لویه سیاسی تیروتنه

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

۲۰۲۴/۰۲/۱۸

لویه سیاسی تیروتنه


د یکشنبی په ورځ د ۲۰۲۴ کال د فبروری د میاشتې په (۱۸) نیټه د قطر د هیواد د دوحې په ښار کی د ملګرو ملتو په غوښنته د نړی د شاوخوا شلو لویو هیوادونو او ګڼو نړیوالو ټولنیزو سازمانونو په ګډون د افغانستان د سیاسی، اقتصادی او ټولنیزو حالاتو د څیړنې په منظور یوه نړیواله غونډه جوړه شوه. په دی غونډه کی په نړۍ کی د ډیرو مهمو مسایلو د شتون سره سره د ملګرو ملتو د اداری عمومی منشی انتونی ګوتیريش هم د مشر میلمه پال شخص په توګه برخه اخستې ده. د دې معنی دا کیدای شی چی افغانستان لا هم په نړیواله سویه په محراق کی قرار لری

د نورو تیرو غونډو په خلاف په دی غونډه کی د طالبانو نه هم د یوی سیاسی ډلی په توګه د ګډون غوښتنه شوی وه. خو له بده مرغه د طالبانو زعامت د ډیرو وړو دلایلو په وړاندی کولو سره په دی نړیواله با اهمیته غونډه کی د ګډون نه انکار وکړ او غونډې ته ور نه غلل.

د طالبانو ویاند وویل چی دوی ځکه غوڼدی ته ور نه غلل چی:

لومړئ:- د ملګرو ملتو عمومی منشی د طالبانو د خارجه وزیر سره د ملاقات غوښتنه رد کړه.

دویم: ملګرو ملتو طالبانو ته د غونډی اجند ورنکړه.

دریم : له طالبانو نه د یوه دولت په توګه نه بلکی د یوی سیاسی ډلی په توګه د ګډون غوښتنه شوې وه او ممکن همداسی ځنې نورې وړې خبرې.

اول خو د طالبانو دخارجه وزیر لیدنه د عمومی منشی سره هیڅ ضروری  موضوع ځکه نه وه، چی عمومی منشی په خپل دریځ په عمومی تالار کی هم تاسو ته او هم نړیوالو ته وړاندی کړی وای او ستاسو نماینده به خپل دریځ هم عمومی منشی او هم نړیوالو ته څرګند کړی وای. نو  خصوصی لیدنې ته به هیڅ اړتیا نه وای پیښه شوی.

 دویم د اجندا د لیل : لومړی خو دا د باور وړ نه بریښي چې طالبان دي د اجندا نه یا په رسمی او یا په غیر رسمی توګه خبرتیا ونه لری، خو که ویی منو چی دوی ته اجندا نه ده ورښودل شوی، هم  هيڅ ارزښت لرونکې خبره ځکه نه وه چی تاسو به د خپلی اجندا سره غونډه کی برخه اخستی وای، د غونډی ګډون کوونکو به تاسو ته کورنۍ وظیفه درکوله ( چی اوس یی هم درکوی) او تاسو به نړیوالو ته کورنۍ وظیفه ور په ګوته کړی وای.

دریم دا چی ولی د یوه دولت په توګه درته بلنه نه ده درکړشوی او د یوی سیاسی ډلې په ټوګه یی بللی یاست. اوس نو تاسو خپله قضاوت وکړی او په اوسنۍ زمانه کی دولت تعریف کړی بیا ګیله وکړی. د اوسنۍ زمانې دولتونه د نړۍ د ټولو او کم له کمه د نیمایی هیوادونو سره سیاسی او اقتصادی اړیکی لری، تاسو یی لری؟ اوسني دولتونه اساسی قوانین او د وظایفو د اجرا ځانګړی اصول لری ، تاسو یی لری؟ اوسني دولتونه ملی شوراګانې او د ولسونو سره د اړیکو ساتلو لپاره پارلمان لری، تاسو یی لری؟ او سني دولتونه په هیواد د حاکمیت د پاره انتخابات لری، ترڅنګ ئې د آپوزیشن په نوم، نور رسمی سیاسی ګوندونه لری، تاسو یی لری؟ اوس تقریباً د نړۍ ټول هیوادونه په ملګرو ملتونو کی استازي لری، تاسو یی لری؟ او داسی نور ملحوظات. بل داچی متل دی وایی « زما مڼه په کارده که د مڼې له ونې وی که د سنځلی له ونی». وه وروره! تا باید په غونډه کی ګډون کړی وای ترڅو دی ځانته د دولت حیثیت ترلاسه کړی وای.

زما په اند، هرچا چی د طالبانو محترمو مشرانو ته  په دی غونډه کی د نه ګډون مشوره ورکړیده ښه یی نه دی کړي او دا مشاورین د طالبانو دوستان نه، بلکی ښه قسم خوړلی دښمنان دی.

ښاغلو د طالبانو مشرانو! تاسو ته به د ملګرو ملتو اداره یوه ګوډاګۍ اداره ښکاری او د لویو زبرځواکونو د پلانو تطبیقونکی به درته معلومیږی چی دا یو حقیقت هم دی. خو همدا اداره کولای شی چي  خپلې د امنیت شورا ته ستاسو په هکله هر ډول یی چی یی غوښتی وی راپور ورکاندی او د امنیت شورا بیا امریکا او یا بل زبر ځواک ته لکه د تیر په څیر ستاسو د نظامی سرکوبۍ جواز ورکاندی. تیرکرت خو پاکستان ستاسو لاس نیوی وکړ، او د بیا تشکل امکانات یی درته برابر کړل، خو داکرت پاکستان تاسو سره مرسته ځکه نه کوی چی تاسو د پاکستانی جنرالانو ډیرې غوښتنې و نه منلی او هغوی مو په ځان باندی بی باوره کړل. ستاسو ډیر مشران نن هم د سرحد په توګه د ډیورنډ لاین د نه منلو خبره کوی او داسی خبری د پاکستان نظامی چارواکو ته په قطعی توګه د منلو وړ خبری نه دی. تاسو باید په دی پوهیدلی وای چی هر د سترو سترګو لرونکی حیوان زمری نه وی. دا هم په یاد ولری که د امریکا په راتلونکو ټاکنو کی واک پخوانی جمهور رئیس دونالد ټرمپ تر د لاسه کړي، هغه د هفتی (۴۰) ملیونه ډالر در باندی په لومړی ورځ قطعه کوی، بیا به دی سل افغانی دیوی پاکستانۍ کلداری سره تبادله کیږی. فقر، ناداری او بیکاری به دی د هیواد ولسونه دی ته اړباسی چی یوی لورې ته د تیښتی د لاری په لټه کی شی. خبرې به ستغې وی او ستاسو به نه خوښیږی خو ماته خپله پوهه او تحلیل همدا وای.

د ارتباط لپاره، په لاندینیو پتو اړیکه ټینګه کړۍ

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.