څــيره د خــپل وطن
[apvc_embed type=”customized” border_size=”2″ border_radius=”5″ background_color=”#ff0909″ font_size=”14″ font_style=”italic” font_color=”#ffffff” counter_label=”تر دې دمه یواځې د دغه مطلب د لوستونکو شمېره:” today_cnt_label=”د نن ورځې لوستونکي :” global_cnt_label=”ټول ټال د ۲۰۰۱کال راهیسي د ټولو لوستونکو شمیره:” border_color=”” border_style=”solid” padding=”5″ width=”350″ global=”false” today=”false” current=”true” icon_position=”” widget_template=”template_24″ ]

۲۰۲۲/۰۸/۲۴
څــيره د خــپل وطن
لیـدلې می په ســترګو ده، تیاره د خپـل وطن
یادیږی می جنت غوندی، څېره د خپل وطن
توی شوی له اسمان وربانـدی، نور د محبت
ښکاریږی تاج محـل راته، دیره د خپل وطن
ګناه د ناپوهۍ وه ، غـم یی کـړو راته په سر
وریته می کړه په اور هره، دره د خپل وطن
پوه نه شـوم په تمـیز د لیـونی او د هوښـیار
زندۍ می کړه په لاره کی، چاره د خپل وطن
خوښـیږی می د بل د غلامۍ، له تخت و تاج
انصـاف باندی ولاړه، غـرغـره د خپل وطن
بـد بخــته کلـیـواله ، لا هـم ســر یی په کــږو
له مور درته سکه ښکاری، میره د خپل وطن.
جولای۲۴/۲۰۲۲
ایجکس – تورنتو – کاناډ

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ
nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com
د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو کرکو ته هڅول او بلنه، څې په زور او زیاتی اوړي، ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي. د ا. ا. په وبپاڼه کې د یو مطلب د خپاره شوی محتویاتو پازوالئ، د لیکوال په غاړه دئ.








