څــيره د خــپل وطن

تر دې دمه یواځې د دغه مطلب د لوستونکو شمېره: 0

۲۰۲۲/۰۸/۲۴

څــيره د خــپل وطن

لیـدلې می په ســترګو ده، تیاره د خپـل وطن
یادیږی می جنت غوندی، څېره د خپل وطن
توی شوی له اسمان وربانـدی، نور د محبت
ښکاریږی تاج محـل راته، دیره د خپل وطن
ګناه د ناپوهۍ وه ، غـم یی کـړو راته په سر
وریته می کړه په اور هره، دره د خپل وطن
پوه نه شـوم په تمـیز د لیـونی او د هوښـیار
زندۍ می کړه په لاره کی، چاره د خپل وطن
خوښـیږی می د بل د غلامۍ، له تخت و تاج
انصـاف باندی ولاړه، غـرغـره د خپل وطن
بـد بخــته کلـیـواله ، لا هـم ســر یی په کــږو
له مور درته سکه ښکاری، میره د خپل وطن.

جولای۲۴/۲۰۲۲
ایجکس – تورنتو – کاناډ

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ  

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي. د ا. ا. په وبپاڼه کې د یو مطلب د خپاره شوی محتویاتو پازوالئ، د لیکوال  په غاړه دئ.