د طبیعی منابعوآفت او که د ستراتیژیک موقعیت لعنت؟

۲۰۲۱/۰۹/۱۱

پوهاند محمد بشیر دودیال

د طبیعی منابعوآفت او که د ستراتیژیک موقعیت لعنت؟ او که دواړه

( دا خپل ښایست را پورې اور دی- پښتو متل)

کلونه کلونه کیږی چې د آرام سا مو نده اخیستی،له یو کړکیچ خلاص نه یو، پسې بل؛ بحران، بحران او بحران…

دبحرانونو علتونه تر یوه حده زموږ تاریخ او جغرافیې را ته تشریح کړی دي. تاریخ وایی چې دا وطن یو ستراتیژیک موقعیت کې دی، نو ځکه هر تاړاکګر ورباندی بلوسی، خو اوس داسې ښکاری چی ظاهراً د بلوسیدو دوران تیر دی، نو دا بحرانونه ولی دوام لري؟

اوس نو دتاریخ ترڅنګ اقتصاد دا موضوع را ته بیانوي، خو د سیمې سیاست به مو سربداله اودوکه کړي. راځئ تاریخ، جغرافیه، اقتصاد او سیاست په ګډه مطالعه کړو !

مشهوره ده چې له سکندر تر مُغل پورې نیواکګرو په دې لاره  هندوستان ته د رسیدو په خاطر دا جغرافیه نیوله، خو انګریزه کنچنۍ په اتلسمه پیړۍ کې سرچپه؛ د هند دسمندرونو له غاړې راغله، د خپل سیال (روسیې) د مخنوی لپاره یې پرافغانستان راودانګل، خو د افغانستان له مبارز او آزاد ملت سره تر درې ځله جګړو وروسته یې ماتې وخوړه او دسیاسی نیرنګ په واسطه یې دا وطن لومړی دوه ټوټې او بیا یې فقط د بفر سټسټ یا حایل سیمی په توګه وساته. دې ته یې د لویې لوبې( GG/Great Game) نوم ورکړی و، لویه لوبه ډیره اوږده شوه تر نن پورې راورسیده. اوس یوځل بیا جنوبی آسیا ته د مرکزی آسیا د پریمانه سرچینو د لیږد، د انرژی د بحران په دور کې د یو کمربند لویې لارې، ټاپی(TAPI) او سیپک(CPEC) او نوروپروژو په شان لویو اقتصادی برنامو، د لویو قدرتونو رقابتونو او دسیمې نظامی استخباراتو دغه وطن تر ګواښ لاندی راوستلی دی. همدې پېښو د افغانستان جیوپولیتیک، جیواکونومیک او په سیمه کی  ستراتیژیک موقعیت ارزښتمن کړی دی.  له بلې خوا دا هیواد د خپلو منابعو له پلوه هم پوره بډای دی، خو له بده مرغه طبیعی منابع ځینی وخت، ځینو هیوادو ته په آفت بدلیږی، چې په اقتصاد کې ورته ( resources curse) وایي.

