همدا یی وخت دی(۲)

پوهاند محمد بشیر دودیال                                                                                                       ۲۰۲۱/۱۰/۱۵

همدا یی وخت دی

(دوهمه برخه)

د راتلونکی کال د قحطی د مخنیوی او د دې لپاره چې له احتیاجه  ووځو او د  نورو پر اوږو بوج نشو، غوره ده خپل منابع په کار واچوو او کاری چوکاټ جوړ کړو.  د منی د کښت په کمپاین کې  موږ څو مهم تدابیر لرو:

  • د کرنې وزرات له خوا دې رسماً د منی د کښت کمپاین اعلان او شروع شي،
  • ·        FAO او نورو مرسته کوونکو ته د پروپزلو سپارل،
  • د کرنې د وزارت له خوا د ولایاتو د کرنی ریاستونو ته د یوه سیمنار دایرول، مرکز  ته د دوی ټولو راغوښتل او کاری برنامه او لارښودونه ورکول ،
  • څو ورځې وروسته    FAOد خوراک نړیواله ورځ لمانځي.  دوی له غړو او اړمندو هیوادو سره د غلو- دانو د تولید دزیاتوالی لپاره برنامې لری او مرستی کوی. ډیره به ښه وي، چې   FAOموږ ته کب رانکړی، خو د کب نیول رازده کړي.  موږ کولای شو د منی د کښت د کمپاین په بهیر کی  دغنمو اصلاح شوی  تخمونه له  FAOترلاسه کړو.  بزګرانو ته ووایو چی دا  د اوړو کولو او خوراک په موخه ندی، بلکې دا د  کرلو پرمهال د راز راز فنجی او نورو آفتونو د مخنیوی په خاطر د سالم جرمنیشن یا تیغنه وهلو په موخه په کیمیاوی موادو لړل شوی، نو ځکه یی صرف د کرلو لپاره وکاروئ.  FAO  ته باید له همدې  اوسه د منی د کښت د کمپاین په خاطر پروپوزل واستول شی، دوی دی برخه کی د خپلی کاری  آجندا له مخې  بزګرانو ته تخمونه ورکوي .
  • د غنمو د کښت د غوره طریقو ښودنه: ( په دی موخه دې راډیو، تلویزونو، طریقوی نمایش method demonstrationتنظیم شی او بزګرانو سره د ی  د rural extension workers/agentsمخامخ کتنې سمبال شی)،
  • زموږ بل اقددام به  دا وی چې  د زمکې د کولبه کولو( اقلاً) د کلتواتور کولو په خاطر د کرنی دریاستونو تراکتوری یونټونه په کارواچوو  او د کښت بستر چمتو کړو، که تراکتوری یونټونه نه وي، خصوصی  تراکتورنه دی اجاره شی.
  • دغنمو د کښت پروسه دی وڅارل شی ، دې برخه کې د محلی لیډرانو رول  له سیمه ییزو ارګانو سره مهم دی،
  • له مسلکی  rural extension agentsڅخه د کمپاین په بهیر کی  کلک را پور اخیستل او د دوی د کار څارل،
  • اړو بزګرانو ته  پور ورکول،
  • دغنمو کښت کوونکو بزګرانو ته د دې ډاډ ورکول  چی د درمند پرمهال ( رتلونکی جوزا-سرطان) کې د دوی اضافی غنم د بازار له نرخ روز څخه په ۲۰٪  لوړه بیه پیرودل کیږی.  دغه اقدام هم د بزګرانو مالی ستونزه حل کوی او هم د دولت سیلو ګانی او ستراتیژکی زیرمی تقویه او  آن داچی د نرخونو د لوړیدو پرمهال د بازار په بیو ښه تاثیر لری.
  • او په پای کې له دې څخه  ډاډمن کیدل چی هیڅ زمکه بی  کښته نده پاتې او نهایی راپور جوړول.

ســـــږنی  کمپاین پیــــــــل کــوو، یوټـــوټه زمکه هــم  بـــــــــــــی کښــــته نه پریږدو !

موږ نوی کال ته د کافی غنمو د تولید ظرفیت او د دغې چارې لپاره ریښتنی اراده لرو !

سږکال د کرنې وزارت د یـــوې متعهدی، مسلکی او کارنده ادراې په توګه عمل کوي  !