سختې سزا ګانې او اعدامونه

۲۰۲۱/۰۹/۲۴

اسوشیتد پرس

لیکواله: کتي ګنن

ژباړن: سیدال هومان

د طالبانو یو مقام: سختې سزا ګانې او اعدامونه بیرته راځي

کابل، افغانستان – د طالبانو یو بنسټ ایښودونکي او  په افغانستان کی د طالبانو د تیر ځل  په حکومت کې د سختو اسلامی قوانینو پلی کوونکي وویل چې سخت دریځه حرکت به یو ځل بیا اعدامونه او د لاسونو پری کول ترسره کړي، خو ګوندې په ډاګه توګه نه وي.

ملا نورالدین ترابی اسوشیتد پرس سره په یوی مرکې کې هغه غندنی ردې کړې څې تیر ځل د طالبانو له خوا د اعدامونو په هکله شوې وې،  په تیره بیا د هغو اعدامونو څې ځینی  ئې په  یو  لوبغالی کې  د خلکو په  ګڼه ګونې کې تر سره شوې وې. هغه  نړیوالو ته  خبردارئ ورکړ څې د أفغانستان د نویو واکمنانو په کار کې به لاسوهنه نه کوي .

ترابی اسوشیېټد پرس خبری اژانس ته په کابل کې د وینا پر وخت وویل : هر چا په لوبغالی کې  د موږ  د سزاګانو په اړه انتقادونه  وکړل خو موږ هیڅکله د هغوی د قوانینو او د هغوی د مجازاتو په اړه څه نه دي ویلی. هیڅ څوک دی مونږ ته ونه وایی چې دموږ قوانین باید څه وی. موږ به د اسلام پیروی کوو او موږ به د قرآن په  بڼسټ  خپل قوانین جوړوو.

له هغه وخت راهیسې چې طالبانو د اګست په ١٥ مه په کابل باندې ولکه وکړه او د هېواد کنټرول یې په لاس کې ونیو، افغانان او نړیوال  څاری  چې وګوری،آیا دوی به لکه وروستیو ١٩٩٠ کلونو خپله سخته واکمنۍ بیا رامنځته کړی او که نه . د ترابی په تبصرو کې دې ته اشاره وشوه چې څرنګه د دې ډلې مشران په ژوره محافظه پال او د ټولی نړۍ په هکله سخت دریځه پاتی دي. که څه هم د ټکنالوجۍ بدلونونه لکه ویډیو او ګرځنده تلیفونونه  مني.

ترابی، اوس د شپیتو کلونو په لومړیو کې  دئ او د طالبانو په تیر ځل واکمنۍ کې د عدلیی وزیر او په اغیزمنه توګه په اصطلاح د مذهبی پولیس  یا “امر بالمعروف، نهی عن المنکر” آمر وو.

نړۍ په هغه وخت کي د طالبانو سزاګانی وغندلې  څې یا د عیدګاه  د جامع جمات په غالي کې او یا د کابل په ورزشي لوبغالي کې تر سره کیدې څي په سلگونو خلکو به په کې ګډون کړئ وو.

د قاتلینو اعدام، پر سر کی د یوې ګولۍ ویشتل و څې د مقتول د کورنۍ له خوا تر سره کیده.خو اختیار ئې درلود څې د پیسو په بدل کی  ژوندئ پاتې سی.د غلا په تور د محکومینو سزا د یو لاس پرې کول او  د هغو کسانو لپاره چې د لویو  لارو  د غلا په تور محکوم شوی وو د یو لاس او یوې پښې پرې کول وو.

محکمې او د حکمونو صادرول  ډیر لږ  علني  ول او قضاوت  د اسلامی علماوو په دستور تر سره کیده څی پوهه ئې د قانون په هکله مذهبی تزریقاتو ته محدوده وه.

ترابی وویل چې دا ځل د ښځو په ګډون، قاضیان به  د قضیو په اړه قضاوت وکړی ، خو د افغانستان د قوانینو بنسټ به قرآن وی. هغه وویل چې پخوانۍ  سزاګانې به بیا را ژوندی شی.

هغه وویل :  د لاسونو پرې کول د امنیت لپاره ډیر اړین دي،

هغه وویل چې “دا د یوې تداوی اغیزه  لری،”

هغه وویل چې: “ کابینه په دې اړه څیړنه کوی چې آیا په  علنی  توګه به  سزاګانې ترسره کړی که نه” او ” دهغې پالیسی ته به وده ورکړي”

په دې وروستیو ورځو کې په کابل کې ، طالب جنګیالیو هغه سزا راژوندی کړه چې دوی په تېر وخت کې کارولی وه  چې د هغو خلکو شرمول وو څې په کوچنیو غلاوو تورن سوي وو.

په تیره اونۍ کې لږ تر لږه په دوو  پیښو کې ، کابلیان له تړلي لاسونو سره د یو پیکپ په شا کې تخته سوي  او د  سپکاوی  لپاره گرځول شوي ول. په یوې بلی پیښه کې، د دوی مخونه رنګ شوی  وو چې دوی د غلو په توګه وپیژندل شی. په بله پیښه کې، سپیرې ډوډۍ د دوی په غاړو  کې امیل  سوې او یا د هغوی په خوله کې  منډل  سوې وې. سمدستی څرګنده نه وه چې د دوی جنایتونه څه وو. 