طبیعی منابع یا پنځیزی شتمنۍ د یو هیواد او د هغه د خلکو لپاره یو نعمت دی، خو ځینی وخت بهرنی ښکیلاکګر له دوی څخه دغه نعمت په زور ترلاسه کول غواړی، افریقایی هیوادونه او هند کلونه کلونه دفرانسی، پرتګال او انګلیس منګولو ته پریوتل، که ښه اقتصادی برنامه ورته نه وي یا هیواد له سیاسی پلوه لازمه پُختګی او پوهه ونلری، بی ارادی وي، کشمکش کې ګیر شی، یا نورې لوبې ونښلي، نو بیا هم دغه نعمت په آفت بدلیدای شي. دطبیعی منابعو د آفت موضوع  جوزیف ستیګلتز او یو شمیر نورو اقتصادپوهانو څیړلی ده. د افغانستان په شان پرمختیایی هیواد ته د دوی پنځیزې شتمنۍ د کړکیچ، شخړو او کشمکش محور جوړیدای شی، بده یې لا دا چې د شخړو د دوام لپاره مالی امکانات هم همدا سرچینې برابروي. که مدیریت نشی، مربوطه هیواد ته لویه ستونزه ګرځي. په سیرالیون کې د (له وینوډک الماس) فاجعه  (۱۹۹۲ تا ۲۰۰۲) یې یو مثال دی، چې ریښه یی قیمتی سرچینو او منابعو کی وه. په دی فاجعه کې زرګونه خلک ووژل شول، زرګونه ټپیان او معیوب او نور مهاجر شول. ماشومان یې د اوږدې مودی روحی ناروغیو باندی اخته او یونسل له تعلیم پاتې شو. دا د منابعو د آفت یومثال و، ځینو هیوادو کی له منابعو ډکې اوشتمنې سیمې له خپل اصلی هیواد جلا شوی یا هیواد سیاسی بی ثباتی سره مخ شوی لکه عراق، ځینی بیا په سیستماتیک فساد اخته کیږي، ځینوباندې دکتاتور حاکمیت خیټه اچوی او دغه منابع په خپله ګټه پلوري، ځینی نور له پریمانه منابعو په ترلاسه شویو پیسو له واقعی پرمختګ بې برخی کیږي، لکه سعودی چی دتیلو له پیسو ښه شتمن و، خو دعلمی کدر، ټولنیزو خدماتو او ډیرو نورو له پلوه غافل او په پردیو تکیه پاتی و، دوی ډیر وروسته دی موضوع ته ځیر او اوس غواړی ځان را سم کړي. طبیعی منابعودځینو لپاره  چاپیریالی ستونزی پیدا کړی چې  منفی اغیزی یې نشی کنترولولای.

د ستراتیژیک موقعیت په هکله د سویز دکانال یادونه کولای شوچې د جمال عبدالناصر په شان یوملي لیډر وکولای شو هغه د مصر دملت د ستراتیژیکو ګټو په ملکیت واړوي او د ښکیلاک غاښ مات کړي، بل مثال یې د سینګاپور مشر کی وان و چې اوس دغه کوچنی، خو د موقعیت له پلوه ډیر مهم هیواد یو پرمختللی، هوسا او خپلواک هیواد دی، خو یو شمیر نورو خپل ستراتیژیک ارزښت خپل لاس کې ونشو ساتلای او نه یې منطقوی هماهنګی جووړه کړه.

هغه هیوادونه چې د منابعو له پلوه بډای دي، هم قوی لیډرشیپ، سنجول شوی پالیسی او مُدبر سیاست ته اړتیا لري. د منابعو په هکله ضعیفې اوبدې کړنې هم د پرمختیایی هیواد په زیان دي، چې نه یواځې دا چې له خپلو منابعو ښه ګټه نشی اخیستلای، بلکې د ټولنیزې بیعدالتی او په مُفته د دوی د منابعو له لاسه وتو لامل ګرځي، کیدای شی دا د دوو لاملونو له کبله په دووبڼو ولیدل شي:

  1. تیر وخت یو شممیر هیوادونه خپلو طبیعی منابعو پورې تړلي وو، دوی خپل منابع ارزانه په پرمختلوصعنتی هیوادوباندی پلورل، نو ځکه دوی له اقتصادی پلوه وابسته یا نورو پورې تړلی پاتی شول لکه دافریقا څو هیوادونه، دمنځنی ختیز څو هیوادونه، ترکمنستان، ونزویلا، مکزیک، بولیوی او پیرو.
  2. د بډایو سرچینو لرونکی هیوادو کې یو څو کسان چی دغه منابع پر نورو پلوری ښه شتمن دي، دوی پرمختلو هیوادو کی ژوند کوی خو عاید یې دخپل بیوزله هیواد منابع دی، بالمقابل په دی هیوادو کی ډیر خلک بیوزله دی، یعنی په سرچینوشتمن هیواد کی بیوزله خلک،  چې د بیعدالتی له امله د دوی منابع نور لوټي.

