د عجایبو وطن 

تر دی دمه د دغه مطلب د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۱۲/۰۹

د عجایبو وطن:

افغانستان په اوسنۍ زمانه کی د نړۍ د هغو ملکونو څخه  یو ملک دی چی، هره ورځ داسی پیښې پکی را منځ ته کیږی چی د عجایبو په قطار کی شمیر کیدلی شي. په همدا پرون کی مو دوه داسی پيښې له سترګو تیرې شوی چی تر اوسه یی په ټوله نړۍ کی چا نمونې، نه وی لیدلې. او هغه دا پيښې وي: 

اول: ټوله نړۍ خبره ده چی په افغانستان کی د طالبانو د راتلو نه وروسته د نجونو په مخ له اوم ټولګی نه تر دوولسم ټولګی پوری د ښوونځیو دروازې بندې شویدی او نجونې په کورو کی بی له هرډول زده کړو څخه بندې پاتې دې. خو په تیره اونۍ کی په ناڅاپې توګه د طالبانو د معارف او د لوړو تحصیلاتو وزارتونو له  لورې زده کونکو ته اعلان وشو چی دوه یا درې ورځې وروسته د ی ټولی نجونې خپلو ښونخيو ته ورشی او په یوه ورځ کی د ټولو مضامینو ازموینه ورکاندی.
اوس نو راځې و ګورو چی ایا له هغی زمانی را په دی خوا چی په بشري نړۍ کی د لیک لوست د پاره ښوونځې او مکتبونه جوړ شویدی، بیا تر د ننه پوری داسی چا لیدلي یا اوریدلي دي چی شاګردان دی مکتب ته له تللو څخه منع شوی وی خو په یوه ورځ کی دی د ټولو هغو مضامینو ازموینه ورکاندی چی په تدریسي پرګرام کی شامل دی؟ دا هغه عجیبه عمل و چی په نژدی پرون کی زمونږ په هیواد کی تر سره شو. 

دویم: تیره ورځ د طالبانو ویاند ښاغلی زبیح الله مجاهد د رسنیو له لاری اعلان وکړ چی د افغانستان د فراه په ولایت کی یو قاتل مجرم د محکمی په حکم په قصاص محکوم او قصاص په عام محضر کی تر سره شو. په دی کی شک نشته چی د دنیا په ډیرو هیوادونو کی د اعدام او قصاص جزاګانې مجرمینو ته ورکول کیږی، خو دابه چا نه وی لیدلی چی اعدامونه دی د سپورت په میدانونو کی تر سره شی او د  سیمی خلک دی هم دی ته یا مجبور او یا و هڅول شی چی د اعدام یا قصاص د لیدلو او ننداری د پاره دی لوبغالی ته ولاړ شی. تر دی عجبه خو لا داوه چی د دی قصاص ننداری ته د طالبانو د سرپرستی ادارې سترو چارواکو او د کابینې وزیرانو هم د مرکز کابل او نورو ولایاتو نه هم په طیارو  او یا موټرو کی تشریف ور وړی و، او ممکن د قصاص د عمل د اجرا په وخت کی به یی په غرور سره د عدالت د تطبیق په ویاړ د تکبیر ناره هم له خولې وتلې وي. ایا داسی کومه پيښه  په روانه زمانه کی د افغانستان د هیواد نه غیر د نړۍ  په بل کوم هیواد کی چا لیدلې یا اوریدلې ده؟  

ما چی ددي دوه پيښو ځنې صحنی ولیدلی او د خبری رسنیو له لاری می د پیښو مکمل خبرونه واوریدل نو په دی خبره باوری شوم چی زمونږ هیواد افغانستان د نړۍ په موجوده ملکونو کی  واقعن چی د عجایبو او غرایبو ملک دی او د هر ډول عمل د سرته رسیدلو امکانات پکی شتون لری.  

بی له دی به نور څه و وایو چی لوی الله ج دی زمونږ د هیواد په مظلومو خلکو ورحمیږی. امین  

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.