د اسلامی هیوادو د سازمان د هیئت او د انګریزی مسلمانانو د هیئت پریکړی

۲۰۲۳/۱۰/۲۹

د اسلامی هیوادو د سازمان د هیئت او د انګریزی مسلمانانو د هیئت پریکړی

د طالبانو  له  خوا  د نجونو د تعلیم بندول، د ټول بشرییت، په تیره بیا د ډیرو اسلامی هیوادو د اندیښنې وړ وګرځید. په همدې خاطر تقریباً یوه میاشت مخکې د اسلامی هیوادو د سازمان د دینی علماوو یو هیئات کابل ته راغی او طالبانو سره یی د نجونو پرمخ د تعلیمی ادارو د پرانیستو خبرې وکړې. دوی طالبانو ته واضح وویل چی دا کار مو اسلامی شریعیت سره برابر ندی. دوی په د کتنې په  آخر کې په  خپله اعلامیه کې هم څرګنده کړه چې د اسلام مبارک دین تعلیم او د علم زده کړه په نارینه او ښځینه  فرض کړی دی. دوی دا هم وویل چې د طالبانو دا پریکړه نباید چې د اسلام د مبارک دین د بدنامي  لامل شي.

دې پسې وروسته، تقریباً یوه اونۍ مخکې د انګریز( بریتانیا) د (مسلمانانو!؟) یو هیئت له لندن څخه راغی چې زیاتره د هغه ځای پاکستانی (مسلمانان) پکې وو. د اسلامی هیوادو د هیئت په پرتله د دوی  ډیر قدر وشو او خبرونه یې هم ډیر نشر شول. د بی دبی سی د خبری اژانس په پاڼه دا یوه هفته همدا خبر پروت دی. دوی فتوا ورکړه چی  طالبانو په نجونو یواځې سیکولار علم بند کړی دی !

عجبه خبره ده.

علم. پوهه او دانش ټول یو علم دی، سیکولار او غیر سیکولار نه لري. له بلې خوا؛ واقعیت دا دی چې نجونې هیڅ ډول مکتب او مدرسې ته نشی تلای او آن له کور څخه بهر یی هم نه پریږدي. دا هم باید وویل شي چې افغانستان کې تعلیم ټول  لکه د نورو اسلامی هیوادو په شان د اسلام د سپیڅلی دین له احکامو سره مطابقت لری. په ښوونځیو کی د قرانکریم او دینیات درسونه ورکول کیږي او ملاصاحبان د معلم په حیث مقرر دي.

دغه انګریزی هیات چې غواړی په دې (اعلامیې!) سره طالبان برحقه وښيي او زموږ د وطن د نجونو په وړاندې د مکتبونو او تعلیم بندول معقول وښيي، له افغانانو سره د انګریز هماغه پخوانۍ دښمني څرګندوي. انګریز له دوه پیړیو راهیسې افغانان دوکه کړي اود جعلی ملایانو او پیرانو په تحریک یې له ترقی، تعلیم، سواد او اتفاق څخه لرې ساتلي دي. د مکار انګریز دښمنی ډیره خطرناکه ده.  دوی مسلمان ملتونه او پرمختیایی ښکیلاک لاندی هیوادونه داسې حلالوی چی وینه یې توی نشي. د اسلامی هیوادو لومړنی اولوی دښمن بریتانیا ده. عربی هیوادو ته یی اسرائیل جوړ او هلته یې د سرطان دانه وکرله، دلته یی موږ ته پاکستان جوړ او په سرطان یې اخته کړی یاستو. اوس مو هم په کرار نه پریږدی.  باید واقعی دینی علماوو ته د انګریزدغه استول شوی هیئت ورمعرفی شي او د دوی انګریزی شیطانی اهداف بربنډ شی.

د وبپاڼې د پرانستلو(۲۰۲۱/۹) راهیسې

د لوستونکو ټوله شمیره 1593

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *