توکل په خدای

تر دې دمه یواځې د دغه مطلب د لوستونکو شمېره: 0

۲۰۲۲/۰۷/۱۹

توکل په خدای

ورځمه  نن کوڅې ته خامخا ، توکل په خدای
کومـه یی دیـدن یوځـلې بیـا ، توکل په خدای
څلويښت کله می تیر کړل په ژړا او په رټلو
ژړا می  بـد لـومه  په خنــدا ، توکل په خـدای
وکاږم  زړه  نه  ویـره  د ساقی په بـرکــت
د مور له هدیرې غواړم دعا ، توکل په خدای
په ډاګه  ورته وایم، یم تر دی حـده مجـبور
هم ځان سیزمه اورکی اوهم تا، توکل په خدای
یا ما د ځان په څېر کړه او یا شه زما په څېر
یا دواړه نن ورکېږو له دنیا،  توکل په خدای
راغلی یم چی کرکه دی له زړه  کـړمه بهــر
در اچـوم تور زړه ته دی رڼا، توکل په خدای
نه ته کوم پيـغمبر یی ، نه یهود  دی کلیـوال
یوځل خو همت وکړه غیږه را، توکل په خدای

جولای/۷/۲۰۲۲
ایجکس – تورنتو – کاناډا

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ  

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي. د ا. ا. په وبپاڼه کې د یو مطلب د خپاره شوی محتویاتو پازوالئ، د لیکوال  په غاړه دئ.