خزانه او مرغلرې

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۲/۱۸
پوهاند محمد بشیر دودیال

خزانه او مرغلرې

انجنیر په هغه ورځ د خپل کوچني زوی څیرې ته په ځیرځیر وکتل او په لنډه شیبه کې یې هغه ته یوه روښانه راتلونکې تصویر کړه. د ده تصویر کې کوچنی میوند د پوهې د خزانې او ګنج مالک و ، ده غوښتل چی زوی به یې ښوونځی ولولي ، بیا به له خیره پوهنتون څخه فارغ شي ، له هغه څخه به پوه ، هوښیار ، خدمتګار او د نیک نوم خاوند سړی جوړ شي . له همدې تصویر سره له کوره ووت او دفتر ته ولاړ . کله چی مازیګر کور ته راستنېد، نو خپل کوچني زوی ته یې چې لا د سبق ویلو جوګه نه و ، یوه (بغدادی قاعده) او یو ټوک قرآن مجید هدیه کړي وو . له رارسیدو سره یی سم د ډراونګ او نقشه کشی د پنسلونو او توشو له منځه یو د دفتري کار قلم راواخیست او د قرآن مجید د وقایې دوهم مخ کې یې ولیکل:

 (په.۱۳۶۶/۵/۱۴نیټه میوند جان ته هدیه شو.)

××××

ورو ورو میوند د خاپوړو نه په پښو شو ، په خبرو راغی ، درې کلن شو، خوږې خوږې خبرې یې زده کړې او بیا څلور کلن شو . د پلار یې نیت و ، چی میوند به اوه کلنۍ کې نه ، بلکی شپږ کلنۍ کې ښوونځي کې شامل کړي او هره ورځ به د هغه د راتلونکی لپاره د کتاب ، قلم ، مدرسې، ښوونځي او علم حاصلولو په سوچونو کی و ، ترڅو چې یوه ورځ یې ورته یو د کتابونو ښکلی کوچنی بکس، دوه کتابچې او یو نوی قلم راوړل. انجنیر په هغه ورځ ډیر خوشاله و، دا ځکه چې خپل زوی ته یې لویه خزانه او ستر ګنج راوړی و.  کله چی مازیګر له دفتر څخه کور ته ورسېد، نو څلور کلن میوند د کور انګړ کې په لوبو بوخت و.  کله چې یې پلار په وره ور ننووت، نو سمدلاسه یې مخې ته ورمنډه کړه . پلار د تل په شان مهربان او خوشاله بریښېد ، میوند یې دواړه لاسو کې ونیوه ، ښکل یې کړ او بیا یې کوچنی بکس ورکړ او ورته ویې ویل:

ـ دا دی بچیه نن مې درته لوی ګنج او خزانه راوړې ده!

میوند ته لکه چې د دنیا خوښي ور په برخه شوی وي ، بکس یې واخیست او مخ په کوټه یې وځغاستل . وروسته تر هغی ورځې به  کوچني میوند هره ورځ یو ځل دوه ځله  خپل بکس، کتابچې او قلم له تاخچې رااخیستل او په شوق به یی کتل. پلار به د کوټې له یو کونج څخه په ډیره مینه خپل زوی او د هغه ګنج او خزانې ته کتل .  دغه ګنج او خزانه دواړو ته غټ تسل و، د  اینجنیر ټوله تمه او امید همدې ګنج او خزانې ته و .

××××

په وطن باندې د رالګېدلیو لیونیو بادونو څپې وار په وار زوروې کیدې او هرې څپې نوی ماتم راووړ ، جګړو ورځ په ورځ زور واخیست او ښایسته ښکلي، ښارونه، کورونه او باغونه او هرڅه یی بربادول. ورځ تر ورځې بدتري وه . هره خوا ورانې – ویجاړې پراخیدې ، هره شیبه د نویو خرابیو او ورانیو خبرونه اورېدل کېدل . دا وخت میوند  پوره اووه کلنۍ ته رسېدلی و او ښوونځي کې یې دداخلولو کال. هغه کال چې دپلار هیله یې وه، خومدرسې اوښوونځي کنډواله شول او بیا وتړل شول. دفترونه، پروژې، موسسات او ادارات هم ځینې لوټ او نوروتړل شول، دغو پېښو د انجنیر غوږونه ورتاو کړل او ورته ویې ویل چې که ته انجنیر یې، نو د ودانیو انجنیر به یې، خو اوس وخت د وراني دی ، ښه به وي چې نویوحالاتو سره ځان برابر کړې!