هغه بل ټکی چی یو هیواد ته د سرچینو د آفت لامل ګرځي، دا دی چی دوی له بهرنیو هیوادو سره له منابعو په استفاده کی ښه شرکت نشی کولای، یعنی دخپلو منابعو په ګټه کی ورسره نشی برخمن کیدای، دا د دوی یو ضعف دی چې د خپلو سرچینو پوره ارزښت نشی ترلاسه کولای او عاید یی هم سم نشی مصرفولای. اوسنی د پوهې اقتصاد( knowledge Economy) که له یوی خوا په عوایدوبحث کوی، له بلی خوا پر لګښتونو هم بحث کوی. که څومره عاید لوړ او ښه وي، خو مصارف سم او اقتصادی نه وي، بیا هم دغه ملک په زیان کی دی چې له بده مرغه ډیر هیوادونه او له هغی جملی افغانستان همدې ډله کی دی. د بیلګې په توګه باکو ونشو کولای د خپلو صادرو شویو منابعو د ارزښت په اندازه، ګټه ترلاسه کړی، یعنی نور خلک د باکو پر سرچینو شتمن شول، خوپه خپله د دی هیواد ډیر خلک بیوزله پاتې شول.

ځیرکتیا، سنجول شوی علمی پالیسی او علمی هڅې هم همدومره مهمی دي، مثلاً جاپان د نایجریا، افغانستان او آذربایجان په پرتله د طبیعی سرچینو له مخی ډیر نېستمن دی، خو له اقتصادی، ټولنیز، کلتوری، سیاسی او تکنالوژیکی پلوه د دوی په پرتله ډیر پرمختللی دی. عربستان، لاوس او وینزویلا هغه  هیوادونه دی چی د سرچینو څخه ترلاسه شوی منابع یی په ښه ډول د هیوادو په ګټه نشی استعمالیدای، د دوی شتمن شیخان غربی هیوادو کی په عیش  کې ډ‌وب، خو دهیواد سیاست او نړیوال دریځ ډاډمن کوونکی ندی. د ونزویلا شتمن هیواد کی اوس هم فقرزیات دی. دا ستونزې د منابعو د آفت بحث کی حل کیدای شي.

د یو شمیر هیوادو قیمتی طبیعی منابع په مُفته دبهرنی مافیا له خوا قاچاق کیږی، چې دوه زیانونه لري:

۱.راتلونکی نسلونو ته دغه  سرچینی د یو امانت په توګه نه سپارل کیږی،

۲.دډیرو ضایعاتو لامل ګرځي،

۳. ګټه یې فقط څو محدودو کسانو ته رسیږی  لکه د افغانستان د ختیځ ځنګلونه او د پنجشیر او بدخشان قیمتی ډبری.

اوس نو ویلای شو چې ځینو هیوادو ته د دوی طبیعی منابع آفت او ستراتیژیک موقعیت یې ورته لعنت ګرځي.

ثبات لرونکی پرمختیا (sustainable development) حکم کوی چی له سرچینو او منابعو څخه باید د سرمایې په توګه استفاده وشي، یعنی دسرمایې له ګټې کار واخیستل شي، خو په خپله سرمایه(منابع) باید راتلونکی نسل ته سالمی پاتې شی. زموږ ځنګلونه، وحشی ژوی، اوبه او د قیمتی ډبرو(لاجبرو او سروزرو) کانونه، څړځایونه اونور داسې ندی.

په نامناسبه بڼه او غیرمعیاری تکنالوژی  استخراج، غیر معیاری پروسس، ټیټ مهارت، ناقانونه اجراات او نور اقدامات د منابعود ضیاع اوچاپیریالی ستونزو لامل ګرځی، د بیلګی په توګه د قاچاق له امله د ځنګلونو له منځه تلل دبارانو د کمښت، د خاورو د مینځل کیدو او د تودوخی دزیاتیدو او اقلیم دمنفی بدلون لامل ګرځي. دا د منابعو یو بل آفت دی. مُدبر اوښه حکومت، قانونمند مدیریت، غوره او علمی پالیسی او ملی تفکر دغه آفت په نعمت بدلوی.

