ویره او حد

تر دې دمه یواځې د دغه مطلب د لوستونکو شمېره: 0

۲۰۲۲/۰۷/۱۵

ویره او حد

بیګاه د شپې خوب کی د مرګ ، بلا وهلی یمه
له تانـه  لری  پنځه متـره  یا  زرونــه  مَـــېـله 
څـه تـوپيــر نه لـري یو شــانته ، زوریدلی یمه
د بیلتون تورې زولنې می وي  پښو کی  پرتې 
د اســتبـداد  د کور ســپاهیـانو، درد ولی  یــمه
زه خو پښــتون یم شـکایت له حالـت نه کـومـه 
 و له تا لری  شـنه جنت کی، اور سـیزلی یمه
 دومره مجبوریمه چی وژاړمه اوښکی توی کړم
خو وچې شـوې، څـلـویښــت کاله، ژړیـدلی یـمه
د وجـود  ونه می  خزان  ده  وچـیـدو ته  نـژدې 
که پام می ونه کړی، یم کوږ شوی پریـوتلی یمه
د هر مظلوم سره جګړه، جګړه د خدای سره ده 
ته هـم دی حـد ته نـژدی کـیږی، پـوهیـدلی یمـه
په بـد حـالـت د مسـافـر کلـیوال ، و پـوهـیــږه 
ستا د غـرور د اور په دیګ کی، سوزیدلی یمهج 

جولای ۱۰، ۲۰۲۲
ایجکس – تورنتو – کاناډا

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ  

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي. د ا. ا. په وبپاڼه کې د یو مطلب د خپاره شوی محتویاتو پازوالئ، د لیکوال  په غاړه دئ.