د ژوند خوند

[apvc_embed type=”customized” border_size=”2″ border_radius=”5″ background_color=”#ff0909″ font_size=”14″ font_style=”italic” font_color=”#ffffff” counter_label=”تر دې دمه یواځې د دغه مطلب د لوستونکو شمېره:” today_cnt_label=”د نن ورځې لوستونکي :” global_cnt_label=”ټول ټال د ۲۰۰۱کال راهیسي د ټولو لوستونکو شمیره:” border_color=”” border_style=”solid” padding=”5″ width=”350″ global=”false” today=”false” current=”true” icon_position=”” widget_template=”template_24″ ]

۲۰۲۲/۰۹/۲۷

د ژوند خوند

وګوره، واوره  او  ژوندون  و کړه 
ړانده، کاڼه، د ژوند خوند نه پیژنی
پريږده  خویونه  د  وړو او  زړو
واړه، زاړه، د ژوند خوند نه پیژنی
ډیروږی مه شه او ډیر موړهم مه شه
وږی،  ماړه،  د ژوند خوند نه پیژنی
مه شه  ډیر ګرم، مه شه  یخ هم ډیر
تاوده ، ساړه، د ژوند خوند نه پیژنی
چی وی ظالم  چاته  په غاړه  ایښــئ
توره  چاړه،  د ژوند خوند نه پیژنی
د ولس په منځ کی په پښــو روان شه
په آس سپاره، د ژوند خوند نه پیژنی
کور نه زندان جوړ شی چی مینه نه وی
پکښی واړه، د  ژوند  خوند  نه پیژني
کلیوال  مه خوره!  د خوړلو  نه  دي
سړي خواره، د ژوند  خوند  نه پیژنی

سپټمبر۲۰۲۲/۲۲
ایجکس ــ تورنتو ــ کاناډ

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ  

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.