دا څه وشو؟

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۱/۱۰/۲۱

انجنیر سلطان جان کلیوال

دا څه وشو؟ 

دا په ما څه شویدی، ورځ هم راته شپه ښکاره شی

رڼا می هم دې زړو سـترګو ته ، تیاره ښکاره شی

څه عجیبه غوندی رنځور یم، تمیز نه شــم کـړلی

ډولۍ روانـه وی خـو، ماته جنــازه ښــکاره شــی

باغ وی، ګلونه وی، چمن وی او ښکلا خوره وی

سترګې می تور وخوری، باغونه هدیره ښکاره شی

ښکلې دری وی، کروندې وې ، شــرشــرې د اوبو 

سیلۍ را والوزې، ګردونه شی، مـیره ښـکاره شی

د آبــادۍ زیــري راځـي، خـو لا راغــلـي نـه وی

چی د ورانی څــپه په کلی، را خـوره ښـکاره شی

بخت دی ویده دی کلیواله، که دی عــقـل کـم دی 

ډکه کاسه دی هم، سپیره لاس کی چپه ښکاره شی
 

اکتوبر/۱۲/۲۰۲۱ 

تورنتو – کاناډا