سوداګر

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۲/۰۸
انجنیر سلطان جان کلیوال

سوداګر

دلته څوک شته چی لږه مینـه په مـا خرڅه کاندی
یا خپـله خـاوره او یا وینـه په مـا خـرڅـه کانـدی؟

څوک به پیـدا شي چي پنځه باره طلا که ورکړمه
او پـه بـدل کی لـور حـســینه په ما خرڅه کاندی؟

کوم څوک به وی چی ورته خپله برخه حورې ورکړم
خو دی دنیا کی خـورکۍ سـپینه په ما خرڅه کاندی

زما باغـچې دي په جنـت کی ټـولـې ځانتـه واخـلی
دلـتـه دی ســـیـمـه ګلــوریـــنـه په ما خرڅه کاندی

زه به رتـبه د فـرعـونیـت ورکړم خو دا جناب دی
د خپـل نیـکه پګـړۍ شــرینه په ما خـرڅـه کاندی

په آس دي شورشي ځغلوی دی د قدرت دښـته کی
که د تحـریک د لاس قـمـچــینه په ما خرڅه کاندی

زه سـوداګر خپـل  کلیوال  ته آسـمان ټـول ورکوم
خو کـه د پـلار کـوټه خاورینه په ما خرڅـه کاندی.

جنوری/۲۵/۲۰۲۲

ایجکس – تورنتو – کاناډا