د هرات غم – ملی ماتم

۲۰۲۳/۱۰/۱۰

د هرات غم – ملی ماتم

بیا را خور زمونږ په کورملی ماتم دی
یو په بـل پسـی د غـم د پاسـه غـم دی
کلي سوزي، باغچې سوزي، غرونه سوزي
لـږیـدلی د غـم اور په هـر قــدم دی
پکـتیکا  لا  دژړا نه  خـلاصـه  نه ده
چی راغـلی په هـرات نوی ســتم دی
زورولي خو په ټول عمر انسان ئیو
قهریدلی په مونږ خوارو اسمان هم دی
زلـزلو او ســیلابو ته  توپیـر  نه کا
که پښتون دی، که تاجک که بل عجم دی
خپل منځی جنګ مو په ژبو په نسب دی
اخته شـوی په دی رنځ هریو قـلم دی
ورانوي د هـرچا کـور د هـرچا کلی
طبیعت مونږ ته یو ډول یو رقـم دی
د هـرات او پکتـیـکا دردونه یو دي
هرزخمی بدن محتاج ستا د مرهم دی
کاشکی زړونه مو نژدی شی یو تر بله
بیا که غم وی، که ماتم وی کارمو سم دی
نـو اور مه بـلوه، ګــرانه وطـنــداره!
چی ئی سوی تل زمونږ شریک صنم دی

اکتوبر/۹/۲۰۲۳

د وبپاڼې د پرانستلو(۲۰۲۱/۹) راهیسې

د لوستونکو ټوله شمیره 1506

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.