پاکستان ولی د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژنې؟

۲۰۲۱/۰۹/۱۷

انجنیر سلطان جان کلیوال

پاکستان ولی د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژنې؟

دا یوه ساده او وړه پوښتنه ښکاری خو تر شا یی ماته یو ستره مرموزه لوبه نظر ته راځی هیله ده چی زما حدس او ګمان همداسی ګمان پاتی شی او حقیقت ونه لری.

په لومړی دوَر کی چی طالبان د هیواد په نظامی ډګر کی را څرګند شول او په پرله پسی توګه یی د هیواد له ډیرو سیمو نه د جهاد تر نامه لاندی خپلواک او کل اختیاره واکمنان  او قوماندانان یو په بل پسی مات کړل ، د قدرت وړې  وړې جزیرې یی له منځه یوړلی او یواځی د هیواد په شمال کی د قوماندان احمدشاه مسعود او د ازبک ملیشو مشر رشید دوستم قوتونو په نیم ژوندی توګه مقاومت کاوه او طالبان لا په دی نه وو بریالی شوی چی د هیواد ټوله جغرافیه لکه د نن په څیر د خپل تسلط لاندی راولی، خوبیا هم پاکستان اولین دولت و چی د طالبانو حکومت یی په رسمیت و پیژانده او سیاسی مناسبات یی ور سره قایم کړل. په نننیو  حالاتو د پرون پرتله د طالبانو تسلط او حکمرانی زیاته پراختیا لری او ټول مملکت باندی قایمه شویده، حتی تر دی چی د دویم مقاومت په نوم د را پورته شوو قوتونو مرکز چی د پنجشیر ولایت و، هم د خپل تسلط لاندی راوستی، حکومتی تشکیل یی هم د ځینو شبکو د راپورونو له مخی د پاکستان د (آی،اس،آی) د اداری د مشر تر کنترول  لاندی جوړ کړی او اعلان کړیدی، د ملګرو ملتو اداری هم ورته د بشری مرستو د رسولو د پاره د ژنیو په غونډه کی  د (۱،۲) ملیارده ډالرو نژدی د (۹۰) هیوادونو ژمنی هم تر د لاسه کړی او د چین او روس او قطر هیوادونو هم ورته شنه څراغونه ښکاره کړیدي. نو پوښتنه پیدا کیږی چی پاکستان ولی د دوی د حکومت  په رسمیت پیژندلو ته تر اوسه زړه نه ښه کوی؟

ممکن دا به څه داسی خاص علتونه ولری چی زه یی شخصاُ اټکل نه شم کولای، خو ماته د دی په رسمیت نه پیژندلو تر شا دوه علته ښکاری:

اول داچی ممکن پاکستان به د امریکا راتلونکو هغو پلانونه ته منتظر وی چی په افغانستان کی یی د طالبانو د حاکمیت د سرنوشت په هکله نیسی. امریکا، انګلستان او آسترالیا همدا اوس غواړی چی نوی نظامی تړون را منځ ته کړی او په اغلب ګمان به دا نوی نظامی تړون د ټولو نه دمخه د افغانستان د راتلونکی برخ لیک په ټاکلو تمرکز کوی او پاکستان به تر هغی منتظر وی چی د دی دری هیوادونو د نظامی تړون د جوړیدو نه وروسته، د دوی په پالیسی و پوهیږی.

دویم داچی ممکن پاکستان به داسی فکر کوی چی په افغانستان کی د طالبانو تر تسلط وروسته دا هیواد تر ډیره حده د دوی د هیواد پنځمه غیر رسمی صوبه ده او لکه څنګه چی د پښتونستان او بلوچستان سیمی د آزادو قبایلو په توګه د دوی د کنترول لاندی دې، تر دی وروسته به افغانستان هم د دوی له خوا اداره او رهنمایی کیږی، چی د موجودی حکومتی کابینی جوړول او د پاکستان د مالیی د وزیر وروستۍ څرګندونی په دی مفهوم چی ( که د افغانستان نه مسلکی او فنی کدرونه نورو هیوادونو ته ځی او وطن پریږدی، کومه د تشویش خبره نه ده، پاکستان به دا خالیګاه د خپلو متخصیصینو په ذریعه ډکه کاندی او طالبان به په دی برخه کی ستونزی ونه لری)

داسی خبرو ته په کتو سړي ته دا فکر پیدا کیږی چی د پاکستان چارواکی افغانستان خپل ملک ګڼی او د خپل ملک د کومی صوبی د په رسمیت پیژندلو ته کومه اړتیا نه لیدله کیږی.

یادونه : (لکه چی مخکی می و ویل، دا زما شخصی اندیښنه وه چی د دوستانو سره می شریکه کړه، په دی هکله می د هیڅ کومی بلی سرچینی نه ، څه نه دی اوریدلی. هیله ده چی زما دا انديښنه کاملاً بی اساسه او ناسمه وی او پاکستانی چارواکو افغان ملت تر اوسه پوره پیژندلی وی.) پای