ویره او حد
[apvc_embed type=”customized” border_size=”2″ border_radius=”5″ background_color=”#ff0909″ font_size=”14″ font_style=”italic” font_color=”#ffffff” counter_label=”تر دې دمه یواځې د دغه مطلب د لوستونکو شمېره:” today_cnt_label=”د نن ورځې لوستونکي :” global_cnt_label=”ټول ټال د ۲۰۰۱کال راهیسي د ټولو لوستونکو شمیره:” border_color=”” border_style=”solid” padding=”5″ width=”350″ global=”false” today=”false” current=”true” icon_position=”” widget_template=”template_24″ ]

۲۰۲۲/۰۷/۱۵
ویره او حد
بیګاه د شپې خوب کی د مرګ ، بلا وهلی یمه
له تانـه لری پنځه متـره یا زرونــه مَـــېـله
څـه تـوپيــر نه لـري یو شــانته ، زوریدلی یمه
د بیلتون تورې زولنې می وي پښو کی پرتې
د اســتبـداد د کور ســپاهیـانو، درد ولی یــمه
زه خو پښــتون یم شـکایت له حالـت نه کـومـه
و له تا لری شـنه جنت کی، اور سـیزلی یمه
دومره مجبوریمه چی وژاړمه اوښکی توی کړم
خو وچې شـوې، څـلـویښــت کاله، ژړیـدلی یـمه
د وجـود ونه می خزان ده وچـیـدو ته نـژدې
که پام می ونه کړی، یم کوږ شوی پریـوتلی یمه
د هر مظلوم سره جګړه، جګړه د خدای سره ده
ته هـم دی حـد ته نـژدی کـیږی، پـوهیـدلی یمـه
په بـد حـالـت د مسـافـر کلـیوال ، و پـوهـیــږه
ستا د غـرور د اور په دیګ کی، سوزیدلی یمهج
جولای ۱۰، ۲۰۲۲
ایجکس – تورنتو – کاناډا

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ
nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com
د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو کرکو ته هڅول او بلنه، څې په زور او زیاتی اوړي، ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي. د ا. ا. په وبپاڼه کې د یو مطلب د خپاره شوی محتویاتو پازوالئ، د لیکوال په غاړه دئ.








