د استاد وروستۍ وینا شاګردانو ته

تر دی دمه د دغه مطلب د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۱۱/۲۶

د استاد وروستۍ وینا شاګردانو ته:

ګرانو شاګردانو اسلام علیکم و رحمته الله و برکاته. 

د شکر ځای دی چی نن تاسو د دینې علوموله مدرسو څخه د فراغت سندونه تر د لاسه کړل. اوس تاسو د دی واک لری چی خپلو ولسونو او بانډو ته ستانه شی او په پوره ډاډ سره خپلو ناپوهو او نالوستو وطنوالو ته د اُخروی او حقیقی دنیا د ښیګڼو د حاصلولو د پاره ټولی هغه لاری چار وښای چی درته ښوولې شویدې. 

شاګردانو! تاسو زمونږ په مدرسو کی دا زده کړه کړیده چی دا دنیا او ددې دنیا ژوند مجازی ژوند دی، او د مجازی ژوند په چارو کی مصروفیدل د حقیقی او دایمی نیکمرغه ژوند دپاره ستر زیانونه رسولی شی او انسان د دوزخو د سوزیدو وړ ګرزوی. نو په همدی ملحوظ لازمه ګڼم یو وار بیا تاسو ته په تاکید سره و وایم، ترڅو چی کولی شی خپل عوام، ناپوهه او نالوستي خلک چی په پيړیو پیړیو یی په مونږ باندی د دینی عالمانو په توګه دروند باور لرلی دی، په داسی حالت کی وساتئ چی دا باور یی تل محکم پاتی شی چی د مجازې دنیا د ژوند د کړو وړو سره مینه د حقیقی او دایمی دنیا د ژوند سره دښمنې ده.
په دی برخه کی غواړم د وروستی ځل د پاره زما دا لاندی لارښوونې هیڅکله له یاده و نه کاږئ: 

۱ – د قرآن کریم او د احادیث نبوي له کتابونو له لوستلو پرته د نورو کتابونو د لوستلو نواقص او نیمګړتیاوی او حقیقی ژوند ته د تاوان رسیدلو په هکله کلک دريځ او مبارزه ورځنئ عادت و ګرزوی. 

۲ – فکر مو وی چی د قرآن عظیم الشان د مبارکو ایاتونو د معنی په پوهیدلو او تعبیرو تفسیر کی به تاسو د زیاتو پوښتنو او سوالونو سره مخ شی او ځواب به ونه شی ویلی، نو تاسو ته زما لارښوونه داده چی زیار وکاږی چی نالوستي او عوام په دی قانع کړئ چی د دی مُقدس کتاب يواځی لوستل اوکه بل څوک یی لولی اوریدل یی د هرمسلمان د پاره بی له دی چی په معنی او مفهوم یی و پوهیږی هم  کیفایت کوی چی د آخرت توښه پری برابره کاندی. 

۳ – هغوي داسی و پوهوئ چی د عظیم الشان قرآن په معنی پوهیدل د دین د عالمانو وظیفه ده.الله ج فرمایی « لا اکراه فی الدین» یعنی په دین کی سختی نشته. د دی معنی داده چی الله ج تاسوته دین اسان کړیدی، تاسو همدومره مکلفیت لری چی د دین د عالمانو خبری واورئ، ویی منئ  او عمل پری وکړی. 

۴ – خلک په دی قانع کړی چی بی له دیني زده کړو نورې دنیاوې زده کړې د دین د اصولو نه سرغړونه ده او د دین نه د لریوالی سبب جوړیږی، نو لازمه ده چی ځانونه تری وژغورئ. 

۵ ـ په ټول قوت سره زیار و کاږی چی د سائنسی او مادی علومو د زده کړو او پراختیا په وړاندی کلکه مبارزه وکړی او په عوض یی د دینی علومو د زده کړو دمدرسو پراختیا ته خلک و هڅوئ. 

۶ – هرڅومره چی کولی شی، نا لوستي، نالوستي و ساتئ. که عوام باسواده شی دا کار له یوی خوا ستاسو ټولنیز موقف په خطر کی اچوی اوله بلی خوا ستاسو روزی هم چی تقریباً په وړیا توګه یی تر د لاسه کوی د جدی ګواښ سره مخامخ کیدلی شی. 

۷ – تاسوته د نورو ادیانو له پیروانو نه دومره تاوان نه رسیږی لکه د خپل دین د نیایی علومو له پوهانو څخه چی درته رسیږی. نو په تاکید وایم چی د دنیایی علومو د زده کړو مخنیوی ستاسو مهمه وظیفه ده. 

۸ – استاد همدی ته ورته د څو نورو لارښوونو څخه وروسته شاګردانو ته اطمنان ورکړچی ورځئ لاس په کار شی، خدای  ستاسو مل دی. او په یاد مو وی چی که چا تاسو ته په دی کارونو کی مزاحمت کاوه، عوامو ته یی د ملحد، بی دین او د قران د هیدایاتو نه  د سر غړونکی په نوم ور وپیزنئ. نور تاسو قرار کښینی ستاسو د فتواو جزا به همدا نالوستی او ناپوه عوام دی اشخاصو ته ورکوی. څو کاله د مخه به  د «فرخندې»» کیسه د متمدن کابل په منځ کی درته یاده وی. بس د مخالیفینو په وړاندی د هماغه میتود نه کار اخلئ بری ستاسو دی. و من الله التوفیق. 

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.