طالبانو ته یوه وړه مشوره

۲۰۰۲۱/۱۰/۱۵

انجنیر سلطان جان ګلیوال

طالبانو ته یوه وړه مشوره: 

ښاغلی د طالبانو مشرانو! 

تاسو اوس د ټول هیواد په جغرافیه باندی حاکمیت لری، خو د هیواد د نفوسو په (۵٪) خلکو، هم له فکری پلوه نه حاکمیت لری او نه قبولیت. زه د افغانستان د ټولنی د یوه داسی غړی په توګه چی په هیڅ دولت ( د سردار داود خان د دولته نه تر د نن ورځی پوری ) می په کوم لوړ دولتی مقام کی وظیفه نه ده لرلی او نه می د دی تکل کړی چی ویی لرم. د خپل موجود ژوند او د خپل ټولنیز دریځ نه کاملاً راضی یم، او د خدای شکر ادا کوم چی هیچا ته می د احتیاج لاس نه دی اوږد. خو باور ولری چی د په خپل وطن او د خپلو وطنوالو په هرې خوښې او بری دومره خوښیږم لکه په ژوندنی چی په جنت کی داخل شم او همدارنګه د خپل وطن او وطنوال په هر لوی او واړه غم او درد دومره درد او خواشینی احساسوم لکه بیا هم چی په ژوندنی د اور په لمبو کی و سوځم. په هر صورت دا زما احساس دی او انشأالله چی تل به دا احساس راسره وی، دا هم له دی کبله چی زه ځان د خپل وطن او وطنوالو ډیر قرضدار ګڼم.  

تاسو ښاغلو ته چی اوس د افغانستان د خاوری د تمامیت د او د هر زحمت نه د دی وطن د اوسیدونکو ( هرڅوک او د هر دین او مذهب پیرو چی وی) د ساتنی او ژغورنی مسؤلیت لری او د خپل مسؤلیت د ښه اجرا د پاره هم لګیا یاستی کار او هلې ځلې کوی، نو تاسو ته یوه وړه مشورو وړاندی کوم. پوهیږم چی تاسو ته به زما په څیر د یوه هیڅکاره شخص مشوره کوم اهمیت ونه لری او نه هم شاید ورته ارزښت ورکړی خو زه به اقلاً تسکین شم چی ګوندی خپل مسؤلیت می ادا کړی دی. 

زما مشوره تاسو ښاغلو ته داده: 

پوهیږم چی تاسو په هيڅ وجهه نه شی کولی چی د نړۍ سره له نیکو اړیکو له لرلو پرته خپلی زمامدارۍ ته ادامه ورکړی. خو زما په باور د نړۍ سره د نیکو اړیکو له لرلو مخکی تاسو دی ته ډیره اړتیا لری چی د خپل ملت او ولسونو سره نیکی اړیکې را منځ ته کړی. کله چی تاسو د دی جوګه شوی چی د خپل هیواد د اوسیدونکو د تائید او منلو وړتیا تر د لاسه کړی، نړیوال بی له دی چی تاسو ورنه د ځان د پیژندلو او د دوستانه اړیکو غوښتنه وکړی، باوری یم چی هغوی به د تاسو سره د نیکو اړیکو غوښتونکی شي.  

نو راځی نړۍ ته له مراجعی نه د مخه خپل ملت او خپلو خلکو ته چی که تر تاسو ښه مسلمانان نه وی ممکن بد هم نه وی، مراجعه وکړی، د هغوی اړتیاوی و پیژنې، هغوی په دی باوری کړی چی تاسو د هغوی ته او د هغوی اولادونو ته د کار کولو، د تعلیم کولو، په ټولنیزو چارو کی د فعالی وندې اخستنې او دانسانی ژوند جوړونې ته ژمن یاستې. که تاسو هغوی په دی باوری کړل چی هغوی مو بخښلی دی نو هغوی به هم تاسو ته د هغو تیریوو او تجاوزنو بخښنه وکړی چی په تیرو وختونو کی مو ورسره کړی او یا یی همدا اوس ور سره کوی. په دی توګه به ستاسو او د هیوادوالو تر منځ یو اعتماد را منځ ته شی، فاصلی به سره کمی شی، کرکه او قهر به مو له زړونو لری او مینه ، مهربانی او شفقت به یی ځای ونیسی او په دی توګه به ستاسو او د ملت تر منځ د دوستی او اعتماد یوه نوی مرحله رامنځ ته شی، قوی به شی او د یوه داسی نظام د جوړیدو سبب به شی چی هم به کاملن با ثباته وی، په ځان به متکی وی او د لوړ اسلامی او انسانی عدالت لرونکی دولت به وی. بیا نو تاسو د خپل دولت د پیژندلو او د نړۍ سره د نیکو اړیکو د بر قرارولو د پاره دی ته اړتیا نه لری چی له چانه د پیزندلو هیله وکړی. نړیوال به خپله تاسو ته د سیاسی او اقتصادی اړیکو د لرلو د پاره مراجعه وکاندی. 

دا خبره په یاد ولری چی که ټوله دنیا مو په رسمیت و پیژنی او ملاتړ مو هم وکاندی، خو چي خپل ملت او وطنوال درنه ناراضه وی او ملاتړ مو ونه کړی تاسو به هم د تیرو دولتونو په څیر ناکام او په بده بڼه له منځه تلونکی شی. نوره مو خوښه.پای