انجنیر له رسمي کارونو وزګار شو. نه پروژه وه، نه آمر پاتې و، نه ملازم او نه میز او دفتر. هیڅ ځای کې د نقشې او مهندسي کار نه موندل کید، ټول د ډراوینګ او نقشه کشی پنسلونه ،  توشونه او فارماتونه یی یوې خوا ته پریښودل او زړه یې تور شو، د وروستۍ تنخا ټولې پیسې ولګیدې او نور یې جیب کې یوه روپۍ هم نه وه. اړ شو یوه ښه د سبوپلورلو کراچی(ریړۍ) یې رانیوله، زړه یې و چې اوس به نو له سهاره تر ماښامه په هغو خلکو چې سابه پخوي، خپله سودا پلوري.

میوند د اوو کالو په منګ دی هغه هم کولای شي چې د موټرو تمځای کې په هغه خلکو چې تندې پسې اخیستي وي، یوه لوټه اوبه وپلوري، هغه به هره ورځ دغوړیو ټیم له اوبو ډکوي، بیا به یی په ډوله کې پر خلکو پیري په سوځندو ګرمیو کی هر موټر سره ستوی منډی وهی او همدا نارې وهي :

ـ یخی اوبه ، یخی اوبه !

کله چی لا د لیرې کوم موټر راښکاره شی او پر سړک تیریږي نو میوند ډکه ډوله لاس کی نیولی وی او د موټر څنګ څنګ سره په منډو پیل وکړي ، خپل کوچني لاسونه ایله د موټرو ښیښو پورې ور ورسوي او بیا نارې کړي :

ـ یخی اوبه ، یخی اوبه!

ځینی موټر خو دومره ګړندي وي چی د میوند غږ هم نه وررسیږي ، ځینی چې لږ څه تم شي یو یا دوه پکې تږي وي او اوبه وڅښي او بیا هم د میوند سترګې (تږي) لټوي چی سودا یی وشي او ده ته یوه روپۍ په لاس کې ورکړي.

کله چی میوند کور ته لاړ شي ، نو منډه واخلي خپل د کتابچو بکس له تاخچی راکوز کړي او یوځل خپلې دوه کتابچې چې تر اوسه نوې او سپینې دي، راواخلي او خپل قلم هم وګوري او بیرته یی تاخچه کې کښیږدي . خدای خبر چی میوند به تر کومه عمره خپل بکس په تاخچه کی نوی نوزی ساتي؟!

انجنیر چی کوټه کې یوازې کښیني،  نو د موټرو تمځای یی سترګو سترګو ته کیږي چې میوند هر موټر پسې ځغلي او همدا ناری وهي:

ـ یخې اوبه ، یخی اوبه!

د انجنیر سترګو کې بې اختیاره اوښکې راشي ، پاڅیږي له تاخچی څخه د میوند ګنج او خزانه (!)راواخلي او دهغه سیپاره، کتابچې او قلم چی  اووه کاله مخکې یی راوړي وو رابرسیره کړي ، په حسرت او ارمان ورته ګوري؛ کتابچی پرانیزي ، څو پاڼې یې واړوي ، قلم هم وګوري ، کتابچی لا تر اوسه هم سپینې او نوی دي . د میوند عمر نور د ښوونځي د شاملولو نه په اوښتو دی . د انجنیر له سترګو څخه د اوښکو راڼه څاڅکي د ده په ږیره چی بی وخته سپینه شوی راتوی شي .

انجنیر هره ورځ د وزګارتیا په وخت کي ګنج او خزانه (!) مخی ته کښیږدي او له خپلو سترګو نه مرغلرې ورته تویوي او لکه چی انجنیر غواړي دغه ګنج او خزانه د خپل زوی د راتلونکی لپاره له مرغلرو ډکه کړي!

۱۳۷۳/۶/۱۸، کابل