منافـق بنده

تر دې دمه یواځې د دغه مطلب د لوستونکو شمېره: 0

۲۰۲۲/۰۷/۲۷

منافـق بنده

مونږ سره ورونه او د تره زامن یو، ته نو څوک یی؟
چی تل د خیـر په نامه زمونږ ترمنـځه، شر جوړوی
د شــیـطان زویـه وظــیـفه درته،  له پـلار پاتــی ده 
د خورد مُشکل نه د مخلوق په منځ کی، غر جوړوی
څـومـر مکار یی مخ دی تور شـــه ، منافـقـه  بـنــده 
وړې خـبرې نه تـو فان جوړ کړی، محـشر جوړوی
چی عـزیـزان سـره په جنـګ شي، تبـاهې جوړه شي 
ته پـه هـمـاغـه ورځ خـوښـې کوی، اختــر جوړوی
لـه یـوې مـور او یـوه پـلار نه، پیـدا شــوی بـچــــي 
یـوه نـه غــوث د زمـانې، بل  نه  کا فــر جــوړوی
د ځمکې مور پاکې لـمن  باندی دي، داغ  پوری کـړ 
د هــر نا اهــل  نـه  ټـولــنو تـه ، رهــــبر جــوړوی
له انســانیـت خـو  دی  ویستلي  دي، زما کلـــیـوال 
لا به نـور څـومره، بـد مـرغــیو ته، بشـر جوړوی؟

جولای/۱۵/۲۰۲۲ 

تورنتو – کاناډا 

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ  

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.
د ا. ا. په وبپاڼه کې د یو مطلب د خپاره شوی محتویاتو پازوالئ، د لیکوال  په غاړه دئ.