لنډه کیسه

۲۰۲۱/۰۸/۳۰

انجنیر سلطان جان کلیوال

ښاپیرۍ

د محلی مجاهیدینو او دولتی قواو تر منځ به وخت نا وخت جګړه را منځ ته کیدله او کله ناکله به هوای بمباریو هم د محل کلي تهدیدول خو په مجموع کی سیمه د دولت د کتنرول نه وتلی وه او د مجاهدینو له خوا ادادره کیدله. د سیمی د مجاهدینو عمومی آمر یو سلفی ملا و چی د کوم عرب شیخ لور یی میرمنه وه. هغه خپل اوښی چی ابوالتمیم نومیده، د نورو عربو مجاهدینو سره خپل وطن ته راغوښتی و،د ابو التمیم توپیر د نورو عربو مجاهدینو سره دا و، چی نور د جنګ په جبهه کی د دولتی قواو سره جنګیدل او ابوالتمیم په دی غرنۍ سیمه کی د سیمی ماشومانو ته په مدرسو کی د دینی علومو د زده کړو مسؤل و. د درس ورکولو سیستم داسی و چی د سهار له خوا به هلکان مدرسی ته راتلل او تر غرمی وروسته یا د ماسپښین په وخت به جنکۍ مدرسی ته راتللی. د مدرسی استادان اکثره محلی ملایان ول، یو دوه دری تنه به عربان وو. ابوالتمیم د عمومی مشر په توګه د مدرسی اداری او درسی چاری سمبالولی او د شپږم ټولکی نه په لوړو نمرو نارینه شاګردان به یی پاکستان کی د سلفیانو مدرسو ته استول او د ښځینه شاګردانو تدریس همدلته پای ته رسیده.

ښاپیرۍ د یوه بزګر لور وه ، عمر یی دیار لس کاله و چی د شپږم ټولګی نه په ښو نمرو فارغه شوه . هغه ډیره ښکلی، هوښیاره او د خپلو همزولو په منځ کی د نجونو میره وه. لا وړه وه چی د سیمی د ډیرو ځوانانو زړونه یی وړی وو. خو پلار به یی هر مرکه چی ته د هغی د عمر کموالی او د مدرسی نه د نه فراغت بهانه کوله. د مدرسی نه د فراغت سره سم، د غفار کاکا کور ته بیا د مرکه چیانو تګ راتګ پیل شو او د هر زوی پلار هیله لرله چی ښاپیرې د خپل کور ناوی کاندی.

ملا اسلم چی د مدرسی یو تر ټولو مشر او د پاخه عمر لرونکی استاد دی، او د ابوالتمیم سره تر نورو ډیری نژدی او خصوصی اړیکی ورسره لری، هغه ته لا  دمخه  معلومه وه چی  ښاپیرۍ یی ډیره خوښیږی، ورباندی عاشق دی، په نارامی سره د ابوالتمیم دفترته ورځی او هغه ته خبر ورکوی چی نژدی ده چی ښاپیری له لاسه ورکاندی. ابوالتمیم فوراً د مدرسی کوم خدمتګار غفار کاکا ته ورلیږی او ورته وایی چی غفار ورته راولی. د لږ ځنډ نه وروسته غفار د ابوالتمیم دفتر ته راځی او پوښتنه کوی چی خیرت خو به وی؟ ابوالتمیم ورته وایی چی زه غواړم ستا لور چی په ښو او لوړو نومرو زمونږ د مدرسی نه فارغه شویده د لوړو زده کړو د پاره د هیواد نه بهر ته واستوم. غفار کاکا ورته وایی چی زه او کورنۍ می هم ورسره تللی شو. ابوالتمیم ورته وای چی نه دا امکان نه لری. غفار کاکا وایی ، نوزه څنګه خپله لور بی له مانه لیږلی شم صیب؟ ابوالتمیم ورته وایی چی ماښام د دوه دری استادانو سره ستا کورته درځم او هرڅه به درته و وایم ته اوس تللی شی.

ماښام ابوالتمیم د ملا اسلم او دوه نورو استادانو سره د غفار کاکا کورته ورځی. له روغبړ او لږی دمی نه وروسته ابوالتمیم  ملا اسلم کاکا ته وایی چی خبره را پیل کاندی. ملا اسلم د دعا کولو نه وروسته غفار کاکا ته مخ ور اړوی چی آمر صاحب غواړی چی ستاسو لور د لوړو زده کړو د پاره خارج ته ولیږی ، خو تاسو تشویش لری چی هغه بی له محرمه نشې لیږلی نو آمر صاحب دی ته حاضر دی چی ستاسو لور په حلاله نکاح واخلی او ستاسو دا اندیښنه لری کاندی، اوس نو ته و وایه چی څنګه دی خوښه ده؟