ترابی به داسی حال کې څې غټه سپینه  لونګۍ ئې په سر او سپنه  رسیدلې ږیره ئې درلوده په یوه پښه له خپلې مصنوعي پښې سره ګوډ ګوډ کیده څې په ۱۹۸۰ کلو کې  د شوروی  سره د جګړو په مهال ئی له لاسه ورکړې ده.

د طالبانو  په نوی حکومت کې دئ د  جیلونو مسئول دئ.  هغه د طالبانو د  هغه یو شمیر مشرانو په ډله کې چې د لنډ مهاله کابینې ټول نارینه غړي هم په کې شامل دی، د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لست کې دی..

د طالبانو د پخوانی حکومت په دوران کې، هغه د دې ډلې یو له ډیرو  ظالمو او بې لحاظه پلی کوونکیو څخه وو. کله چې په ۱۹۹۶ کې طالبانو واک ترلاسه کړ ، د هغه یو لومړنی عمل دا و چې  پر یوې ښځینې  خبریالې چیغې ووهی او  امر وکړي څې  نارینه کوټه پرېږدی ، او بیا کله څې یوسړی  اعتراض وکړ ، د ده د یوې زورورې څپیړې سره مخ  شو.

ترابی د موټرانو څخه د موسیقۍ د ټیپ د ټوټې کولو په خاطر بدنامه و ، په ونو او  لوحو کې یې په سلګونو متره ویجاړ شوی کیسټونه  خوړند کړی وو. هغه امر وکړچې نارینه په ټولو دولتی ادارو کې پګړۍ ووهی او د هغه  پیروان هغه نارینه ووهی چې ږیرې یې اصلاح کړي وې. سپورت منع شو، او د ترابی د پلی کوونکو  ډ لې خلک د پنځه ځله لمونځ لپاره جومات تللو ته اړ کړل

په دې اونۍ کې اسوشیتد پرس سره  په مرکه کې ترابی د یوې ښځې خبریالې سره  خبرې وکړې

هغه وویل : ” موږ د تیر وخت څخه بدل شوی یو“.

هغه وویل څې اوس به طالبان تلویزیون، موبایل تلیفون، عکس او ویدیو ته اجازه ورکړي ځکه: ” دا د خلکو له ضروریاتو دي او موږ پری تینګ یو. هغه” جوته کړه  چې:  “طالبانو،  رسنۍ د خپل پیغام د خپرلو لپاره یوه وسیله بولي” هغه وویل : ” اوس موږ پوهیږو چې  د سلګونو  پر ځای ، موږ میلیونو خلکو  ته رسیدلئ شو. هغه زیاته کړه که چیرې سزاګانې په ډاګه شی، نو بیا خلکو ته اجازه ورکول کیږی چې ویډیو او یا عکس واخلی چې د مخنیوی وړ اغېزه خپره کړی

د امریکا متحده ایالات او د هغه  متحدین هڅه کوي چې د ګوښه کولو  د ګواښ څخه کار واخلی  او هغه اقتصادی زیان به  څې د هغې پایله وی – په طالبانو  فشار راوړی چې دوی خپله  واکمنۍ معتدله او نورو کړیو ، اقلیتونو او ښځو ته  په  واک کې ځای ورکړی.

خو ترابی د طالبانو د پخوانی حکومت په اړه انتقادونه رد کړل او په دې یې بحث وکړ چې دا د ثبات په راوستلو کې بریالتوب وو. هغه د ١٩٩٠ د وروستنیو  کلونو په هکله وویل : ” موږ د هېواد په هر ګوټ کې بشپړ خوندیتوب درلود..

که څه هم  په داسې حال کې چې د کابل اوسیدونکی د طالبانو د نویو واکمنانو په اړه ویره څرګندوی،  ځینې بیا په  په سختي دا منی چې پلازمینه په تیره یوه میاشت کې لا تر اوسه خوندی ده. د طالبانو د برلاسۍ نه وړاندې، د غلو ډلې په کوڅو کې ګرځېدلې، او بې باکه جنایتونو زیاتره خلک له تیارې وروسته له کوڅو څخه شړلی وو.

د کابل په مرکز کې د یوه پلورنځی څښتن ،امان وویل : ” دا ښه خبره نه ده چې خلک په عامه توګه شرمول کیږي، خو دا د مجرمینو مخه نیسی ځکه کله چې خلک دا ووینی ، دوی فکر کوی چې زه نه  غواړم چې دا زه واوسم. ” هغه غوښتنه وکړه چې یوازې په یو نوم وپیژندل شی.

.یو بل دوکاندار وویل چې دا د بشری حقونو څخه سرغړونه ده خو هغه هم خوشحاله دی چې هغه کولای شی خپل دوکان له تیارې وروسته خلاس  وساتی.

AP  خبرونه