د انګریز په وړاندې د ملی مبارزینو اتلولي

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

۲۰۲۴/۰۳/۱۵

د انګریز په وړاندې د ملی مبارزینو اتلولي

زموږ ولسي ادب؛ په تیره لنډیو، چاربیتو اود ولسی شاعرانو اود هغه وخت د نامدون- شفاهي  ادب په رنګینه لمن کې د استعمار په وړاندې د ملی مبارزینو دسرښندنې بیلګې د افغانی – ملي حماسو ثبت شوې پاڼې دي. د پېړیو پېړیو په بهیر کې ویل شوې او سینه په سینه راپاتې لنډیو ویونکی معلوم نه دی، چاربیتې هم همداسې. په نکلونو کی د اتلانونومونه شته، خو راوایان یې هیر شوي، مګر د زیات شمیرولسي شاعرانو نومونه ترموږ پورې رارسیدلی دي.

په دې کې یو هم شریف خان دی. شریف خان د لالپورې اوسیدونکی او د انګریز په وړاندې د ملی مبارزینو د سنګر یو سپاهی اود پېښو ثبت کوونکی دی. ده د غزواتو انځور په شاعرانه ژبه کړی دی. یوه بیلګه یې د افغان – انګلیس درېیمه غزا ده . ولسی شاعر شریف د چکنور د ملا صاحب(ملا امیرمحمد )، د هغه دملګرو(احمدخان، ګلبازی، نایب خان، سیدعثمان، خانجانو…) دسرښندنو او ختیزه جبهه کې د افغان- انګلیس د دوهمې جګړې انځور ایستلی دی.  دا پېښه د ارواښاد غبار د تاریخ په ۷۶۰ مخ کې هم راغلې ده. آرواښاد غبار په دغه څپرکي کې د ۱۹۱۴م. کال د مشرقی محاذ پېښې ښودلي دي،  په مومندو کې د چکنورملاصاحب او ملی مبارزینوڅرګنده ونډه لرله، د دغې زمانې د چاربیتو د دغه ولسي شاعر د کلام بېلګه دا ده:

الله پاک دې د افغان- انګلیس د درې ګونو غزاګانو ننګیالی وبخښي، چې موږ ته  یې یو آزاد افغانستان په میراٍث پریښی دی، د غازی امان الله خان اروا دې ښاده وي چې استقلال یې ترلاسه او د افغانستان د مډرن کولو او دخپلو نیکونو؛ امیرشیرعلیخان، احمد شاه بابا، میرویس نیکه او شیرشاه سوري په شان یې د پرمختللی افغانستان په اړه فکراو عمل کاو، خدای دې اوسنیو ځوانانو د وطنپالنې، خپلواکي ساتنې، پوهې ترلاسه کولو او ملی  یووالی ساتلوتوفیق ورکړي.( آمین).

پورتني انځورونه په خانګړې توږه د همدی لیکنی لپاره د (AI) په مرسته جوړ سوي دي.
سیدال هومان

اخځ:

۱.عطایی. محمد ابراهیم.(۱۳۷۴)، د افغانستان لنډ تاریخ، سبا میوند خپرندویه ټولنه: پېښور.

۲.غبار، میرغلام محمد.(۱۳۴۶)، افغانستان درمسیر تاریخ، لومړی ټوک، دولتی مطبعه : کابل- افغانستان.

۳. … وطن ادب( ویبپاڼه)، د افغانستان د معاصرو ادبیاتو دایرة المعارف.

د اړیکو لپاره، لطفاً په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.