د وګړشمېرنې  تخنیکی اړخونه(۳)

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

۲۰۲۴/۰۲/۱۱

د وګړشمېرنې  تخنیکی اړخونه

مخکې وویل شول چې وګړ شمېرنه یوه پیچلی پروسه ده چی د نفوسو په هکله معلومات راته چمتو کوي. دا پروسه د  اداري چارو ترڅنګ؛ تخنیکی چارو ته هم اړتیا لري چې باید متخصص او مسلکی ماهر پرسونل ورته ولرو. له دې امله چې افغانستان د یو مجبوریت له مخې د لاندنیو ساده ریاضیکی طریقو او فرمولو په واسطه اټکلونه کول، خو د څلویښتو کلونو بهیر کی نور دا اټکلونه ډیر اعتبار نشی لرلای:

P= P0 X ert

په دې فرمول کی P د پام وړ کال نفوس،  P0 د اساس کال نفوس، rد نفوسو د ودې فیصدی  او t دکلونو شمیر دی. دا فرمول شاید د یوې یا دوو دورو لپاره دقیق وی، خو د ډیرو کلونو لپاره په دې هر جز کی بدلون راځی ، همدا رنګه دا لاندی فرمول:

دا چي تر اوسه د مجبوریت له کبله د نفوس معلومات د تخمین له مخې نشر کیدل، اوس یې وخت دی چی د نفوسو د نړیوال صندوق، داخلی او بهرنیو متخصینو، د اطلاعاتی وسایلو، د معارف وزارت، دکارتوګرافی ادارې او د پوهنتونونو په ګډ کار سره دی مقصد ته ورسیږو. لومړنۍ سرشمیرنه د ښوونځیو د رخصتی پرمهال وه، چې شاګردان کورنو کی وو او ښوونکو د سرشمیرونکو په توګه د سرشمیرنی له ټیمونو سره کار وکړ. دکارتوګرافی اداری لازم سکیچ مپونه چمتو کړی وو، اطلاعاتی وسایلو، د روغتیا وزارت او د کورنیو چارو وزارت هم خپله برخه لرله.

دکارتو ګرافی دنقشو له مخې د هر ګروپ ساحه او دسرشمیرونکو لپاره د لارو، ویالو، پلونو او نورو ځایونو د موندلو کار اخیستل کېد، له نقشی او سکیچ مپ څخه  استفاده د اضافه شمیرنې، کم شمیرنې اشتباه او د وخت دضیاع ستونزه له منځه وړي. د کارتوګرافی طرز  دا دی چی دیموګرافران  د نقشی په علایمو، وضعیت، استعمال او د هغی په رهنمایی کوونکو شفرونو، کودونو او رنګونو پوه شی  او دا باید د وګړشمیرنی لومړی مرحله کی دوی ته  د ورکشاپونو په ترڅ کی وښودل شی.

په دې توګهدیموګرافيکي چارې د هیواد په سرتاسر کې هر مسکوني واحد او سیمه راښيي. که چيرې ډيره لږه برخه او آن یو کور او یو House Hold هم بې شمیرنې پاتې شي دا بشپړ پوښښ او Coverage نه دی، نو ځکه د دوباره شمیرنې (re- enumeration) غوښتنه کوي، په دې توګه (re- enumeration) هم د وخت ضایع کول دي او هم یو مضاعف لګښت دی. د نفوسو د شمیر د صحت د معلومولو لپاره د دوباره شمیرنې په پرتله Internal Consistent میتود ګټور تمامیږي. که چيرې به سیمو کې تیروتنه او د ساحې تداخل پيښ شي او د وګړشمیرنې ګروپونه یو ه ساحه له شمار څخه پريږدي ، دې ته د کم شمیرنې یا Under enumeration تېروتنه وايي او که چیرې د شمیرنې ګروپونه یوه ساحه دوه ځلې وشميري یا یو ګروپ د بل ګروپ د ساحې وګړي چې هغه بل ګروپ هم شمیرلی وي، خپلو فورمو کې ډک کړي په دې صورت کې د اضافه شمیرنې یا Over Enumeration تیروتنه رامنځته کیږي. نو ځکه د دې غلطیو د نه واقع کيدو په خاطر له کارتوګرافي څخه مرسته غوښتل کیږي او د هرې سیمې نقشې چمتو او د وګړ شمیرنې ګروپونو، سوپروایزرانو او کنترولرانو ته سپارل کیږي دغه Sketch map د جغرافیاوي ټولو نښو سره یو ځای ساحه ښه روښانه کولای شي په دې توګه د دیموګرافي او کارتوګرافي دغه تخنیکی ګډ کار، د وګړ شمیرنې په پروسه د کار د طرز مطلوبه بڼه ده. په دی طرز کی دیموګرافرانو ته  د نقشی ښودنه، د نقشی درنګونو بیانول، د سکیچ مپونو سپارل او د هغو په کود پوهیدنه، د علایمو استعمال او دهغو د استعمال طرز ښودنه  شامله ده.  دغه طرز  او په هغه حاکمیت  موندل د وګړشمیرنی لومړی پړاو کی  شامل وظایف دی.

