همه شمول حکومت څه شی دی؟

۲۰۲۳/۱۰/۰۲

همه شمول حکومت څه شی دی؟:

په افغانستان کی د همه شمول حکومت د جوړیدو د پاره په ملی او بین المللی سطحه غوښتنې هغه وخت ډیرې ګرمې شوی چی د امریکا په زور او توان جوړ شوی جمهوری دولت ړنګ شو او په ځای یی د طالبانو د اسلامی ډلې واکمنۍ ځای ونیو.

د طالبانو د واکمنۍ نه را په دی خوا په دی تیرو څه د پاسه دوه کلونو کی په لسګونو لوې او وړې نړیوالې غونډې په بیلابیلو هیوادونو کی جوړې شوې او په دی هره غونډه کی په دی خبره تاکید وشو چی د نورو غوښتنو لکه د بشری حقونو تامین، د ښځو د حقونو مراعات، د مخدره موادو د کښت او انتقال مخنیوی، د افغانستان له جغرافیی همسایه هیوادونو او نوری نړۍ ته د تروریستی خطراتو مخ نیوی اونورو لویو او وړو غوښتنو ترڅنګ د( ټول شموله حکومت) د جوړید غوښتنه هم په جدی توګه د طالبانو له زعامت شوی او هره ورځ په نړیواله میډیا کی دا غوښتنه په مکرر ډول سره یادیږی. تر کومه ځایه چی ما ددی غونډو جریات د یوه غیر مسلکی آزاد شخص په توګه تعقیب کړیدی، ما د یوی غونډې د ګډونوالو نه هم د همه شمول حکومت مشخص تعریف نه دی اوریدلی او نه په دی پوهیدلی یم چی  دا غوښتنه د کومو خاصو سیاسی اصولوپه چوکاټ کی طرحه کیږی او  د دی اصطلاح ( همه شمول) مفهوم د نړیوالو سیاست پوهانو او زعامتونو په نزد څه شی دی؟

د دوی په مقابل کی طالبان ادعا کوی چی د دوی حکومت کاملن همه شمول او په دی برخه کی د نړیوالو دا غوښتنه په مطلقه توګه بی بڼسټه ده، خو دوی هم دا غوښتنه بی له دی چی و وایی زمونږ په حکومت کی د ټولو افغان اقوامو استازی شامل او برخه لری، د همه شمول حکومت د لرلو د پاره نور د لایل نه لری او که یی لری تر اوسه یی ولی نه دی وړاندی کړی؟

په هر صورت زما هدف دادی چی ایا مونږد همه شمول حکومت د پاره کوم مشخص تعریف لرو او یایی میندلی شو، او ایا زمونږ د ځمکی د ۲۵۰ هیوادونو په خوا و شا کی کوم داسی هیواد شته چی د دی اصطلاح د تعریف سره سم حکومت ولری؟؟ زما په اند خو زه فکر نه کوم چی د همه شمول حکومت شتون دی په دی نړۍ کی موجود وی. ځکه په هغو هیوادونو کی چی د دموکراسی په اصولو او د ټول ټاکنو له لاری جوړیږی د اکثریت رایو د ګټلو په صورت کی یی د حکومت ټول لوړ پوړی غړی د هماغی سیاسی پارټۍ نه ټاکل کیږی چی ټاکنی کټلې وی، که اکثریت رایی نه وی ګټلی نو د بلی پارټۍ سره ایتلاف کوی او بیا د حساب له مخی مقامونه سره ویشی. او په هغو هیوادونو کی چی سیاسی نظامونه د کودتا ګانو او یا ټولنیزو انقلابونه له لاری جوړښت مومی بیا هم لوړ حکومتی او دولتی مقامونه به د کودتا کونکو د ډلی نظامی او عسکری منصبداران وی اویا به د انقلاب کونکو له ډلې څخه ټاکل کیږی. خو په هر ډول دولتی جوړښت کی به خامخا په لسونو زرونه هسی کسان هم د سیاسی انتظام د ساتنې او هم دولتی خدماتو د تر سره کولو د پاره ورته اړتیا ده د ملت عادی اتباع وی چی نه د کودتاچیانو په ډلې پوری تعلق لری او نه د انقلابیونو په ټولګی پوری، چی زمونږ په ځمکه کی ټول موجود دولتونه او حکومتونه همداسی بڼه او جوړښت لری.

اوس که مونږ په افغانستان کی د طالبانو دولت وګورو د دوی دولت  د همدی نورو نړیوالو حکومتونو او دولتونو په څیر جوړ او ورځنې چاری پر مخ وړی. خو که د نړیوالو او یا د پخوانی دولت د واکمنانو هدف داوی چی بیرته دی دوي یا په لوړو حکومتی مقامونو کی ومنل شی او یا دی ټول قدرت دوی ته وسپارل شی نو ایا دا به د دولت جوړیدو د نړیوال مروج سیستم نه چی مخکی مو ورته اشاره و کړه سر غړونه، نه وی؟ که د دی اصلاح په ځای زمونږ سیاستوال او د نړیوال برحال زعامتونه د طالبانو نه داسی غوښتنه وکاندی چی په خپل حکومتی سیستم کی داسی اشخاصو او مسلکی کدرونو ته ځای ورکاندی چی هغوی په مشخصو کاری ساحو کی  مسلکی زده کړی وی، کاری تجربه ولری، وطنپال وی، پاک وی او په فساد کی برخه نه وی لرلی، نو ماته دا غوښتنه ډیره معقوله او د افغانستان او د نړیوالو په ګټه ښکاری. ځکه که طالبان د دی بهرنیو هیوادونو فرمایشات قبول کاندی نو دا هیواد به یو ځل بیا د نړیوالو استخباراتو په مرکز بدل شی او افغان ملت به د بل وار د پاره هم د داسی بد سرنوشت سره مخامخ کاندی چی بیا به یی نه نړیوال په چاره پوهیږی او نه ملت پال. پای

د وبپاڼې د پرانستلو(۲۰۲۱/۹) راهیسې

د لوستونکو ټوله شمیره 1593

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.