د عمران خان نیول

شمار خوانندگان این مطلب تا کنون: 0

۲۰۲۲/۰۳/۱۵

مترجم: سیدال هومان
منابع:CNN,The Gardian,Rueters

د عمران خان نیول

د پاکستان محکمې پولیسو ته امر کړی  څې د عمران خان د نیولو هڅې ودروی

عالی محکمې دا اقدام په لاهور کې د  پخواني صدر اعظم د کور نه بهر د پولیسو او پلویانو تر منځ د سختې  نښتې نه وروسته وکړ

شاه  میر بلوڅ- اسلام آباد

چار شنبه، مارچ ۱۵، ۲۰۲۳

یوې پاکستانۍ  محکمې وروسته  له دې څې د پخوانی  صدراعظم  له کور څخه د باندې، د هغه د پلویانو  او د قانون د پلی کوونکو  تر منځ نښته په تاوتریخوالی  واوښته ، پولیسو ته امر کړی  څې د عمران خان د نیولو  عملیات وځنډول شی. د سه شنبې په ورځ د خان استوګنځی  هغه وخت د جګړې ډګر وګرځېد ، کله څې  پولیسو په اسلام اباد کې د یوې ابتدائي محکمې له خوا د څو  جلبونو سره سره د  خان د نه حاضریدو له امله د ضمانت  پرته د هغه د  نیولو حکم وکړ،  خود اطلاعاتو ولایتی وزیر  امیر میر د چهارشنبې په ورځ رویټرز ته  وویل څې  د لاهور عالی محکمې پولیسو ته امر وکړ څې د خان د نیولو لپاره  هڅې تر راتلونکې ورځې   وځنډوی

د راپور له  مخې  په دې نښتو کې څه باندې ۶۰ پولیسان  اولږ تر لږه ۸ تنه مظاهره چیان ژوبل او ۱۵ تنه مظاهره چیان نیول شوی دی.

پولیسو د خان پلویان تورن کړل  څې د دوی پر ضد د پترولی  بمونو نه کار اخلي او موټر او ټرانسفارمرونه سوځوی. خان  دا حالات  ” انارشي یا گډوډي ” وبلل او وئی ویل څي  هغه په مظاهره کوونکو هیڅ  کنترول نه لری. “بهر، هلکان زما خبرو ته غوږ نه نیسې. کله چې دا انارشي او د دوی پر وړاندې  ډزې ترسره شی، دوی به نور زما خبرو ته غوږ ونه نیسی. زه اوس پر دوی هیڅ کنترول نه لرم . ” 

د اسلام آباد د عالی محکمی قاضي  د بې ضمانته جلب  په هکله د خان د عریضې د اوریدو په وخت د هغه وکیل ته وویل څئ د یو سیاسی ګوند، (د پاکستان  د تحریک انصاف ګوند ته په اشاره)  پلویان  په لاهور کې پر پولیسو برید کړئ څې دا حمله، پر دولت  حمله ده. قاضی القضات په دی هکله فیصله  وروسته له دې وځنډوله څې خان د شنبې په ورځ د حاضریدلو ژمنه وکړه..

د اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چودری ، څې د خان نږدې مرستتندوی دی ، وویل : ” دا سمه ده څې کارونه به له کنترول څخه .ووځي او موږ به ونه شو کړای خپل پلاویان  کنترول کړو. د لاهور حالات او نښتې د دې ثبوت دي

چودری وویل څې  دوی په خان باندې د وژنې د هڅې د امکان ویره لری او هغوی “ان  له افغانستان څخه د  [یوې] وژنې د هڅې په اړه  کره معلومات لری … د کورنیو چارو وزیر هم خان ته ګواښ کړئ دئ. . .موږ د  هغه د ژوند لپاره ویره لرو .”

د سیاسی چارو کارپوه منیب فاروق وایی که خان ونیول شی نو د هغه خوندیتوب به د حکومت په غاړه وی. “په دې نا ارامه حالت کې ، حکومت خان ته د زیان رسولو فکر نه شی کولی. هغه یو عادی  وګړئ نه دی..

فاروق وویل  څې خان کولای سوائ څې د  نښتو د ژغورلو لپاره ځان تسلیم کړي. .هغه وویل “هغه لاره  څې خان د ځان لپاره غوره کړې ده ، او هغه پاروونکې ویناوې څې دئ ئې کوی ، د انارشي او ګډوډۍ په مانا دي.

لیکوال او د سیاسی چارو کارپوه  زاهد حسین وایی :”خان په دې انارشي کې ډېر رول لری او هېواد ېی په کې را ښکیل کړ. اوسنئ حکومت هم رول لری. خان د هغه څه مسئول دئ څې په پاکستان کې پېښيږي دا د دولت بحران او څو چنده بحران دی. د پیاوړی پوځ په ګډون هره دولتی اداره جنجالی شوې ده. دا هغه څه دی  څې انارشي بلل کېږي.

د خان په وړاندې قانونی  اجراأت وروسته له هغه پیل شول  څې هغه، د تیر کال په لومړیو کې د پارلمان په رایو کې له خپل کار څخه لرې شو. له هغه وخته راهیسې، هغه په ټول هېواد کې احتجاجی غونډې ترسره کړې او د ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه یې کوله ، چې په ترڅ کې  دئ په ډزو وویشتل شو او ټپي  شو.

اوسني صدر اعظم، شهباز شریف د خان غوښتنې ردی کړې او وایی څې ټاکنې به وروسته، سږ کال د تقسیم اوقات سره سم تر سره سي. سیاسی شخړې  په پاکستان کې عا دی دي،  چېرې څې تر اوسه، هیڅ  صدر اعظم خپله موده  بشپړه کړې  نه ده  او کوم ځای کې  څې  د دې هیواد د تاریخ په  نیمې برخې کې، پوځ  حکومت کړی دی.

.

برای ارتباط، احترامانه از شما دعوت میشود به آدرس های ذیل با ما در تماس شوید

nasharat@ariana-afghanistan.com و یا info@ariana-afghanistan.com

به استناد مادۀ ۲۰میثاق بین المللی حقوق مدنی و سیاسی، تبلیغ برای جنگ و ترغیب و دعوت به نفرت نژادی، مذهبی، زبانی و هرنوع دیگر آن، که منجر به خشونت و زور گردد، از نشرات ممنوعه محسوب گردیده ، اقبال نشر نخواهد یافت