د بی تجربه ځوان نه ناوړه استفاده

تر دې دمه یواځې د دغه مطلب د لوستونکو شمېره: 0

۲۰۲۲/۰۹/۲۱

د بی تجربه ځوان نه ناوړه استفاده

په دی کی شک نشته چی ځوانان او د هغوی قوت او استعداد د هرې ټولنې د پرمختګ او آبادۍ د پاره، تر ټولو نورو وسیلو نه لویه وسیله او ستره تکیه ده. خو د دی تر څنګ دا هم ډیره اړینه دی چی په ټولنه کی داسی مشران د ټولنیز ژوندانه په سر کی د زعامت یا مشرتابه په توګه شتون ولری چی د ټولیز پرمختګ  سره نه یواځې دا چی مینه ولری، بلکی په دی لاره کی د پخو تجربو خاوندان وی، صادق، ایماندار، نیک نام او د ملي ګټو ساتونکي وي او و کولي شي چي د ټولنې د هر ځوان نه د هغه د استعداد او توان په اندازه، د ټولنې په آبادۍ او جوړښت کی کار واخلي او ځوانان داسی رهنمایي کاندی چي د تیرو په څیر تېروتنې او غلطې ورنه ونه شی. 

احمد مسعود د قوماندان احمدشاه مسعود زوی دی چی په کوچنیوالی کی د پلار له سیوری محروم شو.د پلار په هکله یی د وطن خلک بیل بیل نظرونه لری او په بیلو بیلو نومونو یی یادوی، خو د زوی په هکله یی ډیر نظریات ځکه شتون نه لری چی : 

ــ هغه کوچنی و چی یتیم او بی پلاره شو. 

ــ هغه د پلار په شان په جنګونو، وژنو او بربادیو کی برخه نه ده لرلې. 

ــ هغه په خپل لاس د وطن ملی شتمنې د ځان د پاره نه دی لوټ کړی. 

ــ هغه د هیواد او وطنی چاپیریال نه ډیر لری په یوه داسی اروپایی هیواد کی رالوی شوی چی ماشومان د جرایمو نه په کی لری ساتل کیږی. ( ممکن ځني ماشومان د سبا د هدفونو د پاره د خاصی روزنې لاندی ونیول شی او ممکن چی احمد مسعود ته هم دا روزنه ورکړ شوی وی، خو په نیغه توګه یی په جرایمو کی نه ورګډوی) او 

ــ داسی نور عوامل هم شته چی په پوره باور سره ویلای شو چی احمد مسعود چی نن یی د طالبانو د زمامدارۍ په وړاندی د دویم مقامت په نوم د حرکت مشر ورنه جوړ کړیدی، په حقیقیې توګه د مشرتوب سره ډیره فاصله او په فرسنګونو واټن لری. وینو چی طالبان هسی څوک نه دی چی د نننې انسانی او بشری ټولنې له منل شوو اصولو او اساساتو سره دی سازش وکړلی شی، خو د احمد مسعود په مشرۍ د دویم مقاومت په نوم ډله  یی په هیڅ وجهه هسی بدیل نه دی چی د افغان ولس په ګټه دی وی.ځکه: 

ښاغلی احمد مسعود لا تر اوسه په دی نه دی خبر چی د ده پلار احمد شاه مسعود، چا او ولی و واژه؟ او د هغه له وژل کیدو وروسته د هغه ځای ناستی او یا ځای ناستو د هغه د پلار لاره تر کومه حده په سمه یا ناسمه توګه تعقیب کړله؟ هغه په دی هم نه پوهیږی چی د هغه د پلار ملګرو ولی د هغه د پلار نه ملی قهرمان جوړ کړ؟ او د دی لقب ورکونی نه د هغه سکه ترونو او نورو ورته نژدی کسانو لکه یونس قانونی، عبدالله عبدالله، فسیم فهیم، عطا نور، امرالله صالح او په لسګونو نورو د ځان د پاره تر کومه حده ګټې پورته کړی؟ احمد مسعود حتی په دی هم نه پوهیږی چی که ضرورت شی د دی دویم مقاومت همدا ننني ملګری، لکه سپنتا، زلمی رسول، رحمت نبیل او نورو، که چیری په خفا کی د طالبانو سره یوی نتیجی ته ورسیږی، له ده نه به هم لکه د پلار په څیر د قربانی پسه جوړ کاندی او په اسانۍ سره به یی په ارزانه قیمت په خریدارانو و پلوری. 

 زه د یوه افغان په توګه د دی ځوان د احساساتو، بی تجربه ګی، او خون ګرمۍ نه د ناوړه ګټې اخستنی سره سخت مخالف یم او په دی توګه هم ښاغلی احمد مسعود، هم د هغه کورنۍ او هم يي نژدی او همزولو دوستانو ته دا توصیه کوم چی، د ورنه را تاو شوی حلقی په مکاریو او دسیسو باندی ځان و پوهوی او د دی سیاسی د لالانو د تورې حلقي نه چی بیخ یی د هیواد نه بهر د جاسوسیو په لویو مرکزونو کی دی او د افغانستان ټول ملت ورنه کرکه لری، ځان آزاد کاندی. ترڅو له یوی خوا د خپلو نورو بی ګناه او مظلومو وطنوالو د مرګ ژوبلی سبب نه شی او خپله هم د پلار په څیر په بد سرنوشت اخته نه شی. و ما علینا اللبلاغ. 

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ  

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.