موږ اړ یاستو چې وګړشمیرنه د مخامخ مرکو له لارې او له هر Hold house څخه د مخامخ کتنې څخه چمتو کړو، لاهم نوي میتودونه لکه  د ایمیل او فکس له لاری د معلوماتو ټولول نه دی ممکن شوی، نوځکه موږ اړ یاستو چی هر پړاو کی ځینی تخنیکی ټکی په پام کی ونیسو:

I . له شمار څخه مخکی پړاو (  pre-enumeration) : په دی پړاو کی د وګړشمیرنی مقدماتی چاری لکه د مناسسبو تشکیلاتو رامنځته کول، د سیمه ییزو دفترونو پرانیستل، د پوښتنلیکونو طرح کول، دشمیر د روش ټاکل ( دا روش به یا    dejureوی او یا به هم  defacto وی)، د پرسونلو تریننګ کول، دسکیچ مپونو جوړول او په جغرافیایی نښو او علامو باندی د پرسونلو پوهول، د جغرافیایی او کارتوګرافیکی کودونو ښودنه، د کلیانو ( sketch maps key)  جوړول او ښودل او دی ته ورته مقدماتی چاری او د وګړشمیرنی د پلان جوړول تر سره کیږی. په دی پړاو کی د شمار ساحی د نقشی پر مخ ښودل کیږی. د شمار ساحه هغه ټاکلی سیمه ده چی یوه  وګړ شمیرونکی ته یی د وګړ شمیرنی دنده سپارل کیږی. لکه یو کلی یا څو کوچنی کلی او په ښارونو کی د یوی ناحیی یوه کوڅه، چی د نقشی پر مخ د دغی ساحې  پولې اوسرحدات ښودل کیږی ( لاندی شکل د یوی ښاری ناحیی یوه نقشه ښکاره کوی).

په دی توګه د پورتنیو مثالونو سره سم وګړ شمیرونکی په ټاکلي وخت کې د همدې ساحې خانوار شمیری.  د یوې ساحې د څو تنو وګړ شمیرونکو لپاره یو کنترولر او د څو کنترولرانو لپاره یو سوپروایزر ټاکل کیږي، چې د هر یوه فورمې  او لستونه یو بل سره توپیر لري. ورګړل شوې فورمې اولستونه د یوې ورځې په ترڅ کې ډک او د هماغې ورځې  په پای کې د ساحې مرکز ته سپارل کیږي.

II . د شمار پړاو( Enumeration) :   دا د وګړشمیرنې عملیاتي پړاو دی چې د لومړني پړاو په تعقیب پیل کیږي او هغه چمتووالی  او پلان چې  لومړني پړاو کې چمتو شوی و، په دې پړاو کې  تطبیق کیږي.

III .  له شمار څخه وروسته پړاو   ( Post enumeration)   :په دې پړاو کې  راټول شوي ارقام تحلیل  او دنشر لپاره چمتو کیږي.  دې ته  د ارقامو د ارزیابی اوپروسس پړاو هم ویل کیږي.

