د طالبانو نوی حکومت

۲۰۲۱/۰۹/۱۱

د طالبانو نوی حکومت او درانه مسؤولیتونه

طالبانو د سپتمبر په ۷ نيټه خپل نوی او  د دوی په وینا سرپرست یا موقت حکومت اعلان کړ. که څه هم ځنی وزارتونه لکه د روغتیا، د ښځو د چارو او د شهیدانو او معلولینو وزارتونه پکی نشته، خو په مجموع کی د کابینی وزیران او ځنی معينان یی معرفی کړل، چی زما په اند دا ښه کار وشو، ځکه ممکن چی د خلکو په ورځنیو چارو کی بدلون راشی او په ښارونو او ولسونو کی بیا سا را وچلیږی.

داچي کابینه څنګه ده، ښه د که بده ده، ټول شموله ده  که نه ده، د دولتی کارو سره بلدتیا لري که نه یی لري، د وزیرانو په څنګ کی به مسلکی او په چارو پوه کسان برخه ولری کنه؟؟ ټولی هسې پوښتنې دی چی اوس ورته ځواب نه شی ورکول کیدلي او وخت ته اړ تیا لری.

زما په خیال د دی ټولو نه لویه اندیښنه داده چی، داخلی وضعې ته په کتو چي یو شمیر د واحد افغانستان د ټوټه کیدو او تجزیه کیدو معلوم الحاله عناصرو دا هلی ځلی پیل کړی چی په ټول هیواد خصوصاً په شمال کی د ولسونو ذهنیتونه مغشوش کاندی او د څه داسی اړو دوړ د جوړیدو د پاره زمینه برابره کاندی چی په تیرو ټولو رژیمونو کی د سردار داودخان د زمامدارې نه رانیولې بیا د اشرف غنی تر واکمنی پوری یی چی څه ملی خیانتونه، غلاوې، نارواوې کړی د فسق او فساد په ګرم بازار او چورو چپاول کی څه شتمنې تر د لاسه کړی هغه پکی بی له پوښتنې هضم کړلی شی. د دی ګډوډیو د پاره یی همدا اوس د نړۍ د ځینو هیوادونو او د مشهور فرانسوی  یهود برنارد لِوی سره چی د پخوانۍ یګو سلاویا، سودان، د هیوادونو د تجزیه کیدو او په مراکش، تونس، لیبیا، مصر او نورو عربی هیوادونو کی د ګډوډیو اوږده او پخه تجربه لری د واړه مسعود او د دویم مقاومت په نوم د مشرانو په څنګ کی ودریدلی او لګیادی کار کوی چی که نور څه و کړای شی او کنه خو یو درد سر باید د طالبانی حکومت په وړاندی را ایجاد کړی تر څو فرانسی او لندن ته د زمردو او لاجوردو د قاچاقو لړی تر یو خته پوری روانه پاتی شی.

له بلی خوا نړۍ خصوصاً د ناتو د نظامی تړون ملګری هیوادونه هم لګیا دي د طالبانو په حکومت باندی د سیاسی ، اقتصادی او مهاجرتی فشارونو د واردلو د پاره شرطونه یو په بل پسی قطاروی او د ثبات د له منځه وړلو د پاره هلی ځلی کوی.

د دی تر څنګ د داعش د خراسان د څانګی د قوی ظهور د پاره هم پراخه لابی روانه ده او ورسره داسی ښکاری چی پاکستان هم په دی کار کوی چی د طالبانو په منځ کی  په مرموزه توګه د اختلاف درزونه لاپسی پراخه کاندی ترڅو هغه طالب مشران  ورو ورو د صحنی نه و کاږی چی د دوی د غوښتنو سره موافقه نه لری.

داسی په لسګونو نوری ستونزی هم شتون لری چی د طالبانو د واکمنې او په ټول هیواد د کامل امن، د ورځنیو ستونزو د حل، د نړیوالو سره د ښو اړیکو د ټینګښت، د خپلو ولسونو او نړیوالو نه د مشروعیت د تر لاسه کول، د سولی د تامین سره یو ځای خلکو ته د کار او مصروفیت پیدا کول، د یاغی اړخونو د کنترول او د یوه ارام هیواد د جوړیدلو د پاره هلې ځلې د ګواښ سره مخامخ کوی.

نو که دوی په ځان او خپل حکومت کی داسی تغیر را منځ ته نکړی چی دی ټولو ستونزو ته رسیدګی وکړلی شی، دا به مشکله وی چی دا درانه مسؤولیتونه تر سره کړلی شی او که یی تر سره نشی کړلی نو په دی کی به هم څه شک نه وی چی دوی هم بیرته تیت و پرک او د تل د پاره د سیاسی صحنی نه و وځی. په دی هیله چی یو واحد ارام او سر لوړی افغانستان ولرو. پای.‎