د افغانستان لپاره د پولي سیاست اهمیت (۳)

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۱/۱۲/۱۴
پوهاند محمد بشیر دودیال

تېرو دوو بحثونو کې دې نتیجی ته ورسیدو چې: د پیسو پالیسی هغه سیاست، لارو-چارو او کړنلارې ته ویل کیږی چې د مرکزی بانک له خوا دټاکلو ابزارو(Instruments)  په کارولو سره د پيسو عرضه(Money Supply)  کې تعدیلات، د بیو د بی ثباتی مخنیوی ، د پېسو د خرید دقدرت( purchase power) د ضعف او نوروناوړه پېښو د کنترول لپاره کارول کیږی چې موخه یې اقتصادی بحران(Economic Depression)، پولی تَورُم یا د پیسو پړسوپ(Inflation)    او اقتصادی نوساناتو( تموجاتو یا(Fluctuation  سره مقابله کول دي، ترڅو دوامداره اقتصادی انکشاف(Continuous Economic Development)  او با ثباته او موثره اقتصادی وده(Stable and Efficient Economic Growth)  ترلاسه شی.په تېره بیا دغې پالیسی ته هغه وخت ډېر احتیاج پیدا کیږی، چې خدای ناخوسته ټولنه او اقتصاد له یوه بد حالت او بی ثباتی سره مخامخ شی.

په اقتصاد باندې سیاسی بی ثباتي، اجتماعي بې ثباتی، ناڅاپي طبیعی پېښې، جنګونه، ایپډمیګانې او ډېر نور عوامل منفی تاثیر کوي. له بده مرغه پر افغانستان دا ټول پریومهال را نازل شول.

اوس د مرکزی بانک دنده ده چې يو شمیر تصامیم تر لاس لاندې ونیسي اوبعضی لازم فعاليتونه ترسره کړي چې د هغو په نتيجه کې د پيسو ارزښت  و ساتل شي، د بیو ثبات ډاډمن، د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو  دتبادلې انډول بر قراره او د هیواوالو اندیښنې رفع او انفلاسیونی علامې دفع شي. دا ټول زموږ د پیسو(افغانیو) او په افغانستان کې د بیو دثبات تدابیر دي، چې د افغانستان بانک د قانون له مخې د دغه بانک یوه دنده ده. تجاربو ښودلې ده چې هر هغه هیواد او د مربوطه هیواد چارواکی او نظام چې دملی منافعو ساتنه یې خپل آرمان او  هدف ټاکلی وی، له دې ډول ستونزو سره نه مخامخ کیږي، که مخامخ هم شی، ډېر اسانه یی حل کولای شی.

سوال پیدا کیږی چی  ولې دغو تدابیرو او پالیسی ته اړتیا ده ؟

د اقتصاد په علم کې پیسې (پولmoney ) او دهغه په اړه بېلا بیلو پرابلمونو څېړنه یوه په زړه پورې او پيچلې مسئله ده. ځکه پیسې د تبادلې په جریان کې د اجناسو او خدماتو دارزش د یو معیار په توګه عمل کوي چې د دې اهمیت په دې کې دی چې نه یوازې د تبادلې وسیله او دارزش معیار دی، بلکې د ذخیرې وسیله، حسابي واحد  اود قرضونو د ورکړې وسیله هم ده. د پیسو په هکله یو لوی پرابلم د بیو ټاکل او دبیو ثبات دی تر څو چې په دې توګه یو باثباته اومستحکم اقتصاد رامنځته شي. د باثباته اقتصاد لپاره باید پولي مؤثر سیاست تطبیق شي. کله چې یو هېواد مؤثر پولي سیاست تعقیبوي؛ هلته سرمایه ګذاران دې ته حاضریږي چې په تولېد کې سرمایګذاري وکړي، ځکه د دوې اعتماد حاصل وي. کله چې پولي موفق سیاست تطبیق کېږي مؤلدین تشویق کېږي، عرضه او تقاضا عادي جریان پیدا کوي، کله چې مؤفق پولي سیاست جریان ولري، نو دهېواد ملي پیسې په بهر کې لازم ارزش لري او بهرني تجارت کې تعادل ساتل کېږي، خو د دې برخلاف؛ که چېرې یو هېواد کې ناانډولي، ګډوډي او انحطاط پیښ شي، له بده مرغه دا د پیسو په ارزش او د پیسو په دوران بده اغیزه کوي، په نتیجه کې انفلاسیون، د پیسود  ارزش ټېټوالی او نور منفی عوارض واقع کېږي چې دا په اقتصاد کې لوی پرابلم رامنځته کوي. په نتیجه کې په ملي تولېداتو  کې کموالی راځي او په بهرني تجارت کې کسر واقع کېږي، په بانکونو اعتماد کمیږي، سپما صورت نه نیسي، پانګونه کمیږی، بیکاری او بیوزلی زیاتیږی او په پای کې اقتصاد د رکود خواته درومي. دلته لازمه ده پولي سیاست په علمي توګه ترکار لاندې ونیول شي ترڅو بېرته اقتصادي ثبات رامنځته شي. په پرمختیایې هېوادو کې ځکه مالي او پولي پالیسیو ته اړتیا ده چې له بده مرغه د دوی یوه لويه مسئله د دوی اقتصادي ناوړه حالت او کړکیچن وضعیت دی. په دغو هېوادو کې د پیسو د خرید توان ډیر ټیټ ، انفلاسیون پکې زیات، تجارت یې نامتعادل او دبیو عدم ثبات پکې موجود دی دغه نواقص د پولي پالیسی په تطبیق سره ښه کیدای شي. پولي سیاست هغه مؤثره وسیله ده چې دپیسو ارزش لوړوي، انفلاسیون رفع کوي، قېمتونه ثبات پیدا کوي، بانکونو کې پس اندازونه تشویق کېږي، ذخایر زیاتیږي سرمایګذاري صورت نیسي، د حکومت تمویلي قوت زیاتیږي تادیات ښه صورت نیسي او اقتصاد کې تحُرک او مثبت بدلون راځي او دا د دې سبب کېږي چې ملي عاید زیاتوالی ومومي. د پولي سیاست د تطبیق لوی هدف د یو باثباته او وده موندوونکې اقتصادي حالت رامنځته کول دي چې دا د مرکزی بانک دپالیسی، پولي مارکیټ او د هېواد د ماليې وزارت له طریقه پرمخ بېول کېږي خو ځینې مشکلات شته چې د یوه سیاست د نه تطبیق کېدو باعث ګرځي دغه مشکلات مونږ مخکنیو دوو برخو کې یو یو ذکر کړل، نو ځکه د دغه مشکلاتو د حل لپاره باید ځینې اقدامات ترسره شي.