د څو تنو سرشمیرونکو کار د یوه کنترولر او بیا د څو تنو کنترولرانو کار د سوپروایزرانو په واسطه څارل کیږي، چې سکیچ مپونه، کودونه او سرحداتو ټاکنه ورسره مرسته کوي. سکیچ مپ کې کوڅی، سړکونه، ناحیی، ویالی، سیندونه او نور  په نښه او نومونه ورته ایښودل کیږي. سیمی باید د کود په واسطه کودبندي شي او د اوسېدو سیمې او واحدونه باید فهرست شي. د سوپروایزرانو، کنترولرانو، او وګړشمیرونکو شمیر او پوښتنلیکونو تعداد د همدې فهرستونو له مخې برابریږي. دکره او روښانه نقشو، کودونو او علایمو موجودیت موږ سره  مرسته کوي چې وګړشمېرنه پلان سره سم په ټاکلي وخت  تر سره شي،  دا ځکه چې په وګړشمیرنه کې وخت (census timing )  ډیر مهم او حساس معیار دی. مثلاً که یو ماشوم د ټاکلی وخت له دولسو بجو یوه دقیقه وروسته زیږي، په شمیرنه کې نه راځی.

د شمیرنې ښودل شوی وخت ته reference period ویل کیږي. البته د  flat map  په پرتله، دلته  موږ ته  sketch map  او علایم او مشخصات  او د مشخصاتو کلی د ډیر ارزښت لرونکی او د وخت دضیاع مخنیوی کوونکې ده. دلته به د توپو ګرافیکی  علایمو، جغرافیایی کودونو، پلونو، لویو لارو، پارکونو، ښوونځیو،کلنیک او نورو نښو څو بیلګی راوړو ، چی د دیموګرافرانو د استعمال لپاره ترتیب شوی دی(مثال د یو خارجی هیواد دی) :

مخصوصه اشاری(علایم legend):

دشمار له پړاو وروسته، د ارقامو د تحلیل دنده لا زیاته مهمه او تخنیکی اړخ لري. دتحیلیل مدیریت او ټیم باید ټول را ټول شوی ارقام ترلاسه او وروسته تر هغه د هرې برخې کتګوري ځانګړو ګروپونو ته وسپاري. دا هغه پړاو دی چې نور نو د ساحې موظف ګروپونه، شمیرونکي، کنترولران او سرګروپان پکی مسئولیت نه لری، دا ټول مسولیت د تحیلیل د مدیریت دی. دوی احصائیوی وسیلو(جدول او ګرافونو) په واسطه ارقام صنف بندي، تخلیص او تشریح کوی.

د ارقاموله تحلیل اوطبع کولو وروسته د باصلاحیته مرجع له هدایت او تائید ورسته پروسس او تحلیل شوی ارقام مربوطه دولتی، نړیوالو ادارو او دنورو اړوندو مراجعو په واک کې ورکول کیږی. د دې ترڅنګ ټول نفوس د اقتصادی مهمو سکتورنو له معلوماتوسره یوځای د مربوطه کال په احصائیوی کالنۍ کې نشر او رسماً اعلانیږی. UNFPA او نور نړیوال موسسات هم همدې ارقامو ته مراجعه کوي او نړیوال اعتبار ترلاسه کوي.

له نېکه مرغه نړیوالې ټولنې د زریزی اهدافو کې په پرمختیایی هیوادو کې د فقر د له منځه وړلو او د اقتصادی، کلتوری او ټولنیزی پرمختیا لپاره چمتووالی ښودلی، په دی کې یو یې د دغو هیوادو د اقتصادی – اجتماعی پلانونو  او د عامه پروژو دتطبیق لپاره مرستې دي، چې د دې موخې د تحقق لپاره د نفوسو د شمیر ارقامو ته ضرورت لرو. د دغې برخې دتمویل لپاره د نفوسو نړیوال صندوق مرسته کوي او د دوی په اجندا کې شامله موضوع ده.

د اړیکو لپاره، لطفاً په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.