افغانستان په ټوله نړۍ کی د ښځو د پاره بدترین هیواد

۲۰۲۱/۰۹/۲۱

انجنیر سلطان جان کلیوال

افغانستان په ټوله نړۍ کی د ښځو د پاره بدترین هیواد

نننی افغانستان د نړی په مخ په سلګونو هیوادونو کی هغه یواځنی هیواد دی چی د نفوس د نیمایی نه لوړه برخه (ښځینه نسل) یی د ټولنیزو کارونو او د تعلیم نه بی برخی شویدی.  د افسوس او تأثر نه ډکه خبره خو داده چی دا بندیزونه د وخت د چارواکو له خوا په دی بهانه چی د فحشاو مخه ونیول شی لګیدلی دی.

زه د یوه نارینه انسان په توګه په دی نه پوهیږم چی د فحشاو او نورو اخلاقی فسادونو اصلی جوړونکی څوک دی، ښځي که نارینه؟؟

ایا په نړۍ کی ستری فاحشه خانی هم په غربی دیموکراسي کی، هم په شرقی کمونستی جامعه کی او هم د شرق او غرب تر منځ په اسلامی ټولنو کی د چا مالیکیت دی د ښځو  که د نارینه و؟؟

 همدارنګه باید د عقل له مخی او په خلاصو سترګو دا موضوع په نړیواله سطحه و څیړله شی چی تر اوسه په دی دنیا کی دالوی او واړه جنګونه چی په سلونو میلیونه انسانان پکی قتل شویدی چا جوړ کړیدی ، ښځو که نارینه و؟؟

ایا په دی موجوده نړۍ کی  دا ټولی لوئی او وړې د رنګا رنګ جنایت کارانو ډلې چا جوړی کړی او څوک یی پر مخ بیا یی، ښځې که نارینه؟؟

ایا د نننی افغانستان واکمن، د ښاغلو طالبانو ټول مشران او کشران اویا په غرب کی  میشت د هغوی ښاغلی پلویان د ایمان او وجدان له مخی دی پوښتنې ته څنګه ځواب وایی چی: ( تاسو په ټول ژوند کی کومه ځانګړې ښځه یا جنې یا د ښځو او نجونو کومه ډله لیدلی چی نارینه یی د فحاشی او بد اخلاقی د رابطی د پاره تعقیب او یا تهدید کړی وی او که برخلاف دا نارینه دی چی ښځی تعقیب او تهدید وی؟؟

ایا دا په ویرونکی لباس کی د ښځو را نغښتل برسیره پر دی چی د ښځو د سمی ساه اخستنی حق هم ورنه صلبوی، کولی شی چی که دوی غوښتی وی د نا جایزی اړیکی نه مخنیوی وکړی؟؟

ایا په ټوله نړۍ کی د انسان تښتونې، د غلاو اوداړو اچولو د اعمالو سرته رسونه، د مخدره موادو قاچاق،   رواجونه اوپه دی موادو د ملیونونو انسانانو د اخته کیدلو ضد انسان کاروبار نارینه کوی که ښځې؟؟

او بلااخره د انسان لومړنی شتون ستاسو په ګډون د ښخو په وجود کی جوړیږی که د نارینه، د دی ماشوم درد او دروند بار ښځه زغمی که نارینه او دا واړه ماشومان د الله ج په وحدانیت د عمر په دری څلورکلنې کی ښځه خبروی که نارینه؟؟

او د وروستۍ پوښتنی په توګه تاسو نارینه په کوم حق، د کوم حدیٍث او مبارک آیات په حکم ځانته هر ډول چی مو خوښه وی لباس انتخابوی او ښځو ته داسی لباس ټاکی چی د هغوی نه بلکی ستاسو خوښ وی ، ولی؟؟

داسی په لسګونی نوری پوښتنی شته چی تاسو ښاغلی او ستاسو د مدرسو استادان په هيڅ وجهه ورته قانع کونکی او د اسلام د مبارک دین د اساساتو سره سم ځواب نه شی ورکولی، بلکی ستاسو ځواب به هرچا ته يواځی په کوتک او زور سره وی، چی په اوسنې زمانه کی د کنترول تر ټول بده او نا جایزه لارده.

تاسو خو پوهیږی چی جنت د مور د پښو لاندی دی، نه د پلار د قدمو لاندی، نو اوس و وایاست چی د اسلام په مبارک دین کی د ښځې حقوق لوړ دی که د نارينه؟؟

ښځو ته حق ورکول د ټولنیزو اصولو له مخی نه بلکی داچی ښځه انسانه ده، بشر دی او د بشر جوړونکی او روزونکی ده د الله ج له خواورکول شوی دی، نو د دی حق اخستل ورنه ماته کبیره ګناه ښکاری. دا ګناه مکوی چی د خدای د قهر سره مخ نه شی.

په دی هیله چی لکه څنګه چی پروردګار عالم ښځه له نارینه نه، ښکلی، ظریفه، جذابه، حساسه، زړه سوانده، مهربانه، مینه ناکه، حوصله لرونکی او حیاناکه پیدا کړی، همداسی یو وخت راشی چی د انسانې نړۍ زعامت، رهبری او لارښوونه د ښځې ( مور) مسؤلیت جوړ شی او دغه د نارینه د پاره ډیره درنه، ستره او بی له قهر او غضب د استعمال نه پرته نه اجراکیدونکی وظیفه دده له اوږو لری شی، ترڅو په انسانی ټولنه او په خاصه توګه زمونږ په افغانی ټولنه  کی هم انسان د مینې په مفهوم و پوهیږی او د کرکې نه کرکه ولری. په همدی هیله. پای