت په وړاندی هیواد په ځینو برخو کی وسله وال بریدونه هم وکړل خو څه ګټه یی و نه کړه او په هر ځای کی د ماتی سره مخامخ شول. خو مهمه داده چی دی اسلامی ډلو ولی د داوود خان په جهوریت حملی کولی؟ ځکه چی ویل یی دا جمهوریت د کمونستانو له خوا رهبری کیږی، دلته کفر رر راوان دی او اسلام په خطر کی دی.

پنځه کاله وروسته د افغانستان د خلکو د دیموکراتیک ګوند (خلق او پرچم)  د یوی خونړي وسله وال
 پا څون په نتیجه کی د سردار داوود خان جمهوری رژیم نسکور کړ او د یوه دموکراتیک جمهوری دولت د جوړیدو اعلان یی وکړ. د دی ډلی د قدرت د رسیدو نه وروسته نه يواځی افغان اسلامی ډلو بلکی ټولی اسلامی نړۍ دا ومنله چی افغانستان د شوروی کفری غیږی ته ولویده باید په مقابل کی جهاد او وسله وال مقاومت وشی. د افغانستان، پاکستان او سعودی عربستان د ملایانو او دینی عالمانو له خوا د جهاد فتواوی صادری شوی او په ټول هیواد کی ګرمه جګړه پیل شوه. د هیواد نه میلیونونه هغه افغانان چی  کولای شول نورو ملکونو ته مهاجر شول او هغه چی د مهاجرت امکان ورته نه و او یا یی نه غوښتل چی مهاجر شی په هیواد کی پاتی شول. خو د وخت په تیریدو خصوصاً د شوروی د نظامی تجاوز نه وروسته د افغان مهاجرو په منځ کی د جهاد په نوم لوی او وړی ډلې جوړې شوې او د نړیوال مرستی هم ورته پیل شوی. جهادی ډلو ته داسی درس ورکړ شو چی په افغانستان کی ټول اوسیدونکی کافر، واجب القتل دی او مباح الدم دي.د همدی روحی ی په لرلو د افغانستان ټول ښارونه، کلی، بانډې او درې د مجاهدینو د حملو او راکټی ګزارونو لاندی راغلل، افغان ولسونه د روسانو له خوا له دی کبله چی اشرار ( مجاهدین ) دي هره ورځ د درنو بمباریو لاندی راتلل او هم د مجاهدینو له لوری د دی کبله چی کافر او ملحدین دی په مرګ محکومیدل.
بلاخره مجاهدین بریالی شول، کمونست پلوه حکومت شقوط وکړ، په ټول هیواد د مجاهدینو بیلې بیلې ډلې حاکمی شوی او په هره کوڅه او هره دره کی بیلې یبلې پاچاهۍ جوړې شوې، خو له بده مرغه افغان ولس لاهم مسلمان ونه شمیرل شو او د مجاهدینو د قدرت د پاره جنګونه هم د اسلام د حفاظت د پاره جهاد و نومول شو چی تر ټولو ښه نمونه یی د احمدشاه مسعود، ګلبدین حکمتیار، رشید دوستم، عبدالعلی مزاری، عبدالرب رسول سیاف او نورو تر منځ د کابل د ښار په بل مخ اړول، د هیوادی ټوله شتمنی، د خلکو شخصی دارایی، د وسله وال پوځ ټول وسایط د کباړ به بڼه پاکستان ته نقلول او یواځی د کابل په ښار کی نژدی سل زره تنونو ته مرګ ژوبله اغوښتل او په سلګونو زره نور له خپلو سیمو نه بی ځایه کیدل او بیا مهاجرت ته مجبوریدل يي یوه ښه نمونه ده. خو له بده مرغه بیا هم افغان ولسونه مسلمانان و نه ګڼل شوو.

