مـونـږه !

۲۰۲۳/۰۶/۱۸

مـونـږه !:

مونږه افغانانو د غیرت میـدان ګټلی دی
مونږ له بده مرغه د الفت میدان بایللی دی
مونږه جنګیدلي حق د پاره په عمرونو یو
مونږ د پیژندو د حقیقت میـدان باللی دی

مونږه د میـړانی نمـونه په دی دنیا کی یو
مونږه ډیرپابند له ټول جهانه په حیا کی یو
مونږه میلمه پال اوپه دوستۍ کی وفادارخلک
مونږ پیژندل شوي مشهورشوي په سخا کی یو

خو ! مونږه ناپوهۍ لوړو کمرو نه غورځولي یو
مونږه ځانځانۍ له ګړنګو نه غـورځولي یو
مونږه د تعلیم میدان کی وروسته له هرچا نه یو
مونږ د جهالت په اور کی هر یو سـوزیدلي یو

مونږه ناپوهۍ سره بیل کړي یو د بل نه یو
مونږه خود خواهۍ ډیرلری کړي یو د بل نه یو
مونږ د وچ غرور او تکبر په نشه مست خلک
مونږ زمونږ کبر بیزار کړي یو د بل نه یو

مونږ ته را ښوولی کوم شیطان د دښمنۍ لاره
ذهـن کی پـرته زمونږ  یـواځـې د بدۍ لاره
زړونوکی پراته مود نفرت ګرم اورونه دي
مونږ غـوره ګڼلۍ ده د ځان د بد بختۍ لاره

مونږه په ریښتیا سره پوهنۍ ته اړتیا لرو
مونږ د اولاد سمې روزنۍ ته اړتیا لرو
مونږ ه هزاره،پښون،تاجک، ازبیک او نور نه یو
مونږ د لوی افغان، لوئي لمـنې ته اړتیا لرو

ځئ چي د ورورۍ او د یو والي وعدې نوې کړو
ځئ چي د یو بل د نژدیوالي وعـدی نوی کـړو
ځئ چي له وطـن  د جهــالت جنـازې و کاږو
ځئ چۍ د ناسم ژوند د سموالي وعدې نوې کړو

راشئ وظنوالو یو ملت او یو وطن جوړشو
‎راشئ لکه ورونه لکه خویندې یو بدن جوړشو
راشئ چي لاسونه د پیرزو او محبت ورکړو
راشئ یوه ساه د یو وجود او یو بدن جوړ شو

مونږ که سره یو شو د سیالانو سره سیال به شو
مونږ که ملت جوړ شو نو منلي دنیاوال به شو
مونږ خو د دې لوئ نړی د کلی غړیتوب لرو
خو! ټول که افغانان شو، د دی کلی کلیوال به شو.

جون/۱۳/۲۰۲۳

تورنتو – کاناډا

د وبپاڼې د پرانستلو(۲۰۲۱/۹) راهیسې

د لوستونکو ټوله شمیره 1515

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.