غفار کاکا ورته و ویل چی د امر صاحب کورودان، د مونږ سره یی هر وخت لازمه مرسته کړیده خو دا کار په دری د لیله نشم کولی: لومړی داچی زما لور لا تر اوسه ماشومه ده او دویم داچی زه نه غواړم چی لور می مسافره کړم او د سیمی نه بهر یی چاته ورکړم او دریمه خبره داچی آمر صاحب د خپلی خولی خبره ده چی دوه نوری میرمنی هم لری او….. ملا اسلم یی خبره ورلنډه کړه او ورته ویی ویل چی ګوره غفاره! زمونږ د سیمی ټولی جنکۍ په همدی عمر کی واده شوی او ودیږی ، پرون هم د فلانی لور چی ستا د لور نه وړه وه واده شوه، پاتی شوه د مسافری خبره ، هغه هم سمه ځکه نه ده چی آمر صاحب خو همدلته له مونږ سره اوسیږی. ایا د ده محترمه خور چی د مشر مولوی صاحب میرمنه ده مسافره ده؟ مسلمان د بل مسلمان سره په جوړه کیدو او اوسیدو هیڅکله مسافر نه شی کیدلی او دا چی تاسو د آمر صاحب د دوه نورو ښځو خبره څنګه کولی شی، زه هم دوه ښخی لرم او په دی کی خو کوم اسلامی ممانعت هم نشته دی نو … غفار کاکا په لنډه توګه ځواب ورکړ چی د هرچا خپله خوښه چی چاته مسافر وای او چاته یی نه وایی، ماته آمر صاحب مسافر دی اوزه می وړه لور په دوو بنو نه شم ورکولی. دا کار ناشونی دی.

ابوالتمیم غفارکاکا ته و ویل چی هرڅومره روپۍ چی غواړی درکوم یی خو انکار مه مکوه. غفار کاکا ته د روپیو خبره ډیره سخته ښکاره شوه نو ملا اسلم ته یی و ویل چی که دا زما کور نه وای شاید د خولی نه می سختی خبری را وتلی وای، خو هیله ده چی له دی ځایه لاړ شی. ابوالتمیم په غصه را پورته شو او غفار کاکا ته یی په تهدیدی لهجه و ویل چی زه د اول نه په تا شکی وم چی ته د ملحدینو ملګری یی او د ښځې ورور دی عسکری منصبدار دی در سره ګورم به خو لور دی زما ده . د کور په مخ کی یی د پښتنو د ناوړه دود په پیروی د تفنګچی څو هوائي ډزی وکړی. تر ډزو وروسته یی غفار ته و ویل چی دری ورځی وروسته زه ستا د لور سره نکاح کوم خبر اوسه او د ملګرو سره له کوره و وت.

غفار کاکا په خواشینی سره ټوله کیسه خپلی میرمنی او لورته وکړه او ورته ویی ویل چی باید سبا شپی ته په تیاره کی له خپله کور و تښتو. ښاپیری د پلار خبرو له اوریدو وروسته د ځان سره څه کرل ریبل شروع کړي وو نو له لږ ځنډ ورورسته یی پلار ته و ویل چی پلاره! مونږ هیڅ ځای ته نه ځو زه حاضره یمه چی د دی عرب سره نکاح وکړم هیڅ تشویش مه کوه زه کومه ستونزه نه لرم. پلار یی په حیرانۍ ورته و ویل چی ایا ریښتیا وایی ؟ هغی ځواب ورکړ چی هو پلاره رښتیا وایم. مور یی ورته په قهر شوه چی سپین سترګی دا ته څه وایی؟ هغی ورته و ویل چی نه موری دا سپین سترګی نه ده، هرڅه به سم شی اندیښنه مکوه.
پلار یی سهار ابوالتمیم ته خبر ورکړ چی  لور می راضی ده نو ستا غوښتنه راته منظوره ده. ابوالتمیم خوښ شو او په دوه ورځو کی یی د واده د پاره تیاری ونیو.
د واده شپه را ورسیده ښاپیری د واده جوړه په تن کړی او لاسونه یی په نکریزو سره وو، ملګرې ورنه راتاو وې ، چمبی وهلی او خپلی ملګری ته په سندرو کی مبارکی ورکوله . د نکاح د تړلو وخت چی را ورسیده، شاه پری ابوالتمیم ته ځواب ولیږه چی غواړی د نکاح ټولو مراسم د خلکو مخکی په خپله خوله تر سره او د ایجاب او قبول ټول مراسم په مستقیمه توګه چی د اسلامی شریعت حکم دی ادا کاندی.

ابوالتمیم دا غوښتنه و منله، شاه پری یی د نکاح تړلو ځای ته راوستله او د ابوالتمیم تر څنګ یی کښینوله. ملا اسلم د نکاح د عا ولوستله او د ابوالتمیم نه د مهر د ټاکلو او منلو وروسته د ښاپیرۍ د قبولیت غوښتنه وکړه، هغې و ویل « قبوله می وه او قبوله می ده». کله چی همدا پوښتنه د ناوی ښاپیری نه وشوه هغی په اول وار څه و نه ویل ، ملا اسلم بیا خپل پوښتنه تکرار کړه، ښاپیری داکرت په یوی اسمانی چیغی سر و ویل « نه نه نه …» او د دی سره سم یی د خپل لوستوڼی نه چاقو را و ویست او د ابوالتمیم په ټتر یی دا سی پرله پسی ګزارونه وکړل چی د وینو فواری یی د ملا اسلم مخ هم ورسور کړ. د ابوالتمیم محافظینو د ټوپکو په ډزو  په جبر سره د ناوی شوی پیغلی ښاپیری اروا اسمان ته والوزوله او د هغی جسد یی د ناوی په لباس کی نژدی دریاب ته ور وغورزاوه. پای