آزادې

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com
۲۰۲۴/۰۱/۰۷
آزادې
لکه میـنه چی د ښـکلی جانان حق دی
آزادې ژوند کی د هر یو انسان حق دی
دې دنیا ته څـوک غـلام راغـلی نه دی
زنځــیرونه ماتـــول د زمـان حــق دی
د بل حـق تلـف کـول د چا حـق نه دی
ژوند کولو ته د هـر چا مکان حق دی
د پـردیـو د تـجــاوز مُـقـابــلـې تـــه
په مـیړانه دریـدل د افـغـان حـق دی
قربان شوی په دی لاره یو بی شمیره
یادیـدل د مــیړنیو د کاروان حـق دی
بیا دی نه شی کلیوال زمونږ بی واکه
آزادی سـره مل نوم د «امان» حق دی
اکست / ۲۴ / ۲۰۲۳
تورنتو – کاناډا


د وبپاڼې د پرانستلو(۲۰۲۱/۰۹) راهیسې
[apvc_embed type=”customized” border_size=”2″ border_radius=”5″ background_color=”” font_size=”14″ font_style=”” font_color=”” counter_label=”د لوستونکو ټوله شمیره” today_cnt_label=”Today” global_cnt_label=”د لوستونکو ټوله شمیره ” border_color=”” border_style=”solid” padding=”5″ width=”280″ global=”true” today=”false” current=”false” icon_position=”” widget_template=”template_24″ ]
د اړیکو لپاره، لطفاً په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ
nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com
د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو کرکو ته هڅول او بلنه، څې په زور او زیاتی اوړي، ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.