افغانستان د یوویشتمی پیړۍ په دوهمه لسیزه کې ملا وتړله چی دولت جوړونه بشپړه، خپل ستراتیژیک موقعیت ته ځیر او خپل جیواکونومیک او جیو پولیتیک وضعیت په خپله ګټه را وڅرخوی او له بلی خوا ځان له انزوا او بفر حالت څخه خلاص او منطقې او نړۍ سره تعاملاتوته داخل او سیمه ییز رول ادا او سیمه ییزو لوبو کی د سیالانو سیال شی. دا بیداری د لویې لوبې طراحانو ته ګرانه تمامیده، نو د دولت دننه پنځم ستون او جګړو ته زور ورکولو دا هدفونه په اوبو لاهوکول. بل قدم کی یی دخپلو طبیعی منابعو د مدیریت او دهغو په واقعی ګټو کې شریکیدل و، دچابهار له لارې نړیوالو اوبو ته رسیدل او څلورو خواوو ته دوچې د پنځو  بندرونو پرانیستو هم یو شمیر سیالان را وپکرول. سیمه کې د دوه- درې لویو اقتصادی قدرتو را څرګندیدو د غرب او امریکی په معادلو کی د افغانستان ارزښت بلې خواته بوت، سره له دې چی  افغانستان وړاندیز کاو چی موږ غواړو د سیمی په تجارتی او مدنی څلور لاری بدل شو، خو دا چانس ورنه کړل شو. دا وخت د افغانستان سالم او اصولی حکومت او اجرائیوی ارګانونه نه لرل، د دې پر ځای یو متفرق شرکت و چی هر یو امتیازات غوښتل او په تنظیم شوی فساد کې ښکیل وو. ملت له بیعدالتی په تنګ او دپردیو د لاسوهنې فرصت ښه پوره برابرو. کله یې چې د اوبو مدیریت ته ملا وتړله، وخت تیر و او د خلکو بیخبری او کمه پوهه او د اوبوطماعانو دافرصت هم ورڅخه وتروړ. د داخلی نوپایه صنایعو (infant industries) او عنعنوی تولید وده د درواغجن تجارت، ډمپنګ ، د جنګ د لمنی دپراخولواو خیانت له امله  ودرول شوه او په نطفه کې شنډه شوه.دزیرزمینی شتمنیو لپاره نقشه هم افشا او مخه یې د اوږدې مودې لپاره وتړل شوه،   د سیمې په کچه لویو معاملو او په ملی کچه مفسدو سیا سیونو د ملی ګټو دغه چوکاټ دړې وړې کړ او لعنت د آفت ملاتړله. سازماندهی شوي فساد او دمتفرق دولت غړو افتضاح رامنځته او د لویې لوبې لوبغاړو ډیر څه د افغانستان له دولته په پټه پرمخ بوتلل. په پایله کې افغانستان د نړۍ د ډیرو طبیعی منابعو لرونکو هیوادو سره په توپیر؛ د سرچینو یا منابعو په افت واوښت. دا نوې بیلګه به په اقتصادی بحثونو کې ثبت اویو جلا مثال به وي، چې تر ډیره پورې د اقتصادی ستراتیژیستانوپه عوض استخباراتو پکې ډیر رول درلود.

ځینی وخت یو شمیر مسایل په اقتصاد کې بدبینانه ښکاري لکه د نفوسو په اړه د مالتوس نظریات.  مالتوس دهندسي تصاعد په بڼه د نفوسو زیاتوالی او د حسابی تصاعد په بڼه د تولید زیاتوالی ورخطا کړ او د نفوسو یوه بدبینانه نظریه یې ورکړه، خو اقتصاد پوهانو او سیاستوالوهغه بابیزه ونه ګڼله، بلکې له ده وروسته یې دې معضلې ته د حل دلارو په لټولو  پیل وکړ، د آفت او لعن پورته تفسیر هم شاید بدبینانه وګڼل شي، خو بابیزه یې مه بولئ، مهمه   داده چې د حل په لارو یې فکر وشي.