حیران

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۱/۱۵
انجنیر سلطان جان کلیوال

حیران

سـتا د سـرزورۍ خبرې، چا سـره شـریکې کړم
ځـان د مجـبورۍ خبرې، چا سـره شـریکی کړم

ته خودغرور په  نيلی، سپوریی ځمکه نه وینې
زه د ناچـارۍ خـبرې، چاسـره شـریکې کـړم

تانه چی را پیښه زما کورته دا خوارې شـوله
اوس د دی خوارۍ خبرې، چا سره شریکې کړم

زه په کار اخته وم تامی سترکې لاس را وتړل
دا د بیـکارۍ خبـرې، چاسـره شـریکې کـړم

ورک دی له وطن کړم د پردی کلی ګدا دي کړم
سختې د زارۍ خبرې، چا سـره شـریکی کړم

دومره دی مجبورکړم چی مزدوردی د مزدورکړمه
دا د مـزدورۍ خـبرې، چا سـره شـریکی کړم

ربـه زمـا ربـه ګیـله نـکــړم چی خــپه نه شــی
دا د نـادارۍ خــبرې، چا سـره شـریکې کړم

ګیرمی کلیوال دي په جوارۍ کی د سیاست او دین
زه د دې جوارۍ خـبرې، چا سـره شـریکې کړم؟…

دسمبر /۲۰۲۲/۱۱
تورنټو، کانادا