د یوه پرمختیایی اقتصاد اود هغه د غیر انکشاف یافته پولي مؤسساتو ځینی نیمګړتیاوې:

  1. د ملی عاید په پرتله په پرله پسې ډول د نفوسو د ودې ګړندیوالی،
  2. ملی تولید او محلی صنایع ضعیف پاتی دی، سپما کمه اوپه نتیجه کې یې  مولدو برخو کې سرمایګذاری کمه ده،

3.جرمی، توراو غیر رسمی اقتصاد او مالی فساد لا اوس هم لیدل کیږي، یعنی د قوانینو تطبیق ضعیف دی،

  • په زیاترو پرمختایی هیوادو کی  لا هم اقتصاد پوره پولی ( monetize) شوی ندی،
  • 4.     پولی تورم (د پیسو د ارزش له لاسه ورکول) او د مفاد د حقیقي نرخ کموالی چې د پس اندازونو د نه تشویق باعث ګرځي.
  • د پولي  ارزش ددوام لپاره د پیسو مختلف نرخونه چې د پس انداز د نامناسب پیشرفت سبب ګرځي.
  • د بېکاری اوچت نسبت چې د هغه اصلي عامل په تولید کې د سرمایې ټکان دی چې د بانکی ربح د کمیدو لامل دی.
  • په غیر تنظیم شوی پولي بازار زیاته اتکا‌ء.
  • ضعیف مدیریت او دظرفیتونو نشتوالی،

10.متاسفانه لوی صرافان، اربتیژران او د ډالرو قاچاقچیان له موقع غلطه استفاده کوی، لکه هغسی چی د اجناسو محتکرین د قیمتونو د  لوړیدو لامل شوی دی،

11.په سیمه کې اقتصادی بحران هم زموږ پر اقتصاد بده اغیززه کړی ده، دخلک روانی وارخطایی یی بل عامل دی،

12.عمدی ډمپنګ، د وضعیت خطرناک ښودل او د ملی پیسو پرځای د نورو پیسو(خصوصاً) ډالرو غوره کول او ساتنه، حال دا چې ملت باید خپلی ملی پیسی مقدمی وبولی،

13.پرمختللو سیستمونو او تکنالوژی سره نااشنایی،

14.د مغزونو او سرمایې (دواړو)فرار او د تبادلي د اوچت نرخ موجودیت.

15.د حکومت تمویل او په خارجي مرستو اوکومکونو زیاته(بېحده) اتکا‌ء

16.په غیر تنظیم شوی پولي بازارونو کې د پولي د لالانو په واسطه د ګټې کولو ملامتوونکې اندازه،

17.خاصتاً په افغانستان کې وچکالی، جنګونو، کرونا او بهر ته د ډالرو قاچاق دا ستونزه نوره هم یاته کړی ده،

18.د مرکزی بانک پاسیفوالی.

(بحث دوام لری)