دا دوره د ټولو بدبختیو سره لا په درز کی روانه وه، چی د اسلام یو بل ژغورونکی ګروپ د طالبانو په نوم د پاکستان نه د شرعی اصولو د تطبیق په منظور د مجاهدینو په سر را نازله شوه او په لنډ وخت کی په پرله پسی توګه فتحه او نصرت نصیب شو او د استاد ربانی او حکمتیار جهادی ډلی یی د قدرت نه لری کړل او د امارت اسلامی په نوم د یوه نوی او خالص اسلامی نظام چی په نوره نړۍ کی مثال نه و، اساس ګزاری شو. د دی نظام په وړاندی لا هم د احمدشاه مسعود په مشرۍ د مقاومت  په نوم د اسلام د حفاظت د پاره مبارزه روانه وه چی د یوګندا او تانزانیا په هیوادونو کی د القاعدی د سازمان له لوری د امریکا په سفارتونو ګزارونه وشول، چی په ځواب کی دبل کلنتن اداری په افغانستان کی د دی ډلی په تربیه وی مرکزونو هوایی بریدونه وکړل، لوبه لاختمه نه وه چی د امریکا د نیویارک په ښار کی په لوړو تجارتی بلډنکو او د دفاع د وزارت په ودانیو باندی حملی وشوی او امریکا د دی کار مسؤل بیا هم د القاعده ډله و ګڼله او په همدی بهانه یی په افغانستان نظامی حملی وکړی او طالبان له قدرت نه لری کړل، د شمالی ټلواله او د غربی تیکنو کراتانو یوه ګډوله اداره یی د حامد کرزی په مشری په کابل حاکمه کړه. خو له بده مرغه افغان ولسونه لا هم هماغسی کافر پاتی شول او بیا د پاکستان د ملایانو له خوا په دی ولس باندی د جهاد کول واجب و ګڼل شول.

د جهاد داجګړه بیا د ماتو شوو طالبانو له خوا د پاکستان په مرسته له سره پیل شو، امریکا یو اشغالګر هیواد، افغان حکومت یو لاس پوڅی حکومت او د غربی دموکراسې انتقال افغانستان ته یو کفری عمل و ګڼل شو. د جهاد په دی مرحله کی بیا هم د حکومتی دستګاه نه لوی زیانونه او د سرو مال خسارات ولسونو او ولسی خلکو ته ورپیښ شو. شل کاله وروسته امریکا بیا  ( البته د خپلو ګټوله مخی ) خپلی خطی مشی ته تغیر ورکړ د افغان ولس د پوره ذلیل کیدو، وژنو او بربادیو وروسته یی ( ممکن د پاکستان د هیواد د مشورو په اساس) د طالبانو سره د نژدی دوه کالو په اوږدو کی خبری اتری وکړی او وعده یی ورسره وکړه چی بیرته به یی قدرت ته رسوی. همداکار وشو او د روان کال د اګست د میاشتی له (۱۵) نیټې را په دی خوا طالبان یا د اسلام د مبارک دین اصلی ساتونکی او ژغورونکی بیرته د افغانستان د خاوری او خلکو واکمنان او زمامداران شول، خو لا هم دا ولس پوره مسلمان نه ښکاری او دادی د احمدشاه مسعود زوی چی اوس را زلمی شویدی د خپل مرحوم پلار په قدم ، قدم کیښود او د دویم مفاومت اعلان یی وکړ. ما د هغه خبری واوریدی هغه د بلی هری خبری نه په دی خبره ډیر ټینګار کاوه چی طالبان د اسلام ضد کړه وړه تر سره کوی نو مونږ باید د وطن او د اسلام عزیز د تحقق د پاره مبارزه وکړو.
ورسره په څنګ کی د داعش ډله هم لګیا ده د اسلام د مبارک دین د تحقق د پاره مبارزه کوی او نامسلمانو طالبانو او ولسی کفارو نه سرونه غوڅوی. تر ټولو غوره خبره خو لا داده چی دا ټول اسلام ګټونکی د یوه ادرس یعنی د پاکستان نه د افغان ولس د مسلمان کیدلو د پاره را لیږل کیږی. ټوله دنیا یی وینی خو بیا هم پاکستان ته هیڅوک نه وایی چی مه! نور بس دی. خو تکلیف ورځ تر بلی په افغان ولس ور زیاتوی.

اوس اساسی پوښتنه او لوی تشویش دادی چی ایا دا ملت چی د نن نه ۱۳۵۰ کاله مخکی یو مسلمان ولس پیژندل شویدی او تر ننه هم په همدی باورونو کلک ولاړ ی دی، کله به داسی مسلمان شی چی د دی اسلام ژغورونکو ډلو د تائید وړ وګرځی؟؟؟ ( واللهُ